جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهافغانستان او پاکستان د لومړۍ یو ورځینۍ لوبلړۍ په لومړۍ سیالۍ کې...

افغانستان او پاکستان د لومړۍ یو ورځینۍ لوبلړۍ په لومړۍ سیالۍ کې مخامخ کېږي

تاند (سې شنبه، د اسد ۳۱ مه) د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې به نن د درو یو ورځنیو سیالیو په لومړۍ مسابقه کې، چې د افغانستان په کوربه توب په سریلانکا کې کېږي، له یو بل سره مخامخ شي.

دا د دوو ټیمونو د پنځوس اوره سیالیو لومړنۍ لوبلړۍ ده. تر دې وړاندې د شل اوره سیالیو لوبلړۍ افغانستان دوه – یو ګتلې وه.

افغانستان تراوسه پورې له پاکستان څخه یو ورځینۍ مسابقه نه ده ګتلې خو اکثره سیالۍ یې په خورا لږ توپیر بایللې دي.

پاکستان د دې لوبلړۍ لپاره پوره تیاري نیولې ده څو د شل اوره سیالیو د ماتې غچ واخلي.

د پاکستان ټیم اوس تر بل هر وخت په ښه فام یا حالت کې دی ځکه چې همدا تېره میاشت یې له سریلانکا څخه په خپل هیواد کې دوې ټیستلوبې وګټلې او نیوزیلنډ ته یې په اپریل – مې کې په یو ورځنیو سیالیو کې ماتې ورکړه.

په مجموع کې له ۲۰۲۲ را په دې خوا پاکستان په یو ورځنیو سیالیو کې ښې نتیجې ترلاسه کړي دي.

دوی په ۱۷ سیالیو کې ۱۳ ګټلي چې خورا ښه نتیجه ګڼل کېږي.

افغانستان هم په وروستیو کې بنګله دېش ته په خپل کور کې دوه – یو ماتې ورکړه. بنګله دېش په خپل کور کې عموماً مېلمه ټیم ته ماتې ورکوي.

د افغانستان او پاکستان درې یو ورځینۍ سیالۍ د اسیايي جام او نړیوال جام لپاره دواړو ټیمونو ته د تمرین ښه فرصت هم برابروي. ټاکل شوې ده چې د نارینه وو اسیايي جام د سریلانکا په پلازمېنه کولمبو کې د افغانستان او پاکستان له وروستۍ یو ورځینۍ سیالۍ یوازې څلور ورځې وروسته پیل شي. ورپسې به د نارینه وو نړیوال جام سیالۍ پیل شي.

د پاکستان د کرکټ ټیم کیپتان بابر اعظم پرون د نننۍ سیالۍ په درشل کې وویل:

«موږ څو نوي لوبغاړي په خپله لوبډله کې شامل کړي، هغوی ته په راروانو سیالیو کې د ښو طالعو هیله کوم.»

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او پاکستان دوهمه سیالي د اګست په ۲۴ او درېیمه د اګست په ۲۶ وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب