جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهتېرکال د دولتي پوهنتونونو ۸ نیم سوه استادان یا کډوال یا ګوښه...

تېرکال د دولتي پوهنتونونو ۸ نیم سوه استادان یا کډوال یا ګوښه شوي

تاند: (سې شنبه، د زمري ۳۱ مه )  د لوړو زده کړو وزارت لپاره د طالبانو د رژیم چارواکو ویلي، چې یوازې تېر کال یې په دولتي پوهنتونونو کې تر ۸ نیم سوو نوي استادان ګومارلي دي.

دوی په یوه خبري غونډه کې په دې تړاو زیات جزییات نه دي ورکړي.

د دولتي پوهنتونونو یو شمېر سرچینو تاند ته ویلي، چې د طالبانو له واکمنیدو سره یوه لویه برخه استادان یا هېواد پریښودو ته اړ شوي یا طالبانو په بېلابېلو پلمو له دندو ګوښه او پر ځای یې دوی ته وفادار کسان ګومارلي دي.

طالبانو په دې اړه ادعاوې رد کړې دي.

څه موده مخکې بي بي سي په یوه راپور کې وویل، چې یوازې د کابل پوهنتون شاوخوا څلور نیم سوه استادان د طالبانو له بیا واکمنیدو سره هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

د طالبانو منتقدان د دوی رژیم د افغانستان تعلیمي او تحصیلي نظام ته په لویو ضربو ورکولو تورنوي، خو دوی بیا ادعا لري، چې په دغو برخو کې یې اصلاحات راوستي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب