Homeخبرونهسراج الدین حقاني پاکستان ته؛ خپلې کورنۍ ستونزې خپله حل کړئ

سراج الدین حقاني پاکستان ته؛ خپلې کورنۍ ستونزې خپله حل کړئ

تاند: (سې شنبه، د زمري ۳۱ مه )   د طالبانو د کورنیو چارو وزی سراج الدین حقاني په ارزګان کې د یوې غونډې پر مهال پاکستاني چارواکو ته ویلي، چې خپلې کورنۍ ستونزې په خپله حل کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې په پاکستان کې وروستۍ پېښې د هغه هېواد کورنۍ ستونزې دي او دوی پورې اړه نه لري.

هغه دا هم ویلي، که پاکستان ستونزې د زور له لارې هواروي د افغانستان او پاکستان ولسونو ته به زیان ورسیږي.

د طالبانو دغه لوړپوړي  مقام دا هم زیاته کړې، چې د دوی حکومت له نړیوالې ټولنې سره ډپلوماټيکې اړیکې غواړي.

سراج الدین حقاني د زمري په اته ویشتمه، د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۴ مې کلیزې د درناوي په مراسمو کې پر پاکستان ضمني نیوکې کړې وې.

هغه ویلي وو، چې یو شمېر ګاونډیان د خلاف پلمې لټوي.

شنونکو دا انګېرلې وه، چې د حقاني اشاره پاکستان ته ده.

پاکستان په وروستیوکې بیا- بیا ادعا لري، چې ګواکې تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې پټنځایونه او ملاتړ لري او له هغه ځایه د دوی خلاف بریدونه سمبالوي.

د طالبانو رژیم دا ادعاوې بې اساسه بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...