جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+ولې زموږ فکرونه تل پر منفي شیانو تمرکز کوي؟

ولې زموږ فکرونه تل پر منفي شیانو تمرکز کوي؟

فریده حفيظ

‎په عمومي ډول په افغانستان کې د منفي فکر ډېر دی. په دې لیکنه کې به د منفي فکر پر ټولنیزو لاملونو غور وکړو. بېسوادي، دوديزه ډول ژوند، له تکنالوژۍ لرې پاتې کېدل، د عامه پوهاوي نشتوالی یې ځینې عاملونه ګڼلی شو.

د بې ځایه قضاوتونو او منفي فکر یو بل لوی عامل د نورو فردي ازادي په پام کې نه نیول ګڼلی شو. په کومه ټولنه کې چې بې ځایه قضاوتونه ډېر وي هلته منفي فکرونه پخپله ډېرېږي.

د ډېرو منفي فکرونو یو بل لوی علت د نورو خلکو د منفي قضاوت او غلط نظر ډار دی ځکه خو زموږ په ټولنه کې هر څه له غیرت سره پرتله کېږي. د منفي فکرونو او بې ځایه قضاوتونو یو غټ عیب دا دی چې په ټولنه کې د شک فضا رامینځ ته کوي او د داسې ټولنې خلک بیا پر یو بل باور نه کوي.

‎دا پورته یاد شوي لاملونه زموږ تمرکز منفي خبرو، او عملونو ته اړوي.

‎د سواد کمښت، يو تر ټولو لوی لامل دی چې ټولنه د دغسي منفي افکارو لور ته بیايي. له داسې بحران څخه د ټولنې د ژغورلو لپاره لازمه ده چې د سواد کچه لوړه شي تر څو فکرونه مثبت او ټولنه د مثبت بدلون پر لور روانه شي.

که تعلیم نه وي د حرام، حلال، ښه، بد، حق او ناحق په فرق به څنګه پوهېږو. زموږ د ټولنې اصلاح او د افغانستان پرمختګ پرته د نجونو او هلکانو له تعلیم نه ناممکنه دی.

‎د مثال په ډول موږ په خپله ټولنه کې شاهدان یوو چې کم عمره نجلۍ په جبر یا زور د لوي عمر سړي سره نکاح کوي. دا هغه کړنې دي چې زموږ پاک او سپیڅلې دین خلکو ته غلط تعریفوي. مهر د اسلام له نظره په نکاح کې د ښځې حق بلل شوی مګر!

‎زموږ په ټولنه کې ورته د ولور نوم ورکړل شوی دی چې د لور نه بلکې د ناوې د پلار جېب ته ځي؛ حال دا چې اسلام په هر اړخ کې د ښځو حق ته کتنه کړې بې سارې حقونه یې وړکړي. مګر زموږ منفي فکره ټولنه ښځي له دې حق څخه هم محرموي.

‎زموږ په وطن کې چې رواج تر دین یو قدم مخکې دی پرته د نر او ښځې له تعلیم نه واقعي اسلامي ټولنه نه شو جوړولی.

‎ولور: دلته ښځه د بازار له مال سره پرتله کېږي! بیه یا ولور چې په پښتنو کې خاص رواج بلل کېږي د اخیستلو په صورت کې ښځه درنه او با عزته بلل کېږي مګر !! د نه اخیستلو په صورت کې ورته سپکه او بې ارزښته نوم ورکول کېږي بیا د ډيرو پیغورونو ښکار هم ګرځي.

‎په اوس وخت کې له تکنالوژۍ مثبته ګټه اخیستنه زموږ افکار مثبت اړخ ته بدلولاې شي. رسنۍ (میډیا) په تیره بیا انټرنت ورځينۍ اسانتیا ده چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه انسان خبروي، چارې مو آسانوې، ذهن مو بدلوي ښه او بده ګټه اخیستنه یې په موږ پورې اړه لري.

‎په وروسته پاتو وطنونو کې عامه پوهاوي ډېره مهمه وي. زموږ خلک هم دوی عامه پوهاوي ته اړتیا لري. په ځانګړي ډول د افغانستان لرې پرتې سیمې عامه پوهاوي ته اشد اړتیا لري.

‎له تعلیم یا علم او پرمختګ څخه پاتې خلک اوس هم هغه متل بیا بیا پر ژبې راوړي چې وایي (ښځه یا د کور ده یا د ګور) یعني ښځه باید کنیزه وي چې هیڅ حق او حقوق نه لري. وروسته پاتې سیمو کې د مشرانو امر د کشرانو تر هیلو یو قدم مخکې بلل کېږي دلته کشران اړ دي چې پرخپلو هیلو پښه کېږدي او د مشر حکم ومني.

بدو رواجونو زموږ د خلکو ژوند ډېر سخته کړی دی حال دا چې په قران مجید د الله تعالیٰ له لوري د پیغمبر په وسیله په رالېږل شوي کتاب کې په ښکاره ډول بیانوي: په دین کې آسانتیا ده. په دې څو ټکو کې بې شمیره خبرې څرګندېږي.

‎مګر موږ اوس هم د خلکو خوښیو، نظریو، او د هغوی په ژوند کې ژوند کوو دغه کړنه موږ له پرمختګ څخه شاته راګرځوي.

غیرت: دلته تر ځانه، روابطو، عزت نه مخکې غیرت ده دلته غیرت کې عزت لیدل کېږي. موږ خپل هوساینه تر دغې بې ځایه کړنې قربان کوو.موږ تل د خلکو د کمزورۍ ټکو پسې ګرځو تل مو نور تر قضاوت لاندې راوستي! مثلا، تعلیم د هرې مسلمانې شرعي او اسلامي حق دی خو زموږ ځینو وروسته پاتو خلکو د غیرت په مسلې بدله کړې ده.
‎همدا لامل ده چې هوساینه مو ښکار کېږي ذهن مو شاته تګ کوي یواځې ورځينۍ ژوند نه په ټوله کې صحي تاوانونه هم له ځانه سره لري.

‎نو راځئ له نن څخه له ځان سره دا وعده وکړو چې لوړ فکر ساتو، لوړې هیلې ساتو، له بې ځایه دودونو او رواجونو څخه ډډه وکړو او خپله ټولنه هم له داسې فکرونو، کړنو څخه لري وساتو، د زده کړې کچه لوړه او له نړۍ سره قدم واخلو؛ ځان او خپل هېواد د نړۍ سره سیال کړو، او مثبت فکره واوسو هم خپله ژوند وکړو هم نور ژوند کولو ته پرېږدو.

1 COMMENT

  1. دا خو درستې ښې خبر ې دي خو تر څو چې له اسلامه ځان خلاص نکړۍ بد بختي به در پکشې شنه وي او خلاصون مو نشته !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب