جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ۷ نوزیږو قاتله نرسه په عمري قید محکومه شوه

د ۷ نوزیږو قاتله نرسه په عمري قید محکومه شوه

تاند(سې شنبه، د اسد ۳۱ مه) یوه بریتانیايي نرسه، چې ۷ نوزېږي یې وژلي وو او د ۶ نورو د وژلو هڅه یې کړې وه، په عمري قید محکومه شوه.

لوسي لیټبي (Lucy Letby) به د نوزېږو د وژلو لپاره هغو ته د هوا پیچکاري ورکوله، یا یې د لاس په زور وژل او یا به یې زهرجن مواد ورکول.

دې د انګلنډ او ویلز ترمنځ د چستر سیمې د ماشومانو په څانګه کې کار کاوه. د محاکمې په مهال محکمې ته حاضره نه شوه.

په بریتانیا کې یو شمېر خلک په دې غوسه شوي چې ولې دې قاتلې ته اجازه ورکړل شوه چې محکمې ته حاضره نه شي.

هغو کورنیو، چې ماشومان یې وژل شوي، غوښتل چې د لیټبي څخه واوري چې ولې یې د دوی نوزږېږي وژلي دي.

د بریتانیا د قوانینو پر اساس تورن/ تورنه اجازه لري چې محاکمې ته حاضره نه شي.

ځینو سیاستوالوپه وروستیو کې غوښتنه کړې چې دا قانون دې تغییر شي او په محکمه کې د تورن حضور دې لازمي وګرځول شي.

لیټبي په اوس وخت کې په بریتانیا کې تر ټولو لویه سریالي قاتله/ قاتل ګڼل شوې ده.

دا چې ولې لیټبي ماشومان وژل، دلیل یې لا سم څرګند نه دی ځکه چې دا لا هم نه ده حاضره شوې چې په دې اړه وضاحت وکړي.

قاضي جستیس ګاس د حکم د صادرولو په مهال وویل:«دې له ماشومانو، دنیا ته له راتلو سره سم ژوند اخیست. نوزېږي یې له خپلو میندو او پلرونو د تل لپاره جلا کول.»

دې ۳۳ کلنې نرسې د ۲۰۱۵ د جون او د ۲۰۱۶ د جون ترمنځ په چستر روغتون کې ۷ نوزېږي ځینې له زېږېدو څو ساعته وروسته ووژل.

1 COMMENT

  1. له تاند نه د زړه له کومي مننه کوو چې وخت په وخت ډول ډول خبرونه خپروي.

    سریالي نه زنځیري اصطلاح ورته صحیح ده.

    درناوی،
    یادونه: ایمیل هسې هوایي دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب