جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهیوناما: د طالبانو له واکمنیدو سره د جمهوري نظام تر ۲ سوو...

یوناما: د طالبانو له واکمنیدو سره د جمهوري نظام تر ۲ سوو زیات منسوبین وژل شوي

تاند: (سې شنبه، د زمري ۳۱ مه ) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندیه ماموریت یا یوناما په یوه تازه راپور کې د طالبانو له واکمنیدو سره، د جمهوري  نظام د څه باندې دوه سوو چارواکو او امنیتي ځواکونو د وژل کیدو خبر ورکړی.

یومانا ویلي، داسې معتبر راپورنه يې ثبت کړي چې ښيي طالب چارواکو د تیر جمهوري نظام د سلګونو پخوانو چارواکو او وسله والو ځواکونو له بشري حقونو جدي سرغړونې کړي دي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې زیاته کړې، چې د پرځیدلي جمهوري  نظام د چارواکو او وسله وال ځواکونو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو تر اته سوه ډیرې پیښې یې ثبت کړې دي.

ویل شوي، چې په دې کې د غیر قضايي وژنو، په خپل سر نیول او توقیف، شکنجې او ناوړه چلند او د جبري ورکیدو پیښې مستند شوې دي.

په راپور کې راغلي، دا سرغړونې په داسې حال کې دي چې طالبانو د تیر حکومت د امنیتي او دفاعي ځواکونو او نورو چارواکو ته د عمومي بښنې اعلان کړی دي.

طالبانو تراوسه د یوناما د دې راپور په اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې یې په داسې پېښو کې لاس لرل رد کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب