Homeخبرونهد ایران تسنیم اژانس: طالبانو مو کابل کې یو عکاس نیولی

د ایران تسنیم اژانس: طالبانو مو کابل کې یو عکاس نیولی

تاند: (سې شنبه، د زمري ۳۱ مه ) د ایران استخباراتي ادارو ته یوه نږدې خبري اژانس( تسنیم) ویلي چې د طالبانو ځواکونو یې  نن په کابل هوایي ډګر کې یو عکاس نیولی.

د دغه اژانس د راپور له مخې، نیول شوی عکاس محمد حسین ولایتي  نومیږي او کابل ته له یوه غیر کاري سفر څخه تر ستنیدو وروسته نیول شوی.

ویل شوي، چې نوموړی ۱۰ورځې په کابل کې و او د بیرته ستنیدو پر وخت په کابل هوایي ډګر کې طالبانو نیولی.

سرچینې نه دي ویلي، چې طالبانو د نوموړي د نیولو دلیل څه ښودلی.

خپله طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

تسنیم د ایران له هغو خبري رسنیو څخه دی، چې د طالبانو په پلوۍ ډېر نشرات کوي او هره ورځ یې په ګټه خبرونه او مطالب خپروي.

تر دې مخکې، طالبانو د مرتضی بهبودي په نوم یو افغان الاصله فرانسوی خبریال هم نیولی، چې د بند څه باندې اووه میاشتې یې کیږي.

د دې ترڅنګ د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو ویلي، چې طالبانو په وروستیو کې تر لسو پورې افغان خبریالان بندیان کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...