جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهجنوبي وزیرستان کې د ۱۱پاکستاني پوځیانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی

جنوبي وزیرستان کې د ۱۱پاکستاني پوځیانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی

تاند: (سې شنبه، د زمري ۳۱ مه )  راپورونه وایي، چې په قبایلي سیمه جنوبي وزیرستان کې د وسله والو د برید پر مهال ۱۱ پاکستاني پوځیان وژل شوي.

د راپورونو له مخې، دا برید نن سهار د جنوبي وزیرستان د شولام خیسو په سیمه کې د پوځ په دوو موټرو شوی دی.

امنیتي چارواکو د نوم نه ښودل په شرط مشال راډیو ته ویلي، له وسله والو سره په نښته کې د پوځ د یوه چارواکی په ګډون یولس نور پوځیان وژل شوي دي.

د چارواکو په خبره، په سیمه کې د لټون عملیات پیل شوي او سیمه اوس مهال د دوی په کنټرول کې ده.

تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د برید مسولیت منلی دی او ویلي چې د شولام خیسو په برید کې ۱۸ پوځیان ته مرګ ژوبله اړولی ده.

په دې وروستیو کې په شمال او جنوبي وزیرستان کې د وسله والو بریدونه زیات شوي چې د ډیرو ورته بریدونو مسولیت يې تحریک طالبان پاکستان مني.

پاکستان ادعا لري، چې یاده ډله په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه د دوی خلاف بریدونه سمبالوي.

د پاکستان د پوځ او نورو برخو چارواکو څو ځله خبرداری ورکړی، چې د اړتیا په صورت کې به د افغانستان خاوره کې د دغو وسله والو خلاف عملیات وکړي.

د افغانستان طالب چارواکو ویلي، چې چا ته به افغان خاوره کې د عملیاتو اجازه ورنه کړي.

د طالبانو منتقدان بیا وایي، چې دوی له ورته څرګندونو سره- سره د افغانستان پر خاوره د پاکستان  د هوایي او ځمکنیو بریدونو، چې ادعا کوي د تحریک طالبان پاکستان خلاف یې کوي، مخنیوی نه دی کړی.

په افغانستان کې د طالبانو د رژیم د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني بیا پرون د پاکستاني چارواکو داسې پرله پسې ادعاوو ته په غبرګون کې ویلي، چې امنیتي پېښې د پاکستان کورنۍ ستونزه ده او خپله باید حل لاره ورته وګوري.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب