شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهحقاني: لویدیزوالو افغانستان برباد کړ؛ بښنې نړیوال سازمان: طالبان افغانستان بربادوي

حقاني: لویدیزوالو افغانستان برباد کړ؛ بښنې نړیوال سازمان: طالبان افغانستان بربادوي

تاند: (سې شنبه، د زمري ۳۱ مه )  د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په یوه تازه وینا کې امریکا او لویدیځ متحدین یې تورن کړي، چې ګواکې په افغانستان کې د ۲۰ کلن حضور پر مهال یې دغه هېواد برباد کړی.

حقاني غور ته د سفر پرمهال زیاته کړې، چې لویدیځ په افغانستان کې د خدمت په نوم خلک ووژل، زنداني یې کړل او د خپلو مېنو پرېښودو ته یې اړ کړل.

په ورته وخت کې، د بښنې نړیوال سازمان په یوه تازه راپور کې د طالبانو اوسنی رژیم تورن کړی، چې افغانستان یې د بربادۍ څنډې ته درولی.

په بیان کې یو شمېر ارقام خپاره شوي او لیل شوي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، یعنې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ څخه د ۲۰۲۲ کال تر جون پورې طالبانو  ۱۲۴۷ کسان نیولي چې ۱۸۸ یې ښځې دي.

د بښنې نړیوال سازمان دا نه‌دي لیکلي، چې دا کسان په کوم جرم نیول شوي، خو طالبانو  تر ډېره معترضې ښځې او یو شمېر نور هغه فعالان نیولي چې د بشري حقونو پر ضد او د نجونو د زده‌کړو خلاف یې د طالبانو پرېکړې ننګولې وې او یا یې هم د طالبانو په سیاستونو نیوکه کوله.

د بښنې نړیوال سازمان دا هم لیکلي، چې طالبانو ۱،۱میلیون نجونې له ثانوي زده‌کړو او له سل زره ډېرې نجونې او ښځې پوهنتونونو ته له تلو منع کړي دي.

طالبانو د بښنې نړیوال سازمان راپور ته غبرګون نه دی ښودلی.

2 COMMENTS

  1. که حقیقت ته راشو نو دواړو افغانستان برباد کړو امریکا د دموکراسی په نوم افغانستان له تهداب څخه خراب کړو او داسلام دین ته یې لویه ضربه واړه وله که امریکا او لویدیز وال امریکایی دیمکراسی غواړی هغه په هیڅ صورت کښی دمنلو نه ده او طالبانو هم له ډیر افراطیت و وحشی ګری نه داسلام دین ته ضربه ورکړه دطالب غلامی او افراطیت هم د منلو وړ نه ده طالب به تر هغه اعتبار ونلری تر سو خپل ځان له غلامی خلاص نکړی او هیبت خینزیر له سوری څخه راونوځی

  2. دا دبښنی نړیوال سازمان نده دا په اصل کې جرمونو نړیوال سازمان ده ځکه د پیسو په مقابل کې چې هرڅوک جرم کوی او زور واکي وی غږ نشی کولای ځکه همدا اوس پاکستان په پښتونخوا کې ماشومان، ښځي او مدنی فعال بندیان کوی یا یی وژنی مګر همدا سازمان او نورو د حقوق بشر سازمانونه یی په وړاندې غږ هم نشی کولی همدارنګه امریکا او ناټو په افغانستان کې ۲۰ کلنه دوره کې بیا پاکستان ، امریکا، برتانیه فرانسه عربستان او ایران او همدارنګه روسیی دومره انسانان او ځانګړی ډول ماشومان او ښځي او بوډا سپین ږیری سړیان ووژل چې لا تر اوسه یی ارقام نده نشر شوی ولی همدا سازمان او نور د بشر حقوق او جنګی جرایمو نړیوال محکمه د افغانستان د ولس وژلو په اړه تحقیقات نکوی ځکه برتانیه په ۱۸۳۹ کال کې لومړی یرغل په افغانستان وکړ بیا دریم یرغل یی ۱۹۱۹ کې وکړ چې افغانانو بیا خپلواکې ترینه واخیسته له هغه وروسته بیا شوروی اتحاد حمله وکړه چې هغوی هم زیات افغانان چې ښځي او ماشومان او سپین ږیری شامل وو ووژل چې پدې وخت کې امریکا او برتانیه او فرانسی د پاکستان او ایران په مرسته افغانستان کې داسې ډلی او ټپلي تربیه کړی همدغو جنګې ډلو د امریکا برتانیه فرنسه (پاکستان سعودی ایران) په دستور خپل افغانان ووژل چې کابل په شمول ټول هیواد یې په کنډواله بدل کړ بیا له هغه وروسته طالبان لومړی ځل لپاره د دوی پرضد راپیدا شول چې بیا له هغوی وروسته بیا امریکا، برتانیه او متحدینو یی آسامه بن لادن بهانه پیدا کړه او په افغانستان لویو الوتکو ۵۲ ډوله باندې ټول افغانستان بیاځلی کنډواله کړ په هر کور کې ماشوم ښځه او بوډا سړی په خوب ویده ووژل نو زما سوال داده چې په دومره زمانه کې چې برتانیه، امریکا روسیی فرانسی په ځانګړی ډول پاکستان پدې ۴۵ کال انسان ووژل همدا سازمان، دبشرحقوق سازمان ، نړیوال جنګی محکمه چیرته وو ولی لا تر اوسه هغه مجرمین چې د پاکستان، ایران او عربستان په دستور افغانان وژل ولی محاکمه نکړل او لا تر اوسه په فرانسه، تاجکستان، ترکیه برتانیه او امریکا کې هسکه غاړه ګرځی خو دا شکر ده چې په ورځ د آخرت سوال او حساب کتاب شته، که دا سازمانونه او محکمی خوله پټه کړی او غوږونه کاڼه کړی او سترګی ړندی کړی مګر الله په هر انسان سره حساب او کتاب کوی د خپلو اعمالو بیا پنجابیان او غلامان یی نه خلاصیږی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب