سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهترکیې خپل دوه سرتېري پر یوې افغانې ښځې د جنسي تېري په...

ترکیې خپل دوه سرتېري پر یوې افغانې ښځې د جنسي تېري په تور محاکمه کړي

تاند: (سې شنبه، د زمري ۳۱ مه )  ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې دغه هېواد خپل دوه سرتېري پر یوې افغانې ښځې د جنسي تېري په تور په محاکمه کړي دي.

ویل شوي، چې یوه سرتېري ته ۳۲ او بل ته ۳۷ کاله سزا اعلان شوې ده.

 دوی تورن وو، چې د روان کال په جنورۍ میاشت کې، د ترکیې په وان ښار کې ایران ته د یادې ښځې د شړلو پر مهال یې هغه نیولې او تېری پرې کړی.

 سرچینو ویلي، چې دغې  افغانې ښځې له ترکي پولیسو شکایت کړی و او دوی یې د شکایت په اساس نیول شوي دي.

په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان ترڅنګ له ترکیې څخه هم په مسلسل ډول له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند راپورونه ورکول کیږي، خو په کابل کې د طالبانو رژیم یې په اړه کوم جدي غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب