تاند(سې شنبه، د اسد ۳۱ مه) د افغانستان د پخواني پاچا، محمدظاهرشاه دا مرسډس بینس موټر د پیبل بیچ (Pebble Beach) د لوکسو او بې ساري موټرو په کالنۍ ننداره کې د غوره موټر جایزه وګټله.
له ۱۹۵۰ څخه تراوسه پورې دا لسم بینس دی چې دا برمناکه جایزه ګټي.
د کارزسکوپس د راپور له مخې، د افغانستان پخواني پاچا د بینس یا مرسډس کمپنۍ ته د دې موټر فرمایش د ۱۹۳۷ په مې میاشت کې ورکړی و او د هماغه کال په سپټمبر کې وروسپارل شو.
اعلحضرت ظاهرشاه په ۱۹۵۰ م کال دا موټر په بریتانیا کې خپل زوم ته ډالۍ کړ.
زوم یې په ۱۹۵۳ کال پر یوه امریکايي کلیکسونر، چې د نړۍ انتیک موترونه یې ټولول، وپلوره. تراوسه پورې دغه بینس د اعلحضرت په شمول د ۵ تنو ترمنځ لاس په لاس شوی دی.
دا موټر د پیبل بیچ د تېر کال په لیلام کې یوه تن، چې جیم پیټرسن نومېږي، په ۹ میلیونه او ۹۰۰ زره ډالره رانیوه چې تراوسه ورسره دی.
اوسني خاوند یې دا موټر له رانیولو وروسته ترمیم کړ.
پیټرسن د کلاسیکو موټرو یو کلیکسون لري او تر دې مخکې هم د ده یوه موټر د کال جایزه ګټلې وه.
خپله پخوانی پاچا هم وطن او وولس ته د خالصانه خدمت په پار جائزه او جائزی ګټلی وی.
لکه څنګه چی د پخوانی پاچا موټر د بل هیواد محصول ؤ نو همداسی خپله پاچا هم د ” فری ماسونری ” د شیطانی تشکیلاتو محصول او د وولس پر اوږو سپور سوی پاچا ؤْ هغه پاچا چی هم خپله غمزه ای ؤ او هم ئی وولس په غمزه کی ساتلی ؤ.
د ظاهرشاه برکت دی چي په ملک کي اساسي بندونه او ابادی لرو.
لکه د کجکي بند او داسي نور.
د ظاهرشاه بعد هیڅ چا هم ملک ته خدمت ندی کړی.
هغه کارونه چې پاچا په ارام او بې له دې چې خلک وپاروي وکړل، نورو نه یوازې ونه کړل بلکه ډیر خلک یې وپارول
نصیب خان
سلامونه،
دا ېې هم هوښيارتیا وه چې نه ې روسۍ والګا اخیستی وه او نه امریکن شوورلیټ! بلکه آلمانی مرسدس بنز ې تجربه کړی و.
مرحوم المتوکل عل الله م.ظاهر شاه پخپل ۴۰ کلنه پادشاهي کې متوازن سیاست درلود؛هیواد هم د پرمختګ پوړیو باندې ورور ورو وړاندې تهء!. دا مونږاو تاسو(۵۰++) ځوانان څې لا تر اوسه ژوندي یو د هماغه دوران د حلالو پیسو برکت دی!
راغلو غمزو ته؛ کیدای شي فقیرانه بوټی به ې ،قرار شنیدګي! کشاوهء؛ مګر نه ودکا او نه نصواراو نه هم ویسکي!!!
د ډیموکراسي لسیزه ې لا بالايي امتیاز. او دا چېې دواړو نړیوالو جګړو کې غیر منسلک پاته سو!!
ارواح دې شاده وي او جنتونه دې نصيب شي .ثم آمین
له متعصبو او تګ نظره اخوانیانو او پرچمیانو پرته ټول د ظاهرشاه بابا په حکمت پوهیږي. همدا پاچا و چې دا وحشي ملت یې ۶۰ کاله ارام وساته کنې اخواني خرو او پرچمي او ستمي افغان دښمنانو به ډیر پخوا دا ملت تباه کړی و لکه څنګه چې اوس دی.
نعیم خان
زما ایمیل حقیقي نه دی
ښاغلی محترم ډاکټر صاحب حمیدالله صافی او ښاغلی محترم غروال صاحب هم د پوهی او علم او هم د سِن او اجتماعی مؤقعیت له نظره تر ما ستر او مشران او را ته ګران دی ( احتمالاً هغوی به هم دا واقعیت منلی وی چی زه او هغوی فکری – عقیدتی اشتراکات سره لرو ) بناً زما د لاندی څرګندونو مخاطبین هغوی محترمین نه دی بلکه د یو عمومی تحلیل پتوګه خپل نظر وړاندی کوم.
۱ – زه یو څو شپیته کلن ځوان بوډا یم، لِلله الحمد د جسمانی – روحی روغتیا څخه برخمن یم، د ورځی لږ تر لږه لس کیلو متره بی وقفی پیاده تګ کولای سم بیله دی چی د ستړتیا احساس وکړم البته د وینی فشار می ډیر ثبات نلری او درمل کارَوم.
د پاچا د دوران څخه نیولی د طالب تر دوران زه او د کورنی هیڅ غړی می نه یو ځوریدلی ( البته یو نژدی دوست مو د توپکیانو په دوران کی د ړانده هاوان د اصابت قربانی سو ) بناً الله سبحانه شاهد نیسم چی د هیڅ سیاسی حاکمیت او ډلی او ګوند سره د شخصی بُغض او حُب پر اساس فکری چلند نلرم بلکه فقط د یو آزاد او مستقل افغان پتوګه د پیښو او اشخاصو په هکله خپل تحلیل بیانوم او لیکم او بیان کړی او لیکلی دی.
۲ – ښه او مدبر او مدیر او هوښیار پاچا خو هغه بولی چی خپل تدبیر ته تر پایه پوری ادامه ورکړی ( لکه څنګه چی یو مدبر او هوښیار پلار خپل اولادونه د بلوغ تر وخت پوری ښه وروزی، دداسی پلار دی پر حیاء لعنت سی چی خپل اولادونه ئی کوڅی او ماحول ته خوشی کړی وی او چی کله لویان او نا اهله سی نو نه یوازی ئی د نااهلی پړه او مسئولیت پر غاړه نه اخلی بلکه خپل اولادونه پړه او مسئول بولی.
۳ – د پاچا د وخت ” آرامی او امنیت ” یو تبلیغاتی سناریو ده. د پاچا د وخت آرامی د یو ویرانوونکی طوفان مخکی آرامی ته ورته وه. د نن ورځی ناآرامی او خړه ورځ د قُلابی دموکراسی نتیجه ده.
۴ – د پاچا په وخت کی ۹۰% وولس په نس او تن او کَله او جیب وږی ؤ. برق او نور مدنی خدمات نه وه، اطراف او لیری سیمی خو پریږده چی د هر څه څخه محروم او بی برخی وه همدا د کابل د آسمائی او نورو غرونو په لمنو او ځِګر کی اوسیدونکو غریبو کابلیانو په غولو ژرنده چلیده.د بی عدالتی او کاذب قناعت تور پوړنی پر ټول وولس خپور ؤ.
۵ – د ناقصی دموکراسی د ناقص پارلمان په ګیډه کی د قومی او ژبنی او حزبی غلطو مبارزو تخمونه شیندل سوی وه چی ددی تخمونو تریخ ثمر مو پرون او نن په خپلو سترګو ولید.
۶ – پاچا د خپل ښکار د توپک او ښکار د سپی په سِحر ټول وولس مسحور کړی او مخدور کړی ؤ.
۷ – پاچا ځانته د المتوکل علی الله لقب غوره کړی ؤ خو د منجم ( محمد ابراهیم کندهاری ) د مشوری پرته حتی مکان ته هم نه سوای تلای.
۸ – پاچا ځان د اسلام د دین حامی ګاڼه خو په پارلمان او کوڅو کی بلشویکی مُریدانو او حتی غربی او انګریزی مُریدانو او ځوانانو او وکیلانو په ښکاره توګه اسلام ته توهین کاوه.
امّا
ښاغلی نعیم خان ډیر بچه ګانه او احمقانه نظر وړاندی کړی دی چی د هغه پر بیسوادی او ناخبری دلالت کوی.
نعیم خان وائی چی د اخوانیانو او پرچمیانو پرته نور هیڅوک د پاچا مخالف نه وه او نه دی، خو خبره دا ده چی:
🎃 پرچمیان اصلاً د شوروی او غرب په سپارښتنه د پاچا او دربار په سیوری کی وروزل سوه او حمایه سوه ( هیڅ پرچمی د پاچا ضد نه ؤ او نن هم نه دی ځکه د پاچا د تدبیر! له برکته چپی احزاب تشکیل سوه) .
🎃 کله چی پاچا په ایټالیا کی اوسیدی او آرام ژوند ئی درلود او هیڅکله ئی نه غوښته چی بیا افغانستان ته تشریف راوړی خو د امریکا د فشار له کبله کراهتاً او د خپلی غوښتنی خلاف، کابل ته راوستل سو نو په کابل کی د اخوانیانو او پرچمیانو او خلکیانو او شعله یانو او افغان ملتیانو او نورو احزابو او قومی کُناټَورو لخوا ئی تود هرکلی وسو چی دا خپله د نعیم خان د ادعا بطلان دی.
نو
دا ډول بحثونه د نصیب خان او نعیم خان د پوهی تر کچی ډیر لوړ دی، ښه به دا وی چی سکوت وکړی.
ورور محترم غ.حضرت خان ته په سلامونو او درناوي
زه او ته تقریباََ سره همځولي یو ، غروال صیب به ممکن مشر وي؛ ډېري خبرې اومفکورې مو سره ورته دي .ښه صحت درته غواړم.
صرف دونه زیاتول غواړم:
افغانان اوس ولې وایي “داسې آرامي ده لکه دظاهر خان وخت کې چې وه!؟
-ط ط مشرانو هم اولو ورځو کې ویل “د ظاهر خان د وخت اساسي قانون مرعی الاجراء ګرځوو!!؟؟
د داود خان دلس کلنې صدارت او بیا وروسته د ۵ کلن جمهوریت همه جانبه پلانونه او کارونه تر اوسه دوام لري چې ۱۰ کلنه دوره ې د شاه برکت او جهاني سیاست و د شوروي او امریکې تر مینځ!
همدا رنګه د ډ.یوسف، اعتمادي؛ ډ.ظاهر؛میوندوال او موسی شفیق صدارت دورې هم د شاه له برکته وې او افغانستان ملي او بین المللی حیثیت درلود.لوړو تحصیلاتو ته تللي کادرونه بیرته په مینه وطن ته ستنیدل اوخپل مسلک کې ې کار کاوه.
نو ستا خبره ،دغسې خبرې دي. اصلاََ خو باید غازي امان الله خان بیرته راوستل سوی وای خو بیا د شوربازار … او ګوډ ملایانو له لاسه!
که ماته د نظر حق راکړل شي ، زه هم د ښاغلو حمیداله زړور صافي ، نعیم خان او نصیب خان له نظرونه سره موافق یم .
مرحوم محمد ظاهرشاه په کورنیو او نړیوالو چارو کې بریالی وو، البته د لومړۍ نړیوالې جګړې نه پاتې اقتصادي بحرانونه لا پای ته نه و رسېدلي چې ظاهر شاه پاچاه شو ، د 1930 کلونو نه وروسته بله دوره د نړیوالو اقتصادي بحرانونو شروع شوه ، ورپسې دوهم نړیوال جنګ ، ورانې او اقتصادي بحرانونه دوامداره شول .
په هغه وخت کې زمونږ ګاونډیان هم د اقتصادي له لحاظه دومره پرمخ تللي نه ول . دافغانستان د خلکو نفوس له پنځو تر لسو میلیونو پورې اټکل کېده . په خواشینې سره افغانستان هېڅ ملي کدرونه نه درلودل ، د ښوونځیو اکثره ښوونکو خصوصي تحصیلات درلودل ، په مجموع کې د تعلیم سطحه ټیټه وه .
کله چې ظاهرشاه د خپلو کدرونو روزلو لپاره د افغانستان ځوانان له هېواده دباندې ولېږل ، هغوی له ځان سره اخواني او کمونستي مضرې مفکورې راوړې ، د هېواد بدبختې خوارجو او کمونستو ډلو په ظهور سره پیل شوه .
بیاهم د یادولو ده چې د کجکي ، درونټې ، نغلو ، سروبي ، چک ، ماهیپر د اوبو او برښنا بندونه ، د ننګرهار او هلمند ناوې کانالونه او فارمونه ، د ګورګان ، چاردرې ، پروان ، کوکچې ، نیمروز او هرات د اوبو رسولو بندونه او کانالونه ټول د مرحوم محمد ظاهر شاه په دوره کې جوړ شویدي .
محترم غلام حضرت صاحب سلامونه ، هیڅکله به د تاسو مفکوری اظهار ماته اندکترین تشویش پیدانکړی ځکه ماته د تاسی مفکوره ملی مفکوره دی ! تاسی د ما په نزد یو ملی شخصیت یاستۍ او درباندی ویاړ یم !!!
بلی
نه یوازی مسافر صاحب بلکه هر څوک د نظر وړاندی کولو حق لری.
امّا
۱- د اروپا او افغانستان د وضعیت تر منځ مقائسه علمی ریښه نلری ( اروپا هم د جګړی مخکی او هم تر جګړی وروسته د افغانستان په پرتله مختګ کړی ؤ).
د افغانستان پر پاچا باندی د پراخ اعتراض ټکی دا دی چی د پراخی جغرافیا او پراخو طبیعی منابعو او انسانی پانګی او آرام وضعیت سره سره پاچا وولس ته د خدمت اراده نه درلوده.
دوی خبری دی:
یا قدرتونو د خدمت اجازه نه ورکوله ( چی پدی صورت کی د پاچا د ښه والی او بدوالی تعریف دواړه خنثی ګڼل کیږی ).
یا
پاچا خپله ټنبل او کاهل ؤ او نه ئی غوښته چی وولس تنویر او حد اقل پرمختګ وکړی او احتمالاً د خپل سلطنت د دوام بیره ئی په وجود کی رخنه کړی وه چی پدی صورت کی ور ته د غندنی وړ سخت مسئولیت متوجه ؤ.
۳ – هغه د اوبو او برق بندونه چی مسافر صاحب ور ته اِشاره کړیده محصول ئی چیرته تر سترګو ؤ؟
په اطرافو کی څه چی په کابل او لویو ښارونو کی ” برق ” یو تلواری او چای خور میلمه غوندی ؤ ( د راتګ سره سم به ورک سو) .
۴ – آیا پر پاچا باندی کودتاه د اخوانی او چپی لخوا تر سره سوه؟
آیا د اخوانیانو او د کمونسټانو مشرانو په خارج کی درس ویلی ؤ چی خپلی ایډیولژی ئی د هغه ځای څخه راوړلی؟
۵ – کله چی د دموکراسی! په رُڼا کی کمونسټی ګوندونه تشکیل سوه نو د کمونسټی ضد ګوندونو تشکیل باید د احمد او محمود د سترګو اغزی نه وای او نه وی.
۶ – د پاچا د وخت امنیت او استخبارات دومره قوی وه چی یو بی وسلی پولیس به وولسوالی ته د یو کلی ټول اوسیدونکی بیولای سوای او هیچا د مقاومت جرئت نه درلود
نو
پاچا هلته ولی بیده ؤ چی په وطن کی ئی په پرَدو ایډیولوژیو سمبال ځوانان مست مست کیدل؟
امّا
وروستی خبره
د خپل یو پاکستانی پښتون دوست سره می د طالب په باب بحث کاوه ( هڅه ئی کوله ثابته کړی چی طالب او پاکستان د افغانانو رښتینی دوستان دی) .
ما ور ته وویل چی آشنایه د انډیوالی او دوستی او خرابات په لیاره کی حاضر یم در سره ومنم چی شیدی او مستی توری دی خو که د وروری حساب او کتاب وی نو منطق دی را ته د منلو وړ نه دی.
زه په يوولسم صنف کي وم ما به د ملايانو له خولي په جماعت اوريدل:
پاچا د خداي سيوری ده.
مقصد مي داده چي د ظاهرشاه مخه هيڅ چا نه وه نيولي، اولس، ملا ، حضرتان، پيران، ميران او او يي ټول شانته ولاړ ول محترم کولای شوا ی چي معارف په ټول افغانستان کي پراخ کړي، غټي پروژي پلي کړي د پوهنتونو ورونه ټول اولس ته بيرته کړي. داچي ظاهرشاه خپله په فرانسه کي په ديپلماتيکه کورني روزل شوي او په تياره ډوډي غټ او عادت شوي همداشانته ژوند يي په افغانستان کي هم کاوه.
ظاهر شاه له اولسه لري،خو مخور ملا يان حضرتان، پيران، ميران او يوه برخه تکنوکراتان چي هغو هم خپله ګټه د ظاهرشاه په ښته کي درلوده په ځان را ټول کړي کومو چي هيڅ ختر نه پيښاوه خپلي چړچي کولي
ظاهرشاه يو مفت خوره، ټنبل او بيکاره شخصيت وو چي د ستايني وړ نه ده ولي چي ظاهرشاه په د څلوښت کلنی دوره د شاهي کي کوم داسي ډول اوښتون لکه په معارف، کرهڼه، رافرا سرکچر …………… د يوه مملکت په کچه نه دی راوستی چي د يادولو او ستايني وړ وي.
( Mercedes – Benz) موټر د ظاهر شاه د عياشي په داسي يوه غريب مملکت کي لکه افغانستانن کي د ظاهر شاه د شخصيت ښه نښه ده.
دلته څنګه چي لیدل کیږی ، محترم ورور غلام حضرت صاحب د معیاری پادشاه مشخصات بیان کړی ، داکټر صاحب حمیدالله خان او ځینو نورو وروڼو نسبی بحث کړی خو ځینو نور عقدوی بحث ته غورځیدلی ۰
مګر په نسبی مقایسه کی ظاهری حالات د ظاهرشاه نه وروسته تر ڼنه نزولی سَیر لری او کیدی شی ځینی عوامل یی د شاهی دور په سخیف تدبیر او مدیریت پوری اړه ولری خو تاثیرات یی وروسته څرګند شوی۰
مګر موږ د شل کلن جمهوریت په دوران کی څه چي ولیدل ، هغه چا چي فی الظلال ترجمه کړی وو ،
افغانی اخوانیانو ، کمونستانو ، نشنلستانو ،ملایانو، پیرانو ـ ملیشی خو اجرتی قاتلان او جنایتکاران وو ـ هیچا هم ملی ګټی ،ملی خدمات ، د وطن آبادی او په ټوله کی حلال وحرام نه پیژندل او د خورد و بُرد مسابقه کی کالحیوان لګیا وو ، الا هغه چی بی صلاحیته او معامله ګر نه وو ۰
نتیجه هم ګریز او غیر قابل مقایسه مخلوق ته هر څه پریښودل ۰
سلام
ظاهرخان سره حو دملت کاسه لیسان هم شامل دی
ګرانو اوقدرمنو تبصره کوونکو دهرچا نظر یالید لوری دیوې موضوع په هکله ځانګړی مثالونه اوفکتورونه لری روښانه خبره ده هره قضیه به خپلو فکتورو نو وجه طرحه کیږی مانا داچې هرڅه په اکس[ x ]نه خلاصه کیږی وای[ y] هم مطرح دی. اوس که دپخوانی پاچا خبره ،کړه وړه، ملامتی او ناملاتی، کمزورتیاوې ، پاو اوچارک ، من او خروار ، ناکام او ناجایز کارونه څېړو دملت یوشمیر کسان هم تر پوښتنې لاندې راځی خو داله وخته تېره خبره ده او هېڅ ګټه نه لری پاچا وفات شوی دی ابۍ مړه او تبه شکېدلې!
دلته دداکتر همت صاحب په خبره مقایسه کول ظاهری حالت او بیا له نورو سره مشکل نه حلوی ځکه دمرحوم ظاهرخان موقف ،وخت، تګلاری کمی اوکاستی خانته هغه عوامل جوړوی چې دانور په کې را وټوکیدل اودټولو بدمرغیو اصلی لامل بیخبره او نامسئوله په درانه خوب بیده د باچایی داړه ماران وه . ۴۰ کاله یوبشپړ عمر دی په دومره کلونو کې دمرحوم پاچا بی غیرته فوځ ، اداری تشکیلات اجراییه ،قضایه او مقننه قواوو دیوه پلاستیک مقاومت هم نه درلود. بیا دجهاد په وخت کې میدان ته راونه وتل ځکه پوهیده چې ملت کې څوک نه لری . خپل صنعی هسې په نوم رشوت خوره جنرالان ونه هڅول . ڼړۍ کې یی هم یودروغجن ملګری نه درلود یو مطلق پاسیف سلسله وه په کورنۍ کې یی هم تند اوتکړه دافغانانو به فرهنګ برابر غړی نه درلود او نه یې روزلی وه. مشر زوی یی واشنګتن کې سپی کته اوپورته کوی له سپی به سړی څه زده کړی .
دهغه وخت ملایان یی دبل خشتی له جومات څخه په تپه تیاره شپه کې ویستل کمونستانو به تیره بیا خرو ضابطانو ته یې لاره اردو کې پرانیستله. دښځو لپاره یی بی حچابی او مینی لوځ لباس مروچ کړ.
دظاهران دوه صفته ډیرعام وه یو دسیاست په نوم یی هیڅوک ونه وژل او بل ډیر باحوصله دیپلمات وه چې هیڅ وخت یې دملت سپکاوی نه دی کړی حتی تر دې چې دکرزی به څېر خاین او جاسوس زوړخلیل زاد ورسره به رنا ورځ جفا اوبې عزتی وکړه .