Homeخبرونهسعودي د عمرې لپاره د ویزې په ورکړه کې بدلون راوست

سعودي د عمرې لپاره د ویزې په ورکړه کې بدلون راوست

تاند(سې شنبه، د اسد ۳۱مه) سعودي عربستان د عمرې د ادا کوونکو لپاره د یو شمېر هیوادونو اتباعو ته د ویزې اسانتیا رامنځته کړه.

د سعودي عربستان د نوې مقررې له مخې، د یو شمېر هیوادونو اتباعو ته به ، د هوا، اوبو او مځکې له لارې د سعودي خاورې ته له رسیدو سره سم د ۹۰ ورځو ویزه ورکول کېږي.

د اربین بیزنس ورځپاڼې د راپور له مخې، د سعودي د حج او عمرې وزارت وویل، سږ کال د اګست له شلمې څخه د امریکا د متحدو ایالتونو، بریتانیا، بیلابیلو اروپايي هیوادونو، استرالیا، کاناډا، نیوزیلنډ، سینګاپور، مالیزیا، جنوبي کوریا، جاپان، قزاقستان، برونای او چین وګړي اړتیا نه لري چې مخکې تر مخکې د سعودي ویزه واخلي بلکې د سعودي خاورې ته له رسیدو سره سم ۹۰ ورځینۍ ویزه ورکول کېږي.

سعودي وايي چې دا پرېکړه یې نه یوازې د دې لپاره کړې چې د عمرې د ادا کوونکو لپاره اسانتیا رامنځته شي بلکې غواړي له دې لارې سیاحت یا توریزم وغوړوي.

سعودي عربستان د ویزې لپاره ۱۱۷ امریکايي ډالره فیس ټاکلی او ویلي یې دي چې په دې پیسو کې به روغتیايي بیمه هم شامله وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...