جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه وزیرستان کې د طالبانو په برید کې لږترلږه ۶ پاکستاني پوځیان...

په وزیرستان کې د طالبانو په برید کې لږترلږه ۶ پاکستاني پوځیان وژل شوي

تاند (چهار شنبه، د سنبلې۱مه) پاکستان وايي چې ډیورند کرښې ته څېرمه په شمالي وزیرستان کې یې ۶ پوځیان له پاکستاني طالبانو سره په نښته کې وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ پرون (سې شنبې) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په دې نښته کې څلور وسله وال حمله کوونکي هم وژل شوي دي.

د پوځ په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي:«د اګست په ۲۲ مه زموږ د ځواکونو او تروریستانو ترمنځ د جنوبي وزیرستان په )اسمان مانزه( سیمه کې ډزې تبادله شوې.»

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر د خپلو ۶ پوځیانو او د څلورو حمله کوونکو وژل کېدا تایید کړې خو خپل پوځیان یې شهیدان او د مقابل لوري تلفات یې دوزخ ته لېږل بللي دي. حال دا چې ټي تي پي او نورې وسله والې ډلې د پاکستان د پوځ پر ضد خپله جګړه جهاد بولي.

پاکستاني طالبان، چې په ټي ټي پي مشهور دي، د برید مسوولیت منلی او ویلي چې پر دوو پوځي نقلیه وسایطو یې بریدونه کړي دي.

په وروستیو کې په پاکستان کې د ګڼو حملو مسوولیت نورو ډلو په غاړه اخیستی دی. خو له یوې نسبتاً اوږدې مودې وروسته ټي ټي پي د دې برید مسوولیت ومانه.

د پاکستان حکومت د افغانستان پر طالبانو فشار راوړي چې د ټي ټي پي د حملو مخه ونیسي خو افغان طالب حکومت وايي چې پاکستان باید په خپله د خپل امنیت غم وخوري ځکه چې پر دیورند کرښه یې ازغن سیم تېر کړی او له افغانستانه پاکستان ته د وسله والو د اوښتو امکان نور نه شته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب