Homeخبرونهمحسن داوړ :که افغان طالبان د ازادۍ مبارزین وي، پاکستاني طالبان هم...

محسن داوړ :که افغان طالبان د ازادۍ مبارزین وي، پاکستاني طالبان هم همداسې دي

تاند: (چار شنبه، د وږي لومړۍ) د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر او د پاکستان په پارلمان کې د وزیرستان استازي محسن داوړ د پاکستان د دفاع مخکیني وزیر خواجه آصف ته په خطاب کې ویلي، چې که افغان طالبان د ازادي غوښتنې مبارزین وي، پاکستان طالبان هم همداسې دي.

نوموړی، چې تل یې په افغانستان کې له جګړې او طالبانو څخه د پاکستان د ملاتړ په اړه نیوکې کړي، په پاکستان کې د طالبانو فعالیتونه هم د پاکستان د ناسمو سیاستونو زېږنده بولي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې پاکستان د تحریک طالبان له زیاتو شویو بریدونو پرله پسې شکایت لري او په کابل کې د طالبانو واکمن رژیم له پاکستاني طالبانو سره په اړیکو تورنوي.

د کابل رژیم بیا د پاکستان دا تور بې اساسه بولي، چې ګواکې افغان خاوره د پاکستاني طالبانو لخوا استفاده کیږي.

1 COMMENT

  1. داوړ صاحب مونږ هم دا وایو چې یو بام او دوه هوا.
    یوې خوا ته جهاد ، بلې خوا ته ناروا.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...