د روڼتیا په لور
له شیواني ورما سره د ټلویزوني مرکو لړۍ
ژباړه او زیاتونه: رحمت شاه فراز
مرکچي: سلامونه، «د روڼتیا په لور» خپرونې ته ښه راغلئ! نن بیا هم د تل په څېر شیواني خور راسره ده! اوم شانتي!
شیواني: اوم شانتي!
مرکچي: موږ د اګاهي، فکرونو، ذهن او ګڼو نورو موضوعاتو په اړه خبرې روانې کړې او په شپږمه مرکه کې مو یوه خوندوره مراقبه وکړه. په کور کې مې هم تجربه کړه، ډېره ښه او زړه راښکونکې وه. پوهېږې، له مراقبې وروسته څه وشوو؟ زه عموماً په لوړ اواز غږېږم، خو ناڅاپه مې غږ ورو او نرم شو او د بدن د غړو خوځښت مې نور لړزانده نه وو او هر څه ډېر ارامه، نرم، هوسا او باثباته وو.
شیواني: نو له دې دا په ډاګه کېږي، چې که چېرته موږ په خپل ذهن پام وساتو، نور هر څه پخپله سمېږي. وګورئ، همدا ذهن دی، چې زموږ په بدن اغېزه کوي. همدا ذهن دی، چې الفاظ جوړوي. همدا ذهن دی، چې په پای کې په عمل اوړي. موږ چې کله د بدلون خبره کوو، مثلاً غواړم پلانکی عادت بدل کړم، غواړم د خپل شخصیت پلانکی اړخ تغییر کړم، غواړم خپله پلانکۍ رویه بدله کړم؛ موږ تل هڅه کوو، چې دغه بدلون په بهر کې راوړو. زه څنګه خبرې کوم، څنګه تګ کوم، له خلکو سره څنګه ناسته ولاړه کوم، څنګه چلند کوم. دغه راز، نورو ته هم همېش وایو، چې داسې سلوک مه کوه او هغسې رویه خپله کړه؛ نو وینو، چې موږ ټول غواړو، بدلون په خارج کې رامنځته کړو. خو دغه بدلون همېش مؤقتي وي، ځکه زموږ د چلند او رفتار ریښه او تخم زموږ فکر دی. خو موږ خپل فکر نه بدلوو، اما خپل چلن غواړو بدل کړو، نو دا به یو مؤقتي بدلون وي. یو څو ورځې به وي او له هغه وروسته به بېرته خپل پخواني وضعیت ته ستنېږو.
مرکچي: ډېر ښه…
شیواني: خو که موږ خپل فکر بدل کړو، نو موږ به خبر هم نه یو، خو په بیرون کې به یو لوی بدلون رامنځته شوی وي.
مرکچي: سمه ده، نو اړتیا نشته، چې موږ د خپل ځان په هر اړخ جلا، جلا کار وکړو. په خپل بدن، په خپله وینا، د خبرو په څرنګوالي، د کتو په انداز او داسې نور؛ یعنې اړتیا نشته، چې په بیروني اړخونو کار وکړو. دا همداسې ده، لکه یو لوبغاړی چې تمثیل کوي. مثلاً په میتودي تمثیل کې هم همدا ور ښودل کېږي. تېرو ورځو کې مې «د اداکار چمتوالی» په نوم یو کتاب لوسته. دا کتاب را زده کوي، چې څنګه خپل تمثیل له درون څخه بیرون ته را وباسو. یو ځل چې زه په دې باوري شم، چې زه پلانکی کرکټر لرم، مثلاً احمد په فلم کې د پولیسو قومندان دی، یا مثلاً یو کاروبار کوي او ماشومان هم لري. نو زه په خپل ذهن کې دغه کرکټر پنځوم او په دې کرکټر باور کوم، چې بیا اړتیا نه لرم، چې د خپل تګ انداز ته پام وکړم، یا د خبرو طرز ته مې وګورم، یا دې ته فکر وکړم، چې زما واک او صلاحیت څه شی دی؟ یا که د یوه نېستمن تمثیل کوم، نو زه په دې کرکټر باور کول پیلوم.
شیواني: نو دا څوک دی، چې په دې کرکټر باور کوي؟
مرکچي: زما ذهن!
شیواني: هو. ته دغه کرکټر په خپل ذهن کې پنځوې او ټوله خاکه یې ستا په ذهن کې ده. نو دغه دروني نړۍ چا وپنځوله؟ ستا ذهن!
مرکچي: کله چې ته په یو شي باور وکړې، بیا نور شیان پخپله هغه رنګ اخلي او ته بیا تمثیل نه کوې، بلکې پخپله په هماغه کرکټر کې ژوند کوې.
شیواني: بالکل، تمثیل نه کوې، بلکې د یوه طبیعي جریان له مخې هر څه ترسره کېږي. کټ مټ په همدې ډول، زه په خپل ذهن کې دا کرکټر هم پنځوم، چې زه یو ارامه موجود یم او په همدې کرکټر باور پیلوم.
مرکچي: نو زه باید همدا رول تجربه کړم، که څنګه؟ هههه!
شیواني: هو.
مرکچي: ههه! همدا رول به ولوبوم، چې زه یو ارامه موجود یم او په درون کې په خپل ځان کار کوم، کار کوم، تر هغو چې همدا زما کرکټر وګرځي.
شیواني: کله چې دغه کار وکړې، بیا اړتیا نه لرې، چې په دې اړه فکر وکړې، چې څنګه خبرې وکړې، څنګه تګ وکړې یا څنګه چلند وکړې. یو ځل چې زه په درون کې قانع شم، چې زه یو ارامه موجود یم، له هغه وروسته چې دغه کرکټر هر څه کوي، د ارامتیا له اهتزازاتو او انرژي سره به يې کوي.
مرکچي: نو دا په دې معنا، چې زه باید اوس د یوه ارامه شخصیت رول ولوبوم؟ یعنې احمد د یوه ارامه او خوشاله موجود په حیث؟
شیواني: نه، نه، بلکې د دې برعکس! یو ارامه او خوشاله موجود د احمد په حیث! وګوره، ته لومړی باید خپلې ریښې ته توجه وکړې، له بیرون څخه به درون ته نه ځې. زه، چې نوم مې احمد دی، یو بدن لرم، رول مې مثلاً د رئیس دی او زه یو شمېر دارايي لرم، یو ارامه موجود یم؟ نه! بلکې لومړی زه یو ارامه موجود یم، له هغه وروسته زه یو نوم لرم او بیا یو رول لوبوم. زما دغه رول هر څه کېدلی شي، ډاکټر، وکیل، یا بل هر څه، هغه مهم نه دی. دا خو یو رول دی. مهمه دا ده، چې زه یو ارامه موجود یم او بیا یو رول ولوبوم. په دې اساس چې زه هر رول لوبوم، هر مسلک کې یم او هر ډول اړیکه کې اوسم، نو یو ارامه موجود دی، چې په هغه مسلک یا اړیکه کې خپل رول لوبوي.
مرکچي: هممم! نو ارامه موجود اړتیا نه لري، چې هر پړاو زده کړي؟ دا چې هغه ارامه دی، نو ارامه دی؟
شیواني: هو. د دې مثال داسې دی، چې ته یو ممثل یې. موږ اوس په دې پوهېږو، چې له موږ نه هر یو، یو ممثل دی او په موږ کې هر یو ډېر زیات نقشونه لوبوو. په خپل ژوند کې ممکن ته درې سوه رولونه ولوبوې، خو د خپل هر رول ممثل یوازې ته یې. او یوازې ته هغه نقش په هماغه ډول لوبولی شې. یو بل ممثل… ان که ستا تقلید هم وکړي او په هماغه یوه فلم کې هماغه نقش هم ولوبوي، یو ډېر ښه ممثل به وي، خو بیا به هم له تاسره فرق لري.
مرکچي: د هغه به خپل سټایل وي.
شیواني: هغه به په خپل سټایل تمثیل کوي. نو د هغه لوبغاړي خپل شخصیت به همېش له هغه سره وي، هېڅ توپیر نه کوي، چې هغه کوم نقش لوبوي. په دې اساس، زه یوازې باید دا په یاد ولرم، چې زه څوک یم، یا دغه ممثل څوک دی، له هغه وروسته بیا دغه ټول نقشونه لوبوم. نو ممثل چې هر رول لوبوي، هغه که د پلار رول وي، د مېړه، د ملګري یا رئیس یا بل هر رول چې وي، په ټولو کې د ممثل خپل شخصیت ځان څرګندوي. پوښتنه دا ده، چې دغه ممثل څوک دی؟ ممثل یو سپېڅلی، مینه ناک او ارامه موجود دی. نو دا هېڅ فرق نه کوي، چې زه له خپل ملګري سره خبرې کوم یا له خپل زوی سره، زما ارامه شخصیت به په دواړو رولونو کې خپل ځان څرګندوي. داسې نه شي کېدلی، چې له خپل ملګري سره خوش اخلاقه یم، خو په خپل زوی چیغې او بغارې وهم. څه وجه ده، چې موږ له بېلا بېلو خلکو سره مختلف چلند کوو؟ وجه يې دا ده، چې زه په یوه ځای کې «ملګری» یم، خو په بل ځای کې «پلار» یم. نو ما خپل شخصیت هېر کړی او ټوله توجه مې خپل رول ته ده.
مرکچي: او چې کله د پلار رول لوبوم، باید په خپل زوی باندې امرونه وچلوم!
شیواني: نو زه له هغه ممثل نه دومره اګاهي نه لرم، څومره چې د خپل رول شعور او پوهه راسره ده.
مرکچي: اوووه! زه له هغه ممثل نه دومره اګاهي نه لرم، څومره چې د خپل رول شعور راسره ده!
شیواني: هو، ځکه چې زه همدا تصویر له ځان سره جوړوم، چې زه دلته پلار یم او زما پخواني اعتقادي سیسټمونه راته وايي، چې یو پلار باید داسې او داسې اوسي. نو زه هم د خپلو زړو باورونو په اساس چې یو پلار باید څنګه وي، هماغسې چلند کوم: پلار باید تل واک و راج وچلوي، پلار باید ټول کنټرول په لاس کې ولري، پلار باید همېش زیږه او ټینګه رویه ولري او همداسې پسې درځه.
مرکچي: نو دغه ټول شیان زما په واقعي ژوند کې هره ورځ پېښېږي! له یوه نفر سره یو ډول چلند کوم، له بل نفر سره بل ډول خبرې کوم، نو دا په دې معنا ده، چې زه له خپل اصلي کرکټر نه راوتلی یم او خپل کرکټر مې پرې ایښی دی او د کرکټر او رول ترمنځ مې هېڅ مطابقت او یورنګي نشته؟
شیواني: د دې وجه دا ده، چې زه له خپل ځان، خپل کرکټر او خپل شخصیت نه اصلاً اګاه نه یم. زه یوازې د خپل رول شعور لرم. یا ویلی شو، چې زه رول اګاه خو یم، خو کرکټراګاه نه یم. مثلاً په یو رول کې زه ملګری یم، نو باید یو ډول خبرې وکړم. په بل رول کې رئیس یم، نو له خپلو ټیټ رتبه کارمندانو سره باید بل ډول رویه وکړم. په اصل کې ممثل له ځان نه هېڅ اګاه نه دی!
مرکچي: خو شیواني خورې! د ځمکې په مخ هر انسان په دفتر کې یو ډول چلند کوي، له کارمندانو سره بل ډول رویه کوي، په کور کې يې سلوک یو ډول وي، له ښځې سره بل وړ وي، له ملګرو سره بل رنګ او په مختلفونو رولونو کې په مختلفو وختونو کې مختلف ډوله رفتارونه کوي. آیا دا ټول عادي نه ده؟
شیواني: خو په دې ټولو کې زموږ حقیقي فطرت کوم یو دی؟
مرکچي: نه پوهېږم، چې کوم یو مې حقیقي فطرت دی، په دې چې دومره ډېر نقشونه او رولونه مې دي، چې بیخي پکې ورک یم.
شیواني: یوه ساده بېلګه به را واخلو. یوه دفتر ته ننوځو او په لسو دقیقو کې له څلورو کسانو سره مخ کېږو. لومړنی کس څوکیدار دی، دوهم د معلوماتو د څانګې مسؤله، دریم نفر د منځنۍ رتبې مدیره پلاوی او په پای کې د ټولو رئیس! په لسو دقیقو کې څلور تنه! او د خوند خبره دا ده، چې په دې لسو دقیقو کې زموږ رویه څلور ځله بدلون کوي.
مرکچي: هو. کوي يې!
شیواني: له څوکیدار سره زما د خبرو انداز له رئیس سره د خبرو له طرز سره توپیر لري. خو پوښتنه دا ده، چې په دې څلور واړو کې کوم یو یې زما حقیقي شخصیت دی؟
مرکچي: نه پوهېږم، چې کوم یو يې حقیقي دی. زه همېش مختلف رولونه لوبوم او کوم معلوم او ثابت رول نه لرم.
شیواني: نو زما حقیقي شخصیت چېرته دی؟
مرکچي: هېڅ نشته.
شیواني: وجه يې دا ده، چې موږ هره شېبه تغییر کوو. زه چې خبرې کوم، له چا سره يې کوم؟ زه له یوه انسان سره خبرې نه کوم، بلکې له یوه څوکیدار سره يې کوم. زه د معلوماتو څانګې له مسؤلې سره خبرې کوم. همدا سبب دی، چې هر ځل تغییر کوم. دا دی له مدیر سره خبرې کوم، بدل شوم. خو اوس له رئیس سره خبرې کوم، بیا بدل شوم. موږ خپل ځان ته په اړیکو او روابطو پورې تړاو ورکوو، مقام او حیثیت پورې تړاو ورکوو، په ظاهري څېرې او جوړښت پورې تړاو ورکوو. په دې ترتیب، موږ له هغو شیانو سره خبرې کوو، چې لاسته یې راوړلی شو…
مرکچي: له جامو سره خبرې کوو، له ګرانبیه توکو سره…
شیواني: هغه موټر سره چې ته ترې را کوز شوې…
مرکچي: ستا له کور او ماڼۍ، ادرس او د کوڅې نوم سره…
شیواني: ستا له دندې او مقام سره… نو موږ له هغو شيانو سره خبرې کوو، چې د ترلاسي وړ دي.
مرکچي: خو که زه دغه خبره هر چا ته وکړم، هغه به وايي، چې دې کې بده څه ده؟ دا خو عادي خبره ده، هر څوک همدا کار کوي؟
شیواني: عادي او نورمال ده او که نه؟ په دې نه پوهېږو. خو هو! دا سمه ده، چې له یوې اوږدې مودې راهیسې دغه کار کوو. موږ چې له خلکو سره د هغو شیانو په اساس اړیکه ټینګوو، چې د ترلاسي وړ دي، نو نن ورځ خو به ته رئیس یې، سبا به نه یې.
مرکچي: هممم!
شیواني: نو سبا ورځ به مې ارومرو له تاسره اړیکه بدلېږي! نو دا اصلاً اړیکه نه وه او همدا وجه ده، چې زموږ اړیکې نن ورځ دومره کمزورې شوې دي. زموږ اړیکې هماغه شېبه بدلون مومي، چې کله هغه څه چې تا لاسته راوړي، یا یې ته لرې، هغه بدل شي. او دا ټول شیان چې موږ لاسته راوړي یا ګټلي دي، د دې ترشا دا هېروو، چې موږ څوک یو او اصلیت مو څه دی او دغه لاسته راوړې دارايي بیا زموږ ایګو ګرځي. خو ما چې څه لاسته راوړي، لکه علم، پوهه، مقام، شتمني، دارايي یا بل هر څه چې وي، هغه زما شخصیت نه دی، بلکې په ما پورې اړه لري یا زما ملکیت دی. خو موږ یوازې په دې اګاه یو، چې دا او دا شیان تا لاسته راوړي او پلانکی او بیستانکی شی ما لاسته راوړي او په دې منځ کې زموږ د دواړو دروني وجود ویده دی. او په پایله کې يې زموږ ترلاسه کړي توکي له یو بل سره خبرې کوي. موټر له موټر سره، مقام له مقام سره او څوکۍ له څوکۍ سره خبرې کوي… او همدا وجه ده، چې یو قوي بنسټ مو ترمنځ نشته او یوازې د یوه لوري ایګو د بل لوري له ایګو سره خبرې کوي. او دوه ایګووې چې له یو بل سره خبرې کوي، نو کله نا کله بیا وایو هم، چې د هغو دوو کسانو ایګو سره تصادم وکړ. وجه يې دا ده، چې یو مقام له بل مقام سره خبرې کوي، یو بانکي حساب له بل بانکي حساب سره ګړېږي، یو مېړه له خپلې مېرمنې سره خبرې کوي، خو ولې یو سپېڅلی موجود (اروا) له بل سپېڅلي موجود سره خبرې نه کوي؟
مرکچي: تر دې خبرې پورې ماته یوه ټوکه را یاده شوه. زموږ یوه عمر خوړلې ګاونډۍ یوه ورځ راغله او پوښتنه یې وکړه، چې د وزن کولو آله لرې؟ نو ما په حیرانۍ ورنه وپوښتل، چې نه، زه به په تله څه کوم، سوداګر خو نه یم؟ ویې ویل، نه زه غواړم، دغه بادام وتلم، ځکه ماته یوه کیلو نه ښکاري. زه په دغو بادامو اندازه لیکم او چې بېرته یې په بدل کې ورکوم، غواړم، هماغومره ورکړم، نه غواړم، پوره یو کیلو پاکټ ورکړم.
شیواني: ښاا، اوس وګوره، چې د دې ډالۍ ترشا د سپېڅلتیا او نېکي هغه اراده، فکر او احساس چېرته ولاړ؟ او بله دا چې، په دې ډول به زموږ اړیکه څنګه وي؟ «زه باید هماغومره بېرته ورکړم، چې ماته يې راکړي». یعنې دلته مسئله تر ډېره بریده دا ده، چې زه «باید» داسې وکړم، نه دا چې ووایو، زه «له زړه غواړم» چې داسې وکړم. همدا سبب ګرځي، چې زموږ د اړیکو بنیاد ښویېږي او له اړیکو د «راکړې او ورکړې» تجارت جوړېږي او نور اصلاً اړیکه ورته نه شو ویلی. همدا هغه شېبه ده، چې باید لږ دمه وکړو او وګورو، چې زموږ ټول تمرکز همېش په بیروني اړخ دی او زموږ دروني ممثل ویده دی. خو که سره له دې چې زموږ شاوخوا ټول ممثلین ویده وي، خو یوازې یو اداکار پکې ویښ شي، نور ټول به په تدریجي توګه پخپله را ویښ شي. مثلاً ته چې کله فلم ډکوې، فرض کړه، له یوه اداکار نه د سکرپټ یوه کرښه هېره شوه، نو ته څه کوې؟
مرکچي: زه د هغه جمله پخپله استعمالوم، یا یو شفر ورکوم، یا پخپله یوه نوې کرښه جوړوم او د هغه په ځای هم زه خبره کوم، نو په یو ډول مرسته ورسره کوم.
شیواني: خو د دې کار لپاره لومړی باید ته په چا تمرکز وکړې؟
مرکچي: په خپل ځان! ځکه چې زه له خپل ځان نه اګاه یم.
شیواني: او نور له څه شي اګاه یې؟
مرکچي: له هر څه نه… له سکرپټ نه، له هر څه نه…
شیواني: سمه ده، زه ستا سره اداکاره یم. له مانه خپل سکرپټ هېر شو. نو د دې لپاره چې ماته خپل سکرپټ را یاد شي، لومړی ته باید څه شي ته توجه وکړې؟
مرکچي: خپل ځان ته!
شیواني: خپل سکرپټ ته، کانه؟
مرکچي: هو.
شیواني: ته په دې ځای کې دوه لارې لرې: یا خپل سکرپټ ته توجه کوې او خپل مسیر ته دوام ورکوې، چې په ډول به ستا د خبرو په جریان کې ماته هم یوه اشاره په ګوتو راشي او زه به هم په سم مسیر روانه شم. دوهمه لاره دا ده، چې ته په دې خبره کې بیخي غرق شې، چې ما ولې خپل سکرپټ هېر کړی او له امله یې له خپل سکرپټ نه هم ستا فکر بې ځایه شي، او د دې په ځای چې خپل سکرپټ ته توجه وکړې، ماته لګیا یې، چې زه باید څنګه خبرې وکړم او څه ووایم. په همدې تناظر کې، خپلې ټولې ورځې باندې نظر تېر کړه. وګوره، چې موږ د نورو خلکو سکرپټونو باندې څومره تمرکز کوو، مثلاً هغوی باید څه وکړي، څه ووايي، څنګه چلند وکړي…
مرکچي: نو کوم کار چې زه باید وکړم، هغه به څه وخت کوم؟
شیواني: نه، خو په دې بهیر کې موږ اصلاً له خپل سکرپټ نه اګاهي نه لرو او اصلاً مو دې ته توجه نه وي، چې زه پخپله باید څه فکر وکړم او څه باید ووایم. د دې په څنګ کې، نن ورځ په یوه بل شي هم نظر تېر کړه. وګوره، چې موږ ټوله ورځ څو ځله د نورو خلکو سکرپټونه ورته لیکو؟ یعنې لومړی دا شو، چې زموږ تمرکز د نورو خلکو په سکرپټونو وي؛ دوهم ټکی دا شو، چې د نورو خلکو سکرپټونه هم موږ ورته لیکو.
مرکچي: ههه!
شیواني: مثلاً د ټلویزون مخې ته به ناست یو، د رئیس الوزرا سکرپټ به موږ لیکو، د کرکټ د یوه لوبغاړي سکرپټ به موږ ورته لیکو، د یوه فلمي لوبغاړي سکرپټ به موږ ورته لیکو: «هغوی باید داسې تمثیل ونه کړي.» «باید داسې جامې وا نه غوندي.» «دغه کار يې باید په دې ډول نه وای کړی». په دې اساس، لګیا یو، د خلکو سکرپټونه ورته لیکو.
مرکچي: چیغې وهو، چې اداري فساد دی او اداري فساد دی.
شیواني: ته چې څه کولی شې، کولی یې شې. خو څه چې نه شې کولی، په هغه باندې وخت تېرول، یوازې خپل وخت او انرژي ضایع کول دي او هڅه کوې، د هغوی سکرپټ ورته ولیکې. خو راځئ، یوازې یو سکرپټ ولیکو او همدا به هغه یوازینی سکرپټ وي، چې عمل به پرې کېږي او هغه زما خپل سکرپټ دی. زه کولی شم، چې ستا سکرپټونه درته ولیکم، چې ته باید څنګه اوسې، څنګه خبرې وکړې، څنګه کار وکړې، څنګه چلند وکړې. خو آیا ته به زما له سکرپټ سره سم مخته لاړ شې؟
مرکچي: نه.
شیواني: نو دا څومره د وخت او انرژي ضایعه ده؟ چې ناست یم او د ګڼ شمېر اداکارانو سکرپټونه ورته لیکم، خو په هغوی کې یو هم زما سکرپټ نه مني او نه يې استعمالوي.
مرکچي: اوس چې دغه خبرې درسره کوم، پوه شوم، چې دا څومره بې عقلي ده، چې زه یو داسې څه کوم او خپل وخت ورباندې ضایع کوم، چې هېڅ معنا نه لري. ان که یو بل څوک هم دغه ډول کار وکړي، احمق او بې عقل به ورته وایم.
شیواني: هو. بله دا ده، چې په یوه وخت کې ته یوازې یو سکرپټ لیکلی شې. نو که زه ستا سکرپټ لیکم، ښکاره ده، چې خپل سکرپټ نه لیکم. مثلاً د کورنۍ یوه ساده بېلګه به را واخلو. مثلاً ته ماته یو داسې څه وایې، چې په ما بده لګېږي. مثلاً په ما چیغې ووهې او بد و رد راته ووایې. نو د دې په ځای چې زه دې ته متوجه شم، چې دمګړۍ زه پخپله باید څنګه اوسم، تاته لګیا یم، چې «ته باید له ماسره دغه ډول خبرې ونه کړې؛ آیا له ماسره د خبرو همدا طریقه ده»؟ نو وګوره، چې زه هڅه کوم، ستا سکرپټ بدل کړم. او په کومه شېبه کې چې زه ستا سکرپټ در بدلوم، د خپل ځان کنټرول له لاسه ورکوم.
مرکچي: او څو شېبې وروسته له ما خپل سکرپټ هم هېر وي؟
شیواني: بالکل! او څو شېبې وروسته، زه له تا هم په لوړ غږ چیغې وهم.
مرکچي: حال دا چې، ما غوښتل چې تاته همدا در زده کړم، چې چیغې باید ونه وهو او هڅه مې کوله، چې تاته دا در زده کړم، چې داسې او داسې مه کوه…
شیواني: وجه یې دا ده، چې ما کله ستا د سکرپټ په لیکلو پیل وکړ، نو د خپلې برخې کرښې رانه هېرې شوې. اوس ووایه، چې دغه ډرامه به کوم لوري ته ځي؟
مرکچي: تباهي!
شیواني: همدا هغه څه دي، چې زموږ شاوخوا ته جریان لري! تباهي! که موږ یوازې په خپل سکرپټ تمرکز وکړو، نور ټول خلک به اتومات یوه اشاره ترلاسه کړي، چې د هغوی سکرپټ څه شی دی. که ستا په وړاندې یو نفر غوسه شو، خپل حواس یې له لاسه ورکړل، له کنټروله ووت؛ نو ته خپل کنټرول له لاسه مه کوه، ډېر ژر به هغه هم خپل کنټرول ترلاسه کړي، په دې چې تا خپل سکرپټ ټینګ ونیوه او د خپل سکرپټ په لیکلو لګیا شوې، چې ډېر ژر به هغه هم د حقیقي ارامتیا وضعیت ته راستون شي. خو که داسې ونه شي، نو دوهم انتخاب ډېر نږدې پېښېږي، چې له هر چا به خپل سکرپټ هېر وي او له کنټروله به وځي. زموږ انتخاب باید دا وي، چې موږ خپل سکرپټ باید ولیکو، ځکه همدا هغه سکرپټ دی، چې عمل به پرې کېږي. د نورو سکرپټونه د عبثو فکرونو په ډلګۍ کې راځي. نو موږ یوازې همدا اګاهي باید ولرو، چې په ورځ کې څو ځله زه دا فکر کوم، چې نور خلک باید څه وکړي او څه ووايي.
مرکچي: خو زه ولې د خپل ځان مخه نه شم نیولی، ولې له ځانه پوښتنه نه کوم، چې دا کار څه اهمیت لري او خپل وخت پرې ضایع کوم؟
شیواني: خو همدا اوس به يې وکړو. همدا اوس به یې وکړو، ځکه چې اوس موږ اګاهي لرو. پخوا موږ اګاه نه وو، نو موږ به ویل، چې دا ډول فکرونه کول طبیعي خبره ده. ان له خلکو هم همدا اورو، چې «ولې دا عادي نه ده، چې دا ډول فکرونه وکړو؟» خو اوس موږ پوهېږو، چې دا ټوله یوه ضایعه او چټیات دي او دا همداسې مثال لري، چې د اوبو یو نل وینې، چې اوبه ترې روانې دي، نو سمدلاسه نل بندوې، ځکه چې اوبه ضایع کېږي.
مرکچي: نو آیا دې سره زموږ انرژي هم کمېږي؟
شیواني: خود کمېږي، ځکه موږ د یو داسې څه په هکله فکر کوو، چې زموږ په کنټرول کې نه دي. خو بیا هم همدا فکرونه کوم، چې ته باید څه وکړې، څه ووایې؟
مرکچي: خو زه فکر نه کوم، چې دا فکر دی، بلکې اندېښنه ده.
شیواني: اضطراب دی. بالکل!
مرکچي: هو، اضطراب، اندېښنه، منفیتوب، د خفګان احساس، چې ولې دا کار وشو؟…
شیواني: هو، ځکه چې زه یو داسې فکر ایجادوم، چې ممکن نه دی.
مرکچي: خو نه، په تېره مرکه کې تا یوه ډېره په زړه پورې خبره وکړه، تا وویل، چې زموږ هر فکر په بدن کې یو غبرګون زېږوي، دا غبرګون هر څه کېدلی شي، مثلاً زه به یې کیمیاوي غبرګون په مثال کې راوړم. نو زه چې هر فکر کوم، یو غبرګون پاروي. یو فکر، یو غبرګون؛ نو له ما سره دا فکر وو، چې په پای کې به زموږ له بدن سره څه کېږي؟
شیواني: خبره د پای نه ده… په اصل کې ستا په بدن يې همدا اوس…
مرکچي: او تر ماښامه پورې به زموږ بدن څنګه کېږي؟
شیواني: نه، ستا په بدن به همدا اوس څه اغېزه شیندي.
مرکچي: نه، زه تر ماښامه پورې خبره یادوم. مثلاً په یوه دقیقه کې زه یو فکر کوم…
شیواني: په یوه دقیقه کې له پنځه ویشتو تر دېرشو پورې فکرونه کوو.
مرکچي: ښه، وبه وایو، چې په یوه ثانیه کې دوه فکرونه؛ نو په دوولسو ساعتونو کې، بیا د خوب پر مهال، تر خوب له مخه، په ویدو کې خوبونه او فکرونه، نو دغه ټول فکرونه، بیا د هغو پر وړاندې زما د ذهن غبرګون، بیا د ذهن پر وړاندې زما د بدن غبرګون! نو دا په دې معنا، چې شاوخوا نیمايي یا نوي سلنه مشکلات یوازې په یو څو اسانو تګلارو حلېدلی شي: اګاهي درلودل، د خپل فکر انتخابول، خپل فکر اصلاح کول، خپل فکر ایجادول او دغه راز مسؤلیت اخیستل. نو اوس ورو په ورو «د روڼتیا په لور» فلسفه لږ و ډېره راته روښانېږي.
شیواني: بالکل؛ دغه فلسفه یوه تدریجي پروسه ده.
مرکچي: نه، ما به ویل، چې دا خبرې څه معنا لري. دا شیواني خور اوس څه پسې وايي. دا څنګه امکان لري؟ کله چې یوه ناوړه پېښه وشي، څنګه غوسه نه شم؟ دا هر څه خو طبیعي دي. مثلاً همدا پنځه ورځې مخکې به مې فکر کاوه، چې پلانکي په یو چا وار وکړ، هغه ده هغه هم بېرته وار ورباندې وکړ. ښه يې وکړل، هېڅ ستونزه نه لري. خیر، وار به ممکن لږه سخته کلمه وي. خو وبه وایو، چې په تنده ژبه یې خبرې وکړې یا يې هېڅ خبره ونه کړه، یو ډول سوړ مزاج یې وښوده. خو که د هر شي لپاره له خپل ذهن او فکر نه کار اخلو، نو بدن سره به څه کېږي؟ د همدې بدن لپاره بیا ورزش هم کوو، ډاکټرانو ته هم ورځو، او ګڼو شیانو ته مخه کوو؛ مثلاً ډوډۍ مې نه ده هضم شوې، معده کې تېزابیت لرم. زما یادېږي، چې ما به د شپې تر درې بجو پورې خوب نه شوی کولی. زړه به مې بړاس کاوه او لامل يې دا وو، چې په یو چا مې پیسې باندې وې او په کومه شېبه کې چې ما باید خپلې پیسې لاسته راوړې وای، دوکه یې راسره وکړه. نو ډېر زیات به غوسه وم، او په خپل فکر کې به مې له غاړې نیولی وو او اخ و ډب به مې ورسره جوړ کړی وو. خو په نتیجه کې يې پخپله ماته د وینې فشار پیدا شو!
شیواني: دغه ځانګړی وضعیت، چې یو چا له تاسره د پیسو په برخه کې دوکه کړې. دا یوه لویه موضوع ده او هېڅ څوک انکار نه کوي، چې موضوع لویه نه ده. خو خپل زیان باید یوازې تر همدې ټکي پورې محدود کړو، چې ما خپلې پیسې له لاسه ورکړې او دا یو تاوان دی. خو ما چې خپلې پیسې له لاسه ورکړې، دا زما په کنټرول کې نه وو. یو بل انسان د دې مسؤل دی، چې ما خپلې پیسې له لاسه ورکړې دي. خو د دې په غبرګون کې چې کوم تاوان زه په خپل ذهن کې کوم، یا د خپل بدن په برخه کې کوم تاوان کوم او په خپلو اړیکو کې کوم تاوان کوم؟ په دې ټولو برخو کې بیا دوکه باز زه پخپله یم. د پیسو په برخه کې ویلی شم، چې پلانکي راسره دوکه وکړه، ځکه چې د هغه له لاسه مې پیسې له لاسه ورکړې. خو د خپل ذهن او بدن په برخه کې چې زه کوم څه له لاسه ورکوم، د هغه سبب زه یم، زه دوکه باز یم او دا هغه څه دي، چې زه يې پخپل لاس له ځان سره کوم.
مرکچي: زما په نظر غیرمسؤله به ښه لفظ وي. زه نه غواړم، چې ځان ته دوکه ورکړم، خو نه پوهېدم، چې منفي فکرونه زما ذهن او بدن تاوان رسوي. او فکر مې کاوه، چې دا هر څه طبیعي دي.
شیواني: همېش یو شی په یاد ولره، چې موږ چې کوم څه کوو، فکر کوو، چې له نورو سره یې کوو. هغسې چې تا وویل، سوړ مزاج ښودل یا بل شخص سره په غوسه خبرې کول. موږ فکر کوو، چې دا کار موږ له هغوی سره کوو، خو په اصل کې دا خپل ځان ته سوړ مزاج ښودل دي او خپل ځان ته غوسه کېدل دي. ځکه چې هر څه چې زه ایجادوم، لومړی زما په خپل ذهن کې رامنځته کېږي. او دا په دې معنا، چې زه لومړنی هغه شخص یم، چې تجربه کوم به يې. که زه له تاسره سوړ چلند وکړم، دا بې پامه نیول دي او تا له پامه غورځوم، خو دغه فکر څوک په خپل ذهن کې جوړوي، چې زما دغه شخص نه خوښېږي یا نه غواړم، خبرې ورسره وکړم؟ زه یې جوړوم. ممکن په تا د دې فکر هېڅ اغېز نه وي، خو دغه فکر چې ما ایجاد کړی، نو زه ترې سل په سلو کې اغېزمنېږم.
مرکچي: هممم!
شیواني: نو ما سوړ چلند له تاسره وکړ. نه پوهېږم چې دې به په تا څومره اغېزه کړې وي، خو په ما يې سل په سلو کې اغېزه کړې. نو کله چې ته یو څه د نورو خلکو لپاره کوې، هغه که ښه وي یا بد، نو دا په یاد ولره، چې کمه برخه یې هغوی ته رسېږي، ډېره برخه يې زموږ کېږي.
مرکچي: ناروغه فکرونه = ناروغه بدن = ناروغه ژوند؟
شیواني: موږ باید سوچه فکرونه، مینه ناک فکرونه او د بښنې فکرونه ولرو؛ که له چا کوم غلط کار ترسره شو، ترې تېرېږم او بښنه ورته کوم او له یاده یې باسم. ځکه چې دغه بښنه هغه ته نه کوم، بلکې ځان ته يې کوم. په دې چې په خپل ذهن کې ما لا هم غوسه، قهر او کرکه ټینګ نیولي وو. دغه غوسه او کرکه د هغه بل انسان لپاره نه ده، دغه کرکه زما په ذهن کې ده، په ما کې ده او دا زه یم، چې دغه کرکه او غوسه ایجادوم او همدا زه به يې تجربه کوم. نو ټول مسؤلیت زما غاړې ته رالوېږي.
مرکچي: پوهېږې، تېره ورځ مې ستا د براما کوماري غورځنګ له یوه غړي سره ولیدل. ویل یې، چې دی ډېر شتمن نه وو. خو یو ځل کوم چا د پنځوس زرو روپو درغلي ورسره وکړه. دغه مبلغ د ده لپاره ډېر څه وو او د کوم شي یا بیمې د قسط په توګه ورکول شوی وو، خو ده لا تأدیه کړی نه وو. خو پوهېږې، د هغه غبرګون څه وو؟ ویل يې، «خدای دې هغه ته دومره ورکړي، چې بل ځل له کوم چا سره داسې ونه کړي، ممکن پیسې به يې پکار وې، خدای دې لس چنده ډېرې ورکړې، تر څو له کوم بل کس سره زما په څېر درغلي ونه کړي او د هغه سړي دغه کار عادت ونه ګرځي.» پوهېږې، بیا څه وشول؟ هغه سړی اته کاله وروسته له هغو پیسو سره بېرته ورته راغی او پیسې یې ورکړې.
شیواني: په دې چې دې سړي ښه اهتزازات ور استولي وو، نېکې هیلې یې ور استولې وې، سوچه انرژي يې ور استولې وه؛ نو ګټه خو به يې کوله. خو ډېره مهمه دا ده، چې هغه نفر به په هر حالت کې اته کاله وروسته دغه پیسې ورته راوړې وای، یعنې که یې دعا ورته کړې وای یا ښېرا؛ خو پوښتنه دا ده، چې پخپله د ده لپاره به د دې اتو کلو کیفیت څنګه وو؟ ده اته کاله دا فکرونه کول، چې سمه ده، پیسو ته به يې اړتیا لرله، خدای دې لا ډېرې ورکړي، نو په دې ډول دی په درون کې ارامه وو او اته کاله وروسته يې خپلې پیسې لاسته راوړې. بل آپشن دا دی، چې اته کاله يې غوسه، کرکه او انتقام په خپل ذهن کې پاللي وای. په دې حالت کې به هم ده اته کاله وروسته خپلې پیسې ترلاسه کړې وې. خو په دې اتو کلو کې به ده خپل ځان ته دومره زیان رسولی وو، چې هغو پیسو به يې بیا جبران نه شوای کولی.
مرکچي: شیواني خورې، زه غواړم، چې همدا موضوع په راتلونکي مرکه کې هم وغځوو. خو ممکن خلک په دې خبرو کې راسره یوه خوله نه اوسي او شاید ووايي، چې «دا یوه کمزورتیا ده، ته یو کمزوری انسان یې، باید دغه ډول کس ووهل شي». یا دا چې «زه خامخا خپل غچ ترې اخلم، ولې باید غلی کېنم او دغه ټولې خبرې په کتابونو کې ښې ښکاري، هغه ورځې اوس تېرې دي، اوس د مهاتما ګاندي وخت نه دی یا عیسی علیه السلام چې ویلي، دا بل مخ دې هم ورته ونیسه، زه اصلاً دغسې نه کوم، بلکې ځوابي وار پرې کوم. ځان ته یې څه فکر کړی، چې ماته يې دوکه راکړې. زه! …. زه څومره ځواک لرم، داسې او داسې کولی شم.» نو دا ما او تا چې کوم څه وایو، ممکن ټول خلک یې راسره ونه مني.
شیواني: نو راځئ لږ به يې نور هم وسپړو.
مرکچي: لږ به يې نور هم وسپړو. ههه! خو مخکې له دې، چې دغه مرکه پای ته ورسوو، که دې خوښه وي، یوه لنډه مراقبه به وکړو، البته که دې سترګې درد نه کوي [ممکن دې مرکه کې د شیواني سترګو درد کاوه. ژ]
شیواني: نه نه، بیخي ښه یمه. هېڅ ستونزه نشته.
مرکچي: ډاډه یې؟
شیواني: هو. بالکل!
«خپل ځان په نظر کې نیسم. زه، چې زما نږدې ملګری او خپل ځان ته رښتونی دی، د ورځې په اوږدو کې خپلو هغو غبرګونونو ته نظر کوم، چې د خلکو په وړاندې يې ښیم. غوسه، حسد، ګوتڅنډنې، نفرت، چې عادي راته اېسي او د هغه څه په مقابل کې طبیعي ښکاري، چې له ما سره یې کړي دي. خو اوس يې وخت دی، چې تم شم او ځان نه پوښتنه وکړم، چې زه دغه غبرګونونه چاته ښیم؟ دا هغه تخلیق دی، چې لومړی يې زه پخپله تجربه کوم. هغه انرژي ده، چې زه يې خپل ذهن ته ور تغذیه کوم. لږ دمه کېږم او ځان نه پوښتنه کوم، چې هغه څوک ده، چې ما دردوي، هغه څوک ده، چې دغه درد پنځوي؟ زه یو انتخاب لرم. زه، چې سپېڅلی او ارامه موجود یم، یو ممثل یم، چې له ګڼو نورو ممثلینو سره د ژوند په سټېج ګڼ رولونه لوبوم او هر یو خپل رول لوبوي. زه، چې ممثل یم، خپل رښتونی شخصیت په ذهن کې نیسم او زه چې یو سوچه موجود یم، هر اکټ او رول د خپل حقیقي شخصیت له اګاهي سره لوبوم. دغه سپېڅلی موجود د پلار په توګه، د ملګري په توګه، د رئیس په توګه او هر چېرته چې زه ځم، ځان څرګندوي. زه همدا یم: یو سپېڅلی موجود.» اوم شانتي!
مرکچي: اوم شانتي!
شیواني: ډېره مننه!
پای