د روڼتیا په لور
له شیواني ورما سره د ټلویزوني مرکو لړۍ
ژباړه او زیاتونه: رحمت شاه فراز
مرکچي: سلامونه، «د روڼتیا په لور» خپرونې ته ښه راغلاست! زموږ موضوع نن ورځ بیا هم نامحدوده خوشالي ده! له کومه وخته راهیسې مو چې دغه لړۍ پیل کړې، په ورځپاڼو کې مې هم ځینې شیان مخې ته راغلي دي، چې غواړم تاسو او لیدونکو سره يې شریک کړم.
شیواني: مهرباني!
مرکچي: عنوان يې «ارامتیا او خوشالي» دی. راغلي، چې د ماشوم په موسکا کې ارامتیا نغښتې، د مور په خوږ لمس کې ارامتیا پرته ده او ارامتیا په خدای او مذهب پورې هېڅ اړیکه نه مومي، بلکې یوازینۍ اړیکه يې ستاسو له ذهني حالت سره ده.
شیواني: دقیقاً! دا هماغه څه دي، چې موږ له تېرو څو ورځو راهیسې خبرې اترې ورباندې کوو. لیکوال چې کوم دوه مثالونه راوړي، دواړه د ذهن اهتزازاتو ته اشاره کوي، هغه که د ماشوم موسکا وي، چې د سپېڅلتیا او معصومیت اهتزازات خپروي او یا د مور لمس وي، چې د مینې او نامشروط منلو اهتزازات لېږدوي. موږ چې کله دغه رفتارونه تجربه کوو، چې یوازې یو رفتار نه دی، بلکې یو ډول اهتزازات او انرژي ده، همدا وجه ده، چې دې دواړو سره ارامتیا احساسوو او هر چېرته چې ارامتیا وي، هلته به خوشالي هم وي.
مرکچي: د مور او ماشوم په برخه کې دغه شی طبیعي دی، خو لویان باید هڅه و کوشش ورته وکړي، که څنګه؟
شیواني: زموږ موخه دا ده، چې خوشالي طبیعي کړو. هڅه او کوشش هغه وخت ده، چې کله ته هڅه کوې، بل څوک خوشاله کړې. طبیعي هغه وخت دی، چې کله ته په خپل حقیقي حالت کې اوسې او همدا ستا فطري حالت هم دی. که زه کوم داسې څه کوم، چې فکر کوم، تا به خوشاله کړي، دا یوه هڅه ده. خو که زه په خپل حالت کې اوسم، نو بیا طبیعي ده.
مرکچي: نو ته غواړې، ووایې، چې زما حقیقي فطرت ارامتیا، مینه او خوشالي ده؟
شیواني: هو. فقط باید له دې اګاه اوسم، چې دا زما فطري خصوصیات دي، نه هغه خصوصیات، چې د ترلاسي لپاره يې باید یو څه وکړم؛ بلکې دا ټول زما طبیعي شخصیت دی، زما فطري عادتونه دي، زما اصلي وجودي حالت دی. زه فقط همدا باید په یاد ولرم او خپلې مخې ته يې پرېږدم؛ او باید دباندې پسې ونه ګرځم.
مرکچي: خو ما ټول ژوند له خلکو همدا اورېدلي، چې زه د حمل په میاشت کې زېږېدلی یم، په سرطان کې زېږېدلی یم، پلانکی او بیستانکی یم، سبزي خور یم، حوصله مې تنګه ده، ژر غوسه کېږم، مېړه مې داسې او داسې دی، مېرمنه مې خوږه ده؛ نو وینو چې هر څوک په ځان یو نوم ږدي، چې زه فطرتا داسې زېږېدلی یم. خو اوس موږ دا اورو، چې دا ټولې خبرې غلطې دي. آیا خلک به دغه خبرې هضم کړای شي؟ او یا به پرې پوه شي؟
شیواني: هر انسان یو شمېر عادتونه لري، چې له همدې د انسان شخصیت رغېږي.
مرکچي: دغه عادتونه په څه ډول جوړېږي، آیا زموږ له کړنو او فعلونو سازېږي؟
شیواني: د عادتونو د جوړېدو علتونه ډېر دي… موږ پنځه ډوله عادتونه لرو او هر انسان دغه پنځه ډوله عادتونه لري. له همدې امله مهمه ده، چې لومړی په انسان ځان پوه کړو، ځکه چې انسان د همدې پنځه ډوله عادتونو یوه ټولګه ده. یوه ډله عادتونه موږ له خپلې کورنۍ څخه ترلاسه کوو. دا هماغه عادتونه دي، چې مثلاً ته وايې، زما پلار داسې دی، نو زه هم داسې یم.
مرکچي: یعنې دغه عادتونه در انتقال شوي دي؟
شیواني: هو، در انتقال شوي، ځکه چې ته د هغې کورنۍ په اهتزازاتو کې را لوی شوی یې او دغه انرژي په اتومات ډول په تا اغېزه کوي. دغه عادتونه تاته له خپلې کورنۍ رسېږي یا یو داسې څوک چې تاته ډېر زیات نږدې وي. دوهمه ډله عادتونه له خپل ماحول او چاپېریال نه درته رسېږي، مثلاً هېواد، مذهب، نژاد، ښار، ښوونځی، ملګري، خپلوان او داسې نور؛ همدا وجه ده، چې موږ وایو، « له چا سره چې اوسې، په خوی به د هغو شې. » نو ستا چاپېریال، ستا شاوخوا چاپېر خلک او ستا شاوخوا چاپېره انرژي او ستا شاوخوا اعتقادي سیسټمونه هغه څه دي، چې ستا دوهمه ډله عادتونه ترې سازېږي. دریمه ډله عادتونه له جمعي لاشعوره تاته رسېږي. انسان یوازې یو شعوري موجود نه دی، بلکې یو لاشعور هم لري او دغه لاشعور سره له دې چې فردي جنبه لري، خو یوه لویه برخه يې جمعي یا د ټول بشر ټولیز تجربات او پوهه تشکیلوي. ستا شعور، ستا له زېږېدو سره منځته راځي، خو ستا د لاشعور یوه لویه برخه له مخه لا په کایناتو کې موجوده وي او ستا له پیدایښت سره ستا د شخصیت یوه برخه ګرځي. جمعي لاشعور ته د یوې پیتې په سترګه کتلی شو، چې له پېړیو، پېړیو راهیسې سندرې (یا زموږ په موضوع کې عادتونه) پکې ثبت شوي دي. لاشعور په ټوله نړۍ کې خور دی، هر ډول تجربات پکې موجود دي؛ ښه، بد، ناوړه، ظلم، انصاف، عدل، غلا، دروغ، رښتینولي، صداقت، مینه، کرکه، غوسه، او دغه راز نور ټول عواطف او احساسات در واخله. لاشعور ستا خپله «برخه» نه ده، بلکې ستا او د کایناتو ترمنځ د مشترک کل یوه وړه برخه ده، چې تاته رسېدلې. د لومړني انسان له اساطیرو او افسانو یې را ونیسه، د نن ورځې تر ماډرن او منطقي انسان پورې…
مرکچي: خیر؛ له دې لاشعور یا جمعي لاشعور نه به تېر شو، ځکه خدای خبر، څوک به پرې باور لري یا نه…
شیواني: نه کنه! خبره د باور نه ده، خبره دا ده، چې موږ په اصلاً په دې اړه پوهاوی نه لرو او زموږ دغې ناپوهي له ګڼو تنازعاتو سره مخ کړي یو. مثلاً نن ورځ په اکثرو کورنیو کې یوه لویه لانجه دا ده، چې مور او پلار له خپلو دوو ماشومانو غواړي، چې دواړه یو ډول اوسي. ستونزه دا وي، چې دوی به وايي، چې موږ دواړه ماشومان په یو ډول روزلي. څنګه؟ د دواړو مور او پلار یو دي، کورنۍ یې یوه ده، ماحول یې یو دی، چې په دې اساس، د دوی توقع دا وي، چې دواړه ماشومان يې باید یو ډول وي. خو دغه دوه ماشومان ان ممکن غبرګوني هم وي، په یوه ورځ به هم زېږېدلي وي، په یوه وخت، یوه ځای، یو مور او پلار، په یو ډول ښوونځي او چاپېریال کې به روزل شوي وي، ګاونډیان به یې هم یو ډول وي…
مرکچي: ان جامې به یې هم یو ډول وي…
شیواني: هر څه به یې سره مشابه وي، خو شخصیتونه نه!
مرکچي: اوه زما خدایه!
شیواني: په دې چې، دوی یوازې شعوري موجودات نه دي، دوی سره د لاشعور په ډول یو پټ ځواک موجود دی او د دغه لاشعور په اړه، هغسې چې له نامه یې ښکاري، معلومه نه ده، چې کومه برخه په یوه ماشوم کې فعالېږي او کومه برخه یا ځانګړنې یا عادتونه به په دې بل ماشوم کې له بالقوه څخه په بالفعل اوړي. دوی چې کوم جمعي لاشعور لري، دغه لاشعور دوی ته له مور او پلار، یا خپل محدود ماحول، چاپېریال، ملګرو او ښوونځي څخه نه دی رسېږي، بلکې امکان لري، چې د یوه په لاشعور کې د لرغوني انسان وېره، افسانې او اساطیر د عادتونو په بڼه ځان څرګند کړي او په بل انسان کې ممکن د یوه مهذب او متمدن انسان خصوصیات ځان ښکاره کړي. په دې اساس، موږ د لاشعور عادتونه له پامه نه شو غورځولی، ځکه چې لاشعور زموږ د شخصیت یو مهم فکتور دی. موږ چې د لاشعور په اړه پوهاوی نه لرو، همدا وجه ده، چې د انسانانو په پېژندلو کې پاتې راځو. په دې چې موږ د هغوی فطرت او روزنه یوازې د پیدایښت له مهاله په نظر کې نیسو، خو د لاشعور په بڼه د بشر ټول تاریخ یا تجربې يې چې ذهن کې دي، هغه اصلاً په نظر کې نه نیسو.
مرکچي: او دا د والدینو لپاره تر ټولو ډېره مهمه ده، چې ځان پرې پوه کړي؟
شیواني: ډېره مهمه! موږ چې په دې اړه معلومات نه لرو، نو خپل یوه بچي ته وایو، خپل ورور ته دې وګوره، ته باید د هغه په شان شې. خو موږ په دې ځان نه پوهوو، چې هغوی دواړه دوه مختلفې پیتې دي، چې دوه مختلف ډوله سندرې پکې ثبت دي او له هماغو سندرو سره زما کور ته راغلي دي. خو زه هڅه کوم، چې یو بچی مې، د بل په شان کړم!
مرکچي: له میندو مې تر دې پورې اورېدلي، چې خپلو بچیانو ته وايي، «ورور ته دې وګوره، ځان ته وګوره! فکر نه کوم، چې ته به زما زوی یې؛ کېدی شي، په روغتون کې به بدل شوی یې، خامخا کومه تېروتنه شوې ده. ته زما زوی نه شې کېدلی». دغه خبرې به څومره دردوونکې وي او د ماشوم په دورن کې به څومره درد زېږوي؟
شیواني: سمه ده! خو د مور له لیدلوري هم ورته وګوره! مور يې اصلاً دا نه شي درک کولی، چې زوی یې دغه (ښه یا بد) عادتونه له کومه کړي. بل خوا، همدا خبرې د ماشوم لپاره هم خورا مغلقې دي، ځکه چې هغه ماشوم هم په دې نه پوهېږي، چې ولې یې دغه عادتونه د غاړې طوق ګرځېدلي؟ مثلاً یو ماشوم به د شیانو د پټولو عادت لري. ماشوم به د شتمنې کورنۍ وي، په کور کې به یې هر څه وي، خو بیا هم چې ښوونځي ته ځي، د نورو ماشومانو پنسلونه به پټوي او نور توکي به يې اخلي. او دغه کار له هغه نه ډېر طبیعي او لاشعوري ځان څرګندوي. ماشوم دغه کارونه شعوري او منطقي نه کوي؛ ځکه چې دغه شخص، یا په بله وینا، دا هغه لاشعور دی، چې دغه ډول عادتونه پکې دي او په یاد ماشوم کې دغه عادتونه فعال شوي، په بل کې نه. بس همدومره!
مرکچي: مثلاً داسې په خپل سر، غیر ارادي ځینې کارونه ترې سرته رسېږي، چې دی نه غواړي، ویې وکړي.
شیواني: په دې چې موږ له دې خبرې اګاه نه وو، چې دغه عادتونه زموږ د اوسني لاشعور یوه برخه دي؛ له اوسني مراد دا چې سره له دې چې دغه لاشعور د جمعي لاشعور یوه برخه ده، خو اوس زموږ لاشعور ګرځېدلی. کله چې موږ اګاه نه اوسو، نو…
مرکچي: ښاا، نو یو ځل بیا خبره په اګاهي راغله؟
شیواني: هو، چې اګاه نه اوسو، نو زموږ عادتونه به پخپله ځان څرګندوي.
مرکچي: خو شیواني خورې، دا کومه اګاهي چې ته موږ ته را زده کوې، دا ډېره مغلقه ده؛ ځکه چې په تېره مرکه کې، نه پوهېږم چې کومه یوه وه، ما له تا پوښتنه وکړه، چې د فکر راتلو او زما د غبرګون ترمنځ یو خلا او واټن نه وي موجود، نو په دې ځای کې هغه شېبه چېرته ده، چې زه دا توپیر وکړم، چې زه داسې څوک نه یم او باید په دې ډول عکس العمل ونه ښیم؟ د دې لپاره هغه اساس څه شی دی، چې غبرګون ونه ښیم؟ ما ډېری خلک لیدلي، ډېری راهبان او خپله ګرو مې هم؛ مثلاً د دېوالي په مېله کې چاودنه وشوه، خو ما د هغوی د سترګو مازې رپېدا هم ونه لیده. خو زه لا هم وېرې نیولی یم او وار پار مې خطا وو.
شیواني: دغه مزاج په تمرین او تمرکز سره پیدا کېږي. زه پخپله هم دې سرحد ته رسېدلې یم. مثلاً زما شاوخوا به هر څه حرکت کوي او خوځېږي به، خو زه به ارامه یم او ناړامي به مې ونه وینې. خو دا په یوه ورځ کې نه دي پېښ شوي. پخوا به مې چې خلکو ته وینا کوله او د خپرونې په جریان کې به د چا موبایل ته زنګ راغی، یو ډول نارامي غوندې به مې احساسوله او ځان سره به مې ویل، چې ولې دا خلک په دې نه پوهېږي، چې کله خپرونې ته راځي، نو باید خپل موبایلونه خاموشه کړي. او په همدې وخت کې به دوی ته لګیا وم، د ثبات په اړه به مې لېکچر هم ورکاوه. ههه! خو پخپله به په درون کې نارامه او بې ثباته وم. خو اوس زه په دې اګاه یم، چې زه نارامه کېږم، نو…
مرکچي: سمه ده، یوه شېبه به تم شو. ګام په ګام به مخکې لاړ شو. پخوا نارامه کېدلې. خو وروسته، وروسته به دې ویل، چې سمه ده، ستونزه نشته، خلک همداسې دي او بلاخره دې حد ته ورسېدلې، چې ان دا خبره به دې په ذهن کې هم نه تاوېدله، چې خلک داسې او هاسې دي؛ او اوس به هېڅ پروا هم نه درته کوي او ان په یاد به دې هم نه وي او هېڅ توجه به دې نه خرابوي. نو آیا همدا یې پړاوونه دي؟
شیواني: همدا یې پړاوونه دي. او دا ټول یو همېشنی سفر دی.
مرکچي: یعنې ته له همدې پړاوونو تېره شوې یې. همداسې ده؟
شیواني: هو.
مرکچي: یعنې یو څوک مستقیماً ستا اوسني مقام ته نه شي رسېدلی؟
شیواني: نه، خلک به اوس وايي، چې د دغه مزاج خپلول به کلونه وخت نیسي. خو نه، کلونه وخت نه غواړي. دا یوازې یو فکر دی. دغه مزاج یوازې یو فکر لرې دی. که زه دغه اګاهي ونه لرم، نو د ژوند تر پایه به د موبایل له غږ نه ځورېږم او نارامي به راته جوړوي. دغه ځورېدنه ټول ژوند هم دوام کولی شي او ټول عمر هم یوازې د هغو موبایلونو له لاسه نارامه کېدلی شم، چې زما شاوخوا به کړنګېږي.
مرکچي: دغه یو فکر لرې څه معنا؟
شیواني: یو فکر لرې دا معنا چې، زه څنګه د موبایل زنګ ته دا اجازه ورکوم، چې زما ذهن نارامه کړي. همدا هغه یو فکر دی.
مرکچي: نو په اصل کې تا په دې بنیادي خبره ځان پوه کړی، چې سمه ده، موبایل دې کړنګېږي او اړتیا نشته، چې هر ځل د موبایل زنګ ته یو دلیل وتراشې، چې ممکن موبایل خاموشه کول به یې هېر شوي وي یا دا چې دغه کار له ما سره هم کېدلی شي؛ یعنې دې ټول اوږد لېکچر ته اړتیا نه لرې.
شیواني: نه، زه په اصل کې د مقابل شخص په اړه هېڅ فکر نه کوم.
مرکچي: د ځان په اړه فکر کوې…؟
شیواني: هو. ځکه چې دا د موبایل زنګ نه دی، چې موږ نارامه کوي، بلکې هغه فکر موږ نارامه کوي، چې د زنګ له اورېدو وروسته يې موږ په خپل ذهن کې جوړوو. مثلاً «ولې يې خپل موبایل نه دی ګل کړی؟ خبر نه ده چې یوې لویې غونډې ته راغلی؟ دا خو هغه بنیادي اداب او اخلاق دي، چې موبایل دې باید ګل کړې». نو وګوره، یو دلیل، دوه، درې، څلور… او همداسې به دوام کوي. خو که وګورو، د موبایل زنګ په اصل کې یوه ښایسته موسیقي ده او کولی شې، چې حتی د ټول پروګرام په جریان کې يې وغږوې او خپله ټوله خپرونه ورسره وکړې.
مرکچي: ههههههه!
شیواني: ههه! نو دا په اصل کې د موبایل زنګ نه دی، چې موږ نارامه کوي. په اصل کې هغه فکر موږ عصباني کوي، چې موږ یې د زنګ په غبرګون کې په خپل ذهن کې ایجادوو.
مرکچي: او زنګ یوازې یو محرک دی؟
شیواني: یوازې یو محرک دی!
مرکچي: او په اصل کې زه په خپله په درون کې نارامه یم؟
شیواني: دوهمه خبره پکې نشته! اوس باید زه فقط په دې ځان پوه کړم، چې څه شی ما ځوروي؟ زما خپل فکرونه! زما فکر دا دی، چې هغوی باید دومره نزاکت خو مراعت کړي، چې خپل موبایل خاموشه کړي. خو اوس زه خپل فکر بدلوم او وایم، چې دا د هغوی خپل انتخاب دی، چې هغوی خپل موبایل خاموشه کوي یا نه. او په دوهم قدم کې د هغوی انتخاب ته درناوی کوم او له موسیقي يې خوند اخلم.
مرکچي: زه فکر نه کوم، چې دې ورځو کې به ته ان دا فکر هم کوې، چې دا د هغوی خوښه ده، ځکه تا ته هېڅ ستونزه نه جوړوي.
شیواني: نه، نه، دغه پروسه اصلاً وخت نه غواړي. یو، دوه، درې ورځې به وي، خو په څلورمه ورځ به یې اصلاً احساس هم نه کړې. نو داسې نه ده، چې یو وخت به يې په اړه فکرونه کوې، خو وروسته به تاته ستونزه نه جوړوي.
مرکچي: هېڅ به درته مهمه نه وي.
شیواني: نور به اصلاً کومه ستونزه نه وي.
مرکچي: مثلاً که همدا اوس زما مخې ته څوک بار، بار تېر را تېر شي، نو ان سترګې به مې هم ورسره نارامه شي. یا مثلاً دا اوس زه له تاسره خبرې کوم، یو څوک زما مخې ته تېرېږي. نو زه ورته وایم، «وا سړیه، وینې نه، زه دلته خبرې کوم، مهرباني وکه، له مخې مې لرې شه». خو اوس مې شاوخوا ډېر زیات خلک ګرځي، خو زما توجه نه بدلېږي، نو په دې معنا چې ورو، ورو ستا په ملګرتیا کې زه هم بدلېږم. ههه!
شیواني: ههه! هو. نو همدا هغه ځای دی، چې موږ څلورمه ډله عادتونو ته رسېږو. عصباني کېدل یا نارامه کېدل، زموږ یو پخوانی عادت وو، هغه که ستا د لاشعور برخه وي یا دې له ماحول نه اخیستی وي؛ خو اوس د خپلې اګاهي په مرسته موږ کولی شو، چې خپل عادتونه بدل کړو، خپل فطرت بدل کړو او دې ته د خپلې ارادې په زور د عادتونو جوړول ویل کېږي.
مرکچي: هممم!
شیواني: ځکه موږ خپله ملامتیا په دې نه شو اچولی، چې دا زما د لاشعور برخه یا لاشعوري عادتونه دي.
مرکچي: دا ته چې کوم څه یادوې، ایا همدا اګاهي نه ده؟
شیواني: هو، همدا اګاهي ده.
مرکچي: یعنې دغه اګاهي د ارادې ځواک را کې پیدا کوي؟
شیواني: هو. دا زما اراده ده، چې د یوه نوي عادت د جوړولو لپاره به يې په کار اچوم. زه چې هر ځل دا خبره کوم، چې دا ستا له امله وشوو یا دا چې، زه عصباني یم، «د پلانکي شي له امله»! نو دا په دې معنا ده، چې زه ځواکمن نه یم او نور خلک کولی شي، په ما غلبه ومومي.
مرکچي: او هر څه چې غواړي، کولی یې شي؟
شیواني: هو. نو د ارادې ځواک په دې معنا چې زه دا ځواک لرم، چې خپلې کړنې انتخاب کړم او له خپلې خوښې سره سم فکر کول انتخاب کړم او هر ځل چې زه دغه ځواک استفاده کوم، په اصل کې مې د ارادې ځواک کارولی دی. خلک وايي، چې موږ د ارادې ځواک نه لرو. خو هر څوک دغه ځواک لري او ټول انسانان يې په یوه اندازه لري. البته دا په دې پورې اړه لري، چې موږ دغه ځواک څومره استعمالوو؟ او یا په څومره کچه موږ ارامه کېنو او وایو، چې دا د پلانکي له امله او دا د بیستانکي له امله! او په دې ډول خپل ځان ناتوانه او بې ځواکه کوو.
مرکچي: په یوه شي مې پوه کړه. تا د ارادې خبره وکړه. ما به فکر کاوه، چې وګوره، دغه زلمي دېرش کاله شراب څښل، خو اوس یې له شرابو لاس اخیستی. یا دغه ځوان په دوو ورځو کې شراب پرېښودل. دغه بل درې میاشتې ونیولې. هغه بل شپږو میاشتو کې پرېښودل. نو ستا مطلب دا دی، چې زه په هماغه کچه د ارادې ځواک لرم، څومره چې يې هغه بل کس لري؟
شیواني: ټول یې په یوه اندازه لرو.
مرکچي: موږ ټول يې په یوه اندازه لرو. نو هغه څه شی دي، چې زما مخه يې نیولې یا هغه څه دي، چې زه دا نه شم لیدلی، چې زه دومره ځواک لرم؟
شیواني: ځکه چې زه کار ترې نه اخلم. هره وسله هغه وخت ګټوره وي، چې کار ترې واخلم.
مرکچي: خو دا راته ووایه، چې زه اصلاً نه پوهېږم، چې وسله لرم او که نه؟ زه نه پوهېږم، چې څنګه دغه وسله ووینم یا یې استعماله کړم. نو زه څنګه ترې اګاه شم؟
شیواني: خو همدا وجه ده، چې موږ يې زده کوو او دا زدکړه ستا د ژوند هغه برخه ده، چې تا همدا اوس خپله توجه ورته اړولې. که ته ووایې، چې زه د روحانیت لپاره وخت نه لرم، یا د مراقبې لپاره وخت نه لرم، ځکه چې په پلانکي او بیستانکي کار کې مصروفه یم. نو موږ په لوی لاس دا انتخابوو، چې خپله شته وسله ونه کاروو. موږ په خپل لاس دا انتخابوو، چې خپل ذهني ابزار او وسایل ونه کاروو. دغه انتخاب موږ پخپله کوو، ځکه چې موږ تر خپل ځان نه بیرون له نورو شیانو سره ډېره دلچسپي لرو.
مرکچي: ښااا، ستا د خبرې مطلب دا دی، چې زه یوازې فکر کوم، چې زه يې غواړم. خو په حقیقت کې يې نه غواړم؟
شیواني: هو، دا همداسې ده، لکه په صندوق کې مې لویه خزانه ایښې وي، خو زه یې له خلاصولو ډډه کوم او پر ځای يې خلکو ته کچکول نیسم او مینه، ارامتیا او خوشالي ترې غواړم، ځکه چې زه دې ته وخت نه لرم، چې خپل صندوق خلاص کړم او له خپلې خزانې استفاده وکړم.
مرکچي: نو ستا صندوق هغه مراقبه ده؟
شیواني: بالکل؛ مراقبه زموږ صندوق ده او کیلي يې راسره شته ده. او یوازې موږ پوهېږو، چې څنګه يې خلاص کړو. نو فقط ورځو، خلاصوو یې.
مرکچي: او نور اړتیا نه لرو، چې په جادوګرانو، کوډګرو او پیرانو وګرځو او هغوی ته زارۍ وکړو، چې خیر دی، زما د صندوق کیلي راکړئ، خیر دی، کیلي راکړئ.
شیواني: نه، که ته یو چېرته یا یو چاته ورشې، نو هلته ممکن یو څوک له تا سره په دې کې مرسته وکړي، چې څنګه خپل صندوق خلاص کړې. خو تېر اخر هم، ستا صندوق بل څوک ستا لپاره نه شي خلاصولی، ته به يې پخپله خلاصوې.
مرکچي: کیلي يې له ما سره ده؟
شیواني: هو. هېڅ څوک ستا د ارادې ځواک نه شي فعالولی، یو څوک یوازې په دې اړه له تاسره خبرې کولی شي، چې هو، ته دغه ځواک لرې. دغه ځواک یوازې یوه فکر ته اړتیا لري. خو هر ځل چې زه دغه فکر کوم، چې نه دا کار ډېر مشکل دی نو… راځه، ستا هغه ساده بېلګه به را واخلو، چې تا وویل، زه غواړم، له شرابو لاس واخلم یا له یوه بل اعتیاده ځان خلاص کړم. یا له ټلویزون لیدو ډډه وکړم، ځکه بیخي ډېر وخت ورکوم. یا مثلاً غواړم یوازې یو ساعت یې وګورم، خو اوسمهال يې پنځه ساعته ګورم. یا دې ورځو کې ماشومان په انټرنټ کې ډېر زیات وخت تېروي او والدین يې ورته اندېښمن دي او یوه لویه لانجه ترې جوړه ده. خو دوی ټول وايي، چې زه يې نه شم پرېښودلی. دوی چې هر ځل دا فکر ایجادوي، چې ښه سمه ده، نن به يې یوازې یو ساعت استعمالوم او تر یوه ساعته به يې ډېر نه استعمالوم. نو له هغه وروسته، موږ له دې مثبت فکر نه اګاه کېږو. خو که له دغه فکر نه اګاهي ونه لرو، نو بیا به ګڼ منفي فکرونه ایجادوو، لکه دا خو زما عادت ګرځېدلی، له ډېرو کلونو راهیسې يې ګورم، نو ښکاره ده، چې په یوه ورځ نه پرېښودل کېږي.
مرکچي: او دغه فکر تا ورو په ورو کمزوری کوي؟
شیواني: هو، ځکه چې زموږ فکر، یوه انرژي ده.
مرکچي: او مخکې چې تا د ارادې خبره کوله، نو دغه ځواک دې هم ورو په ورو پسې ټیټېږي او کمزوری کېږې. او یو وخت ځان دومره کمزوری احساسوې، چې کله یوازې شې، نو ان پخپله هم له ځان نه پوښتنه کوې، چې آیا زه دومره کمزوری یم؟ هغه پلانکی شخص يې کولی شي، زه يې نه شم کولی؟
شیواني: یو ځل چې تا د یوه کار تصمیم ونیوه، نو بیا یوازې یو فکر وکړه؛ نه دا چې له تصمیم نیولو وروسته ګڼ منفي فکرونه وکړې، مثلاً دا چې څوک يې په یوه ورځ پرېښودلی شي؟ ښکاره ده، چې وخت به نیسي.
مرکچي: ځینې چې کولی شي، په لنډ او چټک ډول لاس ترې واخلي، آیا د هغوی د ارادې ځواک ډېر دی یا بل څه؟ او که دواړه مساوي د ارادې ځواک لري؟
شیواني: ټول انسانان په یوه اندازه د ارادې ځواک لري، ځکه چې هر انسان یو ځواکمن موجود دی. اوس دا یوازې په دې پورې اړه لري، چې زه له دې خبرې څومره اګاهي لرم، چې زه یو ځواکمن موجود یم او دغه ځواک څومره په کار اچوم. او هو، زما شاوخوا چاپېر خلک هم یو اغېز لري او د خپلو شاوخوا خلکو د ارادې ځواک د کمولو لپاره موږ یو لوی عامل یو. په تېره بیا د خپلو ماشومانو!
مرکچي: څنګه؟
شیواني: د مثال په ډول، ستا بچی غواړي، چې له یوه اعتیاده لاس واخلي. مثلاً ستا بچی ډېر زیات انټرنټ کاروي، نو ته ورته وايې، چې سمه ده، سر له سبا نه به ته یوازې یو ساعت انټرنټ کاروې. نو ستا خپل الفاظ دا دي، چې ته به سر له سبا نه دغه کار د یوه ساعت لپاره کوې. خو ستا په ذهن کې دا جر و بحث روان دی، چې بچی مې دا کار نه شي کولی!
مرکچي: هو، او پرې به يې نه ږدي؟
شیواني: بالکل؛ ستا په ذهن کې دا فکرونه جریان لري، چې «دا کار ډېر سخت دی. زه پوهېږم، چې په دې خبره عمل نه کوي. هغه همداسې دی. ما څومره ورته ویلي دي، چې دغه کار مه کوه. خو اصلاً زما خبرو ته غوږ نه نیسي. زه باوري یم، چې هغه به دا کار ونه شي کړای».
مرکچي: نو دا په خپل زوی یو تور هم دی او دا باور هم دی، چې بچی به مې له دې شي لاس وانخلي. خو له دې سره، سره زه هڅه هم کوم؟
شیواني: زما هر فکر، یوه انرژي ده، چې زه يې خپل ماشوم ته ور انتقالوم.
مرکچي: خو ستا انرژي ولې ماته زیان ورسوي، ولې په ما اغېزه وکړي؟
شیواني: نه، تا ته زیان نه رسوي، بلکې انرژي یو جریان دی، چې ستا په لور درځي.
مرکچي: خو نه، دغه ماشوم ولې همدا منفي انرژي له خپلې مور نه، نه ترلاسه کوي؟
شیواني: ترلاسه کوي يې! ماشوم له خپلې مور نه د منفي انرژي جریان ترلاسه کوي.
مرکچي: خو موږ يې ولې ترلاسه کوو؟
شیواني: ځکه چې زه دومره قوي نه یم، چې د خپل ځان ساتنه وکړم. موږ وویل، چې د نورو خلکو فکر، وینا او کړنې پر موږ اغېزه کوي. زه باید ډېر ځواکمن او محافظ واوسم. او دا کار یوازې هغه وخت کېدونی دی، چې زه د نورو خلکو له انرژي څخه اغېزمن نه شم. خو دمګړۍ خو موږ په ډېر حساس موقعیت کې یو. او زموږ شاوخوا چې هر څه پېښېږي، یوه اغېزه پرېباسي. او د دې اصل له مخې، موږ کولی شو چې د خپل ځان او شاوخوا خلکو ساتنه وکړو، مثلاً یو څوک د یو څه کولو هڅه کوي، نو باید دې ته متوجه اوسو، چې د شک او منفیتوب ان یو فکر هم په ذهن کې ایجاد نه کړو، ځکه که داسې وکړو، نو خپل ځان او هغوی به مو بې ځواکه او بې وسه کړي وي. خو که زه په خپل ذهن کې یوازې دا فکر ایجاد کړم، چې هو، ته یې کولی شې. نو ان که ماشوم د هغه کار توان هم ونه لري، بیا به يې هم وکړي.
مرکچي: هممم!
شیواني: همدا د نورو خلکو ځواکمنول دي. په عامه محاوره کې یې د هڅونې او تشویق په نوم یادوو. مثلاً په اداري او تجارتي سکتورونو کې هم خلک وايي، چې موږ خپل کارمندان تشویقوو یا رهبر هغه څوک دی، چې خلک هڅولی شي. خو تشویق په الفاظو نه کېږي.
مرکچي: او زموږ تشویق خو یوازې له ستوني سرچینه اخلي!
شیواني: بالکل، تشویق په الفاظو نه کېږي. مثلاً ستا یو کارمند…
مرکچي: بلکې یو باور دی؟
شیواني: هو، هغه انرژي ده، چې ته يې ور انتقالوې. مثلاً ستا یو کارمند هره ورځ ناوخته راځي او د وخت پابند نه دی. نو ته ورته وایې، چې سبا ته باید په وخت راشې او بیا يې په خپلو خبرو تشویقوې، چې زه باوري یم، چې سبا به په وخت راځې. باوري یم، چې وختي به راځې. وبه یې ګورې، چې سبا به پوره په اته بجې سره وینو. خو په زړه کې فکر کوې، چې زه یې پېژنم، خدای که په وخت راشي!
مرکچي: ههههههه!
شیواني: پېژنم یې، له پخوا نه دغه شی وو. همدا یې عادت دی. نو الفاظ او خبره دې یو شی وه، خو فکرونه دې بل شی وو. دغه مسله د ملګرو په اړه، د همکارانو په اړه، د مېړه او ښځې په اړه او زموږ شاوخوا هر چا په اړه کېدلی شي. نو کله چې موږ وایو، چې موږ یوه کورنۍ یو، موږ ملګري یو او د یو بل لاسنیوي ته حاضر یو؛ نو یوازې تر الفاظو پورې یې مه محدودوئ، زموږ د الفاظو او ذهن ترمنځ باید همغږي شتون ولري. او دا په اړیکو کې تر ټولو ساده ټکی دی، چې باید پام ورته شي، چې هغه څه چې موږ وایو او هغه څه چې موږ فکر کوو، د دواړو ترمنځ باید ټکر او اختلاف نه وي. کله چې ټکر موجود وي، دغه اختلاف او تنازعه په هغه انرژي کې مقابل لوري ته هم ور انتقالېږي، چې مقابل لوری یې ترلاسه کوي. او فکري انرژي تر غږیزې انرژي چټک حرکت کوي.
مرکچي: خو نن ورځ نړۍ همداسې شوې ده. مثلاً ملګري ته وایو، چې واه، څه ښایسته جامې دې اغوستې دي. خو په زړه کې وایو، چې والله که د جامو په انتخاب لا پوهېږي، ته ورته وګوره، څومره لوده ښکاري. یا واه، څومره ښایسته ښکارې او بیا خپلې مېرمنې ته مخ اړوو، ته يې قوارې ته وګوره، رنګ یې د سړي نه ده.
شیواني: ښه سمه ده، موږ ولې دا خبره کوو، چې واه، څه ښایسته جامې يې دي؟ ولې دا خبره کوو؟
مرکچي: ځکه چې خلک په همدې ډول خبرې کوي او همدا شی له ټولنې زده کوو. مثلاً واه، پلانکی ښایسته ښکاري، پلانکی ښه ښکاري، خو بیا وایو، چې اوه، ته يې رنګ ته ګوره.
شیواني: خو نه، زه ولې تاته وایم، چې ستا جامې ښایسته ښکاري؟
مرکچي: ځکه چې له هر چا نه همدا خبرې اورو، او هره خوا همدا دروغ اورو او تاته هم دغه دروغ وایو، تر څو تا راضي کړو.
شیواني: تر څو ما راضي کړې. تر دې جملې لاندې کرښه را کاږه. زه دا خبره ځکه کوم، چې غواړم، تا راضي کړم، یا تا خوشاله کړم. خو خوشالي لفظونه نه دي، خوشالي یوه انرژي ده، اهتزازات دي، یو احساس دی. نو زه په الفاظو کې دا خبره درته کوم، چې جامې دې ډېرې ښکلې دي، خو په ورته وخت کې پنځه فکرونه دا در انتقالوم، چې بېکاره جامې، بې خونده انتخاب او هېڅ ذوق نه لري او دا او ها!
مرکچي: او بیا؟
شیواني: نو هغه مجموعي ډالۍ څه ده، چې زه يې تاته در بښم؟ ههه
مرکچي: یعنې ماته ستا د هغو فکرونو اهتزازات را رسېږي؟
شیواني: هو، او ډېر چټک!
مرکچي: ځکه چې اهتزازات تر اوازه هم چټک رسېږي؟
شیواني: او ډېر ځواکمن هم دي.
مرکچي: او دغه اهتزازات تر اوږدې مودې راسره پاتې کېږي او په ذهن کې به مې تاوېږي، چې زما جامې يې خوښې نه شوې؟
شیواني: نه، نه! مقابل لوری به په دې خبره پوه هم نه شي. که زه همدا اوس ستا په اړه همدا ډول فکر وکړم، نو ته به اصلاً پوه نه شې، چې زه دا فکر کوم، چې تا ښکلې جامې نه دي اغوستې. ته یوازې په الفاظو پوهېږې.
مرکچي: نو؟
شیواني: ته زما فکرونه نه شې اورېدلی! موږ د خلکو فکرونه نه شو لوستلی. د دې لپاره چې موږ د خلکو فکرونه ولولو، باید ډېره زیاته خاموشي اختیار کړو.
مرکچي: نو بیا څه کېږي؟
شیواني: موږ یوازې هغه احساس ترلاسه کوو او هغه اهتزازت ترلاسه کوو او تا سره به اتومات دا فکر پیدا شي، چې زه فکر نه کوم، چې هغه نفر چې کومه خبره وکړه، له زړه نه يې وکړه، هسې په خوله یې یو څه وویل. او یا مثلاً، له پلانکي سره مې ولیدل، خو له لیدنې مې ډېر خوند وانه خیست، فکر نه کوم، چې زما په لیدو ډېر خوشاله وو.
مرکچي: هممم! یا هغوی څه نا څه مصنوعي ښکارېدل. کوم څه خو شوي وو. وضعیت ښه نه وو؟
شیواني: بالکل! نو که نور خلک يې درک کولی شي او موږ یې پخپله هم درک کولی شو، نو موږ باید په دې ځان پوه کړو، چې موږ ټول فقط یو بل ته دوکه ورکوو او تر ټولو مهمه دا چې، د دغه ډول اړیکې بنیاد غلط دی او دا اصلاً یوه اړیکه نه ده او ما سره شکونه پیدا کېږي. مثلاً که زه دغه منفي انرژي ستا په لور در ولېږم، نو ته زما په نیت شکمن کېږې او بیا به تل زما په نیت شک کوې، چې بیا به په دې اړیکه کې اعتماد او باور نه وي پاتې. او فقط یوه وړه خبره به وي او اړیکه به نوره ختمه وي، ځکه چې دې اړیکې اصلاً بنیاد نه درلوده.
مرکچي: په دې چې هېڅ نه پوهېږې، چې هغه نفر کوم وخت رښتیا وايي او کله دروغ؟
شیواني: نو موږ باید له ځانه پوښتنه وکړو، چې موږ څه کوو؟ یا اصلاً دا خبره نه کوم چې ستا جامې ښکلې دي، په دې شرط چې په رښتیا ډاډه نه یم، چې جامې يې ښکلې دي. نو چې فکر نه کوم، چې ښکلې دي، نو باید دا خبره هم ونه کړم. همدا رښتینولي او صداقت ده. خو که زه غواړم، چې ووایم، جامې یې ښکلې دي، نو لومړی په دې ځان پوهوم، چې جامې رښتیا هم ښکلې دي؛ بیا په ذهن کې دا فکر ایجادوم، چې سمه ده، خو ممکن زما به سپینې جامې نه خوښېږي او دا زما خپل انتخاب دی، او د هغه لپاره د هغه خپل انتخاب ښکلی دی. او بیا همدا فکر په الفاظو کې هم بیانوم. او تر هغو پورې په ځان کار کوم، تر څو چې زما فکرونه او الفاظ له یو بل سره همغږي نه وي. او له هغه وروسته، افهام او تفهیم ته راځم او رښتونی افهام و تفهیم هم همدا دی.
مرکچي: زه غواړم، په یوه شي پوه شم. که زه دا خبره وکړم، چې ستا جامې ښکلې دي، خو هدف مې دغه نه وي. او په حقیقت کې په دې اند یم، چې دغه سړی بیخي احمق دی! نو په دې وخت کې له ماسره څه کېږي. یعنې زه له خپل ځان سره څه کوم؟ زما روح، زما شخصیت او زما وجود ته څه پېښېږي؟
شیواني: خپل ځان ته دوکه ورکوم.
مرکچي: نو بیا څه کېږي؟
شیواني: زه مې د خپلې ارادې ځواک را ټیټوم، ځکه چې هر ځل به مې ځان ته دوکه ورکړې وي.
مرکچي: ځان ته په دوکې ورکولو د خپلې ارادې ځواک را ټیټوم؟
شیواني: هو، ځکه چې ځان ته رښتونی نه یم. زه خپل ځان ته رښتونی نه یم! زه چې څه فکر کوم، هغه عمل کې نه کوم. او زما د فکرونو، الفاظو او کړنو ترمنځ یوه ناهمغږي وجود لري. زه فکر یو څه کوم، وایم بل څه او په عمل کې یو بل څه کوم. دا پخپله ناهمغږي ده او دغه ناهمغږي به همداسې دوام کوي. او یو وخت به زه فکر کوم، چې زه باید دا کار وکړم، خو الفاظ او کړنې به مې ورسره همغږي نه کوي او په عمل به نه اوړي.
مرکچي: نو دا پخپله ماته زیان رسوي؟
شیواني: بې له شکه! دا پخپله ماته زیان رسوي. او همدا وجه ده، چې زموږ د ارادې ځواک کمزوری دی. نو له دې ټولو خبرو وروسته، لږ تر لږه دومره کولی شم، چې د ځان ساتنه وکړم.
مرکچي: روڼتیا!
شیواني: هو، همدا روڼتیا ده.
مرکچي: روڼتیا له شیواني ورما سره… ههه!
شیواني: په دې ځای کې تر ټولو مهمه روڼتیا دا ده، چې څلور ډوله عادتونه چې موږ پرې خبرې وکړې، په هغو کې پنځم ډول عادتونه حقیقي عادتونه دي. کله چې زه خپل حقیقي عادتونه وپېژنم، نو دا راته اسانېږي، چې د خپلو څلورو نورو عادتونو غم وخورم. لاشعوري عادتونه زما په کنټرول کې نه دي؛ له کورنۍ نه اخیستي عادتونه زما په کنټرول کې نه دي؛ له ماحول نه اخیستي عادتونه زما په کنټرول کې نه دي؛ د ارادې په ځواک جوړ شوي عادتونه؟ هو، زما په کنټرول کې دي او د ارادې د ځواک په مټ خپل عادتونه سمولی او رغولی شم. خو کله چې زه په خپلو حقیقي عادتونو پوه اوسم، نو زما د ارادې ځواک هم ورسره فعالېږي. زما حقیقي عادتونه، چې د ځمکې په مخ د ټولو انسانانو حقیقي عادتونه هم دي، دا دي، چې هر انسان یو سپېڅلی، مینه ناک، ارامه، خوشاله او ځواکمن موجود دی او هر انسان همدا فطرت لري. دا چې موږ هېر کړي، چې همدا زموږ فطرت دی، نو دباندې ورپسې ګرځو. خو روحانیت موږ ته دا درس راکوي، چې زه خوشالي غواړم، زه ارامتیا غواړم؟ نه، بلکې زه پخپله یو ارامه موجود یم، زه یو خوشاله موجود یم، زه یو ځواکمن موجود یم. او زه چې د هر څه فکر وکړم، هغسې کولی شم.
مرکچي: څومره ښه! دا څومره ډېر توپیر سره لري، چې زه باید ارامه اوسم، زه باید دا کار وکړم، زه باید حتمي ښه چلند وکړم، زه باید ځواکمن اوسم؛ خو کله چې ته وايې، چې زه داسې او داسې «یم»؛ نو په دې ډول ټولې خوارۍ او زحمتونه پای مومي او فقط یو پوهاوی غواړي.
شیواني: او بیا دا هر څه طبیعي ګرځي. او ټول لیدلوری ورسره بدلېږي. که زه ارامتیا غواړم، نو لاس مې د کچکول غوندې نیولی.
مرکچي: زه ارامتیا غواړم، خیر دی، را یې کړه؛ خیر دی، را یې کړه.
شیواني: بالکل! خیر دی، را یې کړه. خو اوس چې زه پخپله ارامتیا «یم»، نو د بر لاس خاوند شوم.
مرکچي: نو اوس له نورو څخه د مینې د خیرات غوښتلو په ځای، موږ پخپله نورو ته مینه ورکولی شو.
شیواني: بالکل، موږ یې له نورو سره شریکولی شو.
مرکچي: موږ ارامتیا ورکولی شو، خپله پوهه خورولی شو، او …
شیواني: نه، ته هېڅ هم مه کوه، دا هر څه په طبیعي ډول له تا جریان پیدا کوي.
مرکچي: هو، بالکل! لکه اوبه، لکه لمر! هر چاته یې رڼا رسېږي.
شیواني: او ته چې هر چېرته ځې، هر چا سره مخ کېږې، ستا خوشالي، مینه او ارامتیا پخپله تر هغوی رسېږي. دا همداسې ده، مثلاً ته سټریس لرې، نو ضرورت نه لرې، چې خلکو ته سټریس ورکړې…
مرکچي: هههههه!
شیواني: ههه! په اتومات ډول خپرېږي. هر څوک چې ستا د انرژي ساحې ته در داخلېږي، د هغوی د بدن رفتار او ذهني حالت بدلېږي. ځکه ته چې ورغلې، نو د کورنۍ ټوله فضا بدلېږي. نو که ته غوسه اوسې، بیا اړتیا نشته، چې خلکو ته غوسې ورکړې. غوسه دې په خپله خلکو ته رسېږي.
مرکچي: اوس پوه شوم، چې ما به خپلې کورنۍ ته څومره سټریس ورکړی وي؟ ان چې هوايي ډګر ته به هم تلم، هله ګوله به مې جوړه کړه، او تر سټریس لاندې به وم. ناوخته شوم، ناوخته شوم، ناوخته شوم. او له خلکو به نور هر څه هېر وو.
شیواني: نو اوس چې ته ارامه، خوشاله او له مینې ډک اوسې، نو ضرورت نه لرې، چې خلکو ته ارامتیا ورکړې، بلکې هر څه په اتومات ډول درنه خپرېږي. انرژي د ساري مرض غوندې ده، له شاوخوا خلکو نه ډېره په منډه تر موږ را رسېږي.
مرکچي: ډېره زیاته مننه، شیواني خورې! ډېر خوند يې وکړ. اوس اړتیا نه لرم، چې ډېر کار وکړم، هلې ځلې وکړم، یا د خفګان او خواشینۍ احساس وکړم، یا زیارتونو او پیرانو ته ورشم، یا کتابونه ولولم چې څنګه خپل د ارادې ځواک لوړولی شم، څنګه ارامتیا موندلی شم، ولې خلک مینه راسره نه کوي… په دې چې تا یوه ډېره ښکلې خبره را زده کړه، چې زه پخپله مینه یم، زه پخپله ارامتیا یم، زه پخپله پوهه یم او زه پخپله خوښي یم. په دې هیله، چې دغه موضوع په راتلونکو مرکو کې هم جاري وساتو. تر هغو پورې، اوم شانتي!
شیواني: اوم شانتي!
پای