جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهکندوز: د طالبانو یو قومندان په وسله وال برید کې وژل شوی

کندوز: د طالبانو یو قومندان په وسله وال برید کې وژل شوی

تاند: (پنجشنبه، د زمري ۲۶ مه ) سیمه ییزې سرچینې وایي، چې په کندوز کې د طالبانو یو قومندان د ناڅرګندو کسانو لخوا وژل شوی.

ویل شوي، چې دغه طالب قومندان سمیع الحق نومیده او تر دې مخکې یې د کندوز په امنیه قومندانۍ کې د نیشه یي توکیو پر وړاندې د مبارزې د مدیر په توګه دنده ترسره کوله.

 د معلوماتو له مخې، قومندان سمیع الحق تېره شپه د کندوز په یوه هوټل کې د شوي برید امله وژل شوی.

سیمع الحق، د کندږز د چهاردرې ولسوالۍ اوسېدونکی او د طالبانو له مهم قومندانانو څخه شمېرل کیده.

د طالبانو ځایي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي او د برید مسوولیت چا پر غاړه  نه دی اخېستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...