شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهصلاح الدین ایوبي: ملا هبت الله تر هر چا د نجونو د...

صلاح الدین ایوبي: ملا هبت الله تر هر چا د نجونو د تحصیل ډېر پلوی دی

تاند: (پنجشنبه، د زمري ۲۶ مه )  د طالبانو یو مشهور ازبک توکمه قومندان صلاح الدین ایوبي ادعا کوي، چې د دوی مشر ملا هبت الله اخندزاده تر هر چا ډېر د نجونو د تحصیل پلوی دی.

هغه په یوه تلویزوني مرکه کې وویل، چې هبت الله سره په پاکستان کې څو میاشتې ګاونډی و او دیني زده کړې یې ورڅخه کړي.

د ده په وینا، څه موده مخکې یې هم له خپل مشر سره لیدل شوي او هغه د نجونو د زده کړو او په لازمو برخو کې د کار پلوی دی.

له دې سره، دغه طالب قومندان ادعا کوي چې د نجونو د زده کړو د ځنډ اصلي دلیل د دغو زده کړو د سرته رسیدو لپاره د مناسب چاپېریال نه موجودیت دی او هیله من دي، چې زر دا ستونزه حل او نجونې له زده کړو برخمنې شي.

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم په یوه تلویزوني مرکه کې ادعا وکړه، چې دوی د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار مخالف نه دي او د شرایطو له برابرولو سره اجازه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د واکمنۍ دوه کاله پوره شوي، خو د منتقدانو په باور یې دوی لا د هغو شرایطو په برابرولو، چې د دوی په نظر د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار لپاره مناسب دي،نه دي توانیدلي.

د طالبانو منتقدان وایي، چې دوی د خپل لومړي رژیم پر مهال هم په همداسې پلمو پنځه کاله افغان نجونې او ښځې په کورونو کې زندانې کړې وې او اوس هم په همدې ډول خلک او نړۍ تېرباسي.

طالبان بیا داسې قضاوتونه بې اساسه بولي.

7 COMMENTS

  1. ښاغلی ايوبي،
    ډېر ګډوډ شانته خلک ياست. تر اوسه خو دا ټول وايی چې موږ ټول طالب چارواکي د نجونو د تحصيل پلوي يو، خو هر څه شيخ صيب ته پاتې دي او د هغه مخې پراته دي. ټول دا وايی چې تاسې دوعا کوئ چې خدای د شيخ صيب زړه نرم کړي او القاء ورته وشي او ته اوس دا خبرې کوې؟
    نو ته دا دوه کاله چېرته وې؟
    بېده وې او يا ويښ او څه دې کول؟
    اوس ته راپورته کېږې او وايی چې شيخ صيب تر ټولو زيات د نجونو د تحصيل پلوي دی، نو خير بيا دا منعه کړي چا دي؟
    خدای تعالی خو دا کار نه کوي او نه يې کړی، بلکې زده کړه يې پر هر يو لازمه او فرض ګرځولې ده.
    خير ايوبي ښه شوه چې داسې ده، نو ته اوس دا روښانه کړه چې دا چا منعه کړی دی؟
    ستاسې تر شا څوک دی چې دا ستاسې جنګي ماشين او اوسنی حکومت مو چلوي؟
    له دې خو په زغرده جوته شوه چې د واک واګې او جلب مو له بل چا سره دی. هغه څوک دی؟
    تا ته به ختمي پته وي او هغه اوس ته په ګوته کړه او ځواب ملت ته ورکړه چې ولې؟

  2. دداسی وطنفروشو مرتجعو تعداد زیات دی او همدی مرتجعو مکروبونو د افغان ملت دوښمنانو ( کمونیستان ، تنظیمونه او وحشی قدیانی طالبان ته د افغان ملت وژلو ، تباهی او اجنبیو مداخلو زمینه برابره کړی دی داسی مرتجع مکروبونه د افغان ملت دوښمنانو قطار کښی دی !!!!

  3. ملا هیبت الله حفظ الله دنجونو د تعلیم طرفدار، دعصر علوموملاتړی، دفردی ازای، مدنی حقوقونو،لکه سفر، هنر، دکورنی تشکیل، اود لباس او دخپلی ظاهری بڼې د انتخاب حامی او ملاتړی دی. د چا په ږیره، لونکی اوپایڅو کار نلری چاته نه وایی چی پایڅې دی باید له ښنګرو پورته وی کنه له اویا حورو محروم پاتی کیږی د دری او څلورو ښخو شوقی هم ندی او غواړی اقتصادښه شی د اوبو بندونه جوړ او خارجی موسسات د افغانانو سره بشری او بیا رغاونی لازیات کار وکړی ټول طالب مشران تشویقوی چی لورګانی یی لکه دحکمتیار، متقی، عباس ستانکزی او نورو په شان پوهنتنونه ولولی، خو دا پښتون قوم دی چی د عمران خان په امر یی کلتور کی دا شیان نشته او د نجونو تعلیم خو بیخی نه منی نود ملاهیبت الله حفظ الله ملامتی څه ده. که پښتون وغواړی چی نجونی تعلیم وکړی او افغانستان دترقی په لوری روان شی دوه ورځو کی مکتبونه پرانیستل کیږی.طالبان په دی پوه دی چی دمرتجع خلکو لپاره د زر کلو مخکی د حجر دوره راوله خوشحاله کیږی، نو دو ی ځکه د ترقی او رڼا ټولی لاری بندی کړی . که خلک بیدار وی استبداد او اختناق هیڅ هم نشی کولای

    • له دی معلومیږی چی ته همه د هیبت خینزیر جاسوس یې هیبت خینزیر خو د ای اس ای جنرال ده او دخپل ښځی په ځنګ کښی ناست ده او ستا ښځی واک هم له تا اخیستی او دی خدای او رسول پر ضد پریکړی کوی د خینزیر هیبت ټول اعمال د مردود شیطان اعمال دی نو خلک لکه ستا غوندی ړانده او کاڼه نه دې په هر څه پوهیږی ته لکه چی نوې را پاسیده لی یې غواړی د زرکی رفتار زده ګړی

    • نو ستا غوندې انسانان چې وی کله انسانیت وده کولی شی ! ټول درواغ وایې خبرې بیرته درواخله چې په هغوی کې نه منطق شته او نه دعقل لاره ! خوشې ګډ یې ستا لپاره شرم دی خو ملا او حامیان یې کله شرم او غیرت لري ، دوی ټول محمدي مافیائی غلامان دي ! نفرت او نالت په داسې خواره ،شیطانه ،جاسو سه او بی منطقه لیکنه او لیکوال !

  4. صلاح الدین ایوبی رح اُمت او بشریت ته آشنا او مسلمانان ڼن دوی ته سخت اړ دی ؛ صِرف نوم به
    کافی نه وی ، د هغو خلفاء ، امراء ، سپهسالارانو او مجاهدینو چي لتکون کلمه الله هی العلیا لپاره یی مال او ژوند وقف کړی وو ؛ باید د هغوی تقوی ، سیرت ، انسان پالنه ، طرز حکومت ، خدمات ،
    عدالت او نور هغه څه چي انسان ته عزت ورکوی او اسباب دِ تقرب الی الله ګرځی ، هر یو عمل یی
    په شخصی ، اجتماعی او حکومتی خدماتو کی داسی ترسره شی چي ملت او اُمت ته د سلف صالح
    کردار او سیرت ور په یاد کړی او اُمت ته اطمینان او زیری ورکړو ؛ دا دی د اسلام ریښتونی پیروان د
    عبادت او خدمت لپاره په هغه سپېڅلی نقش قدم را روان او نیکان یی تقویه کوی ،تر څو اُمت غښتلي او توانا شی ، ځکه تر څو چي اُمت ژوندی وو ، مسلمان په عزت او مصئون وو ، او اُمتی او نړیوالو قضایاوو کی یی موثر او غالب رول درلود ،مګر له غفلت او نفاق وروسته ټولې لوبې په متشټت مسلمان ملتونو روانې دی او هیڅ یو یی هم په یواځیتوب خپله دفاع نشی کولی ، حتی که کوم اسلامی حرکت چیرته غالب هم شی ،د جزایرو ملکان یی ځانته خطر بولی او د بیت المال اُمت
    نه میلیاردونه ډالر مصرفوی ترڅو یو کرایی قاتل اُمت جنرال بغاوت ته وهڅوی ؛ همداسی موږ ڼن
    ورځ ډیر مصارف لرو چي داخلی منازعاتو باندی لګیږی ، خو که اُمت ولرو دا میلیاردی منفی او په جاهلی تعصباتو ولاړ لا محدوده مصارف دِ اُمت هر غړی ته هر څه د پیشرفته ترین امکاناتو سره تیاریدی شی ۰
    دا عزت په هغی صورت کی احیا کیدی شی چي د اسلام دِ طلایی دور مفکوره ،اخلاق ،تربیت او خدمت خپل کړو ؛ نو یواځی په نومونو اکتفا کافی نده ۰

  5. دروغ هم یو اندازه لری انشالله چی خدای به مو ډیر ژر وشرموی او هیبت خینزیر چی په هر غار کښی پټ ده همالته به مرداریږی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب