شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهجلاوطنه افغانانو په مختلفو هېوادونو کې د خپلواکۍ کلیزې د نمانځلو چمتووالی...

جلاوطنه افغانانو په مختلفو هېوادونو کې د خپلواکۍ کلیزې د نمانځلو چمتووالی نیولی

تاند: (پنجشنبه، د زمري ۲۶ مه )  له افغانستانه تازه جلا شویو افغانانو په بېلابېلو هېوادونو کې د خپل هېواد د سیاسي خپلواکۍ د کلیزې نمانځلو لپاره د چمتووالي بېلابېل مراسم نیولي.

د افغانستان مترقي پاچا امان الله خان په ۱۲۹۸ کې له انګرېزانو څخه د خپل هېواد سیاسي ازادي ترلاسه کړې وه، چې افغانان یې هر کال د خپلواکۍ د کلیزې په توګه نمانځي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، له تېرو دوو کلونو راهیسې دا نمانځنه په کور دننه کمرنګه شوې، خو د طالبانو له لاسه جلا وطنه شوي افغانان په بېلابېلو هېوادونو کې اوس د دې کلیزې د نمانځلو په چمتووالي بوخت دي.

تاند ته رسېدلي معلومات ښيي، چې په جرمني کې د افغانستان د کولتوري ودې ټولنه، په هالنډ کې یو شمېر تازه دمه جلا وطنه افغانان او دغه راز په برېتانیا، ایټالیا او ګڼو نورو بهرنیو هېوادونو کې افغان کډوالو د خپل هېواد د خپلواکۍ کلیزې د نمانځلو مراسم پلان کړي.

د طالبانو منتقدان دوی تورنوي، چې د خپلواکۍ کلیزې سره له دې امله چندان جوړ نه دي، چې د غازي امان الله خان له مترقي افکارو سره ستونزه لري.

امان الله خان د افغانستان لومړنی واکمن و، چې د نجونو رسمي ښوونځي یې تاسیس او افغان نجونې یې بهرنیو هېوادونو ته د زده کړو لپاره واستولې.

د طالبانو مشران بیا په دې تورن دي، چې دوی د نجونو او ښځو خلاف عقده یي او نه پخلاکیدونکي دریځونه لري او له دې امله یې دا قشر له زده کړو، کار او ډېرو ټولنیزو فعالیتونو حذف کړی.

طالب چارواکي بیا په دې اړه ادعاوې ردوي او وایي، چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دي.

1 COMMENT

  1. د افغان ملت د ترقی او پر مخ تګ تګۍ غازی امان الله خان شاو خواته د روسانو پلویانو وجود درلود او دده سقوط سبب هم همدا روسی مزدوران وو او د افغان ملت همدرده غازی نادرخان د ولس په ملاتړ قادر شو چی انګلیس د افغانستان خاوری څخه په تیښته کړی داچی غازی نادرخان د غازی امان الله خان سره ډیر نږدی وو نو هغه ته ثابته وه چی د غازی امان الله خان سقوط کښی روسی پلویانو اساسی رول درلود له همدی کبله غازی نادرخان دا ټول پیژندل شوی اشخاص سره د ننګرهار پیژندل شوی زمانی او دده شاوخوا کسان له مینځه یووړل !

    حتی اوس علنی کمونیستانو او نورو منافقو اشخاصوتخریبی پرپړی شروع کړی دی په واقعیت کښی د افغان ملت قربانی باندی او د غازی نادرخان افغانی غیرت سره د افغانستان خاوری ازادی د شیطان انګلیس څخه تر لاسه کړۍ شوه او دا د تاریخ جعلکاران که هر څومره ددرواغو پرپړی خپوری هم کړی بیا هم په خپل کثیف هدف کښی ناکام دی !!! همدارنګه که د افغان ملت تاریخ جعلکاران هر څومره د غازی نادرخان د انګلیس مزدور بغاری ( بغاری د غلامو قاتلو قدیانیو طالبانو اصطلاح دی ) هم ووهی بیا هم دا منافقین د غازی نادرخان شجاعت او مردانګی نشی تر پښو لاندی کولای او د غازی نادرخان شجاعت افغان ولس ته کاملآ څرګند دی چی د شیطان انګلیس شړلو کښی مهم رول درلود ، ای دافغان تاریخ جعلکارانو دا کله ممکن کیدای شی چی د شیطان انګلیس شخص د افغان ولس سره مټ په مټ د خپل بادار ؟ په مقابل کښی د ولس سره د شیطان انګلیس پر ضد راپورته شی ؟؟؟؟ تاسی اندکترینه شرم او حیا نلرۍ او تعجب دی چی افغان جرمن ویب سایت د افغان تاریخ جعلکارانو ته داسی تخریبی موقع ورکوی !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب