شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهعطا محمد نور د برهان الدین رباني او احمد شاه مسعود ځينې...

عطا محمد نور د برهان الدین رباني او احمد شاه مسعود ځينې کړنې نقد کړې

تاند: (پنجشنبه، د زمري ۲۶ مه )  د جمیعت اسلامي ګوند د یوې انشعابي برخې مشر عطامحمد نور په یوه راډیویي مرکه کې د خپل ګوندي رهبر او پخواني ولسمشر برهان الدین رباني او د جمیعت ګوند د مشهور قومندان احمد شاه مسعود ځينې کړنې نقد کړې.

هغه د تنظیمي جګړو له یادولو سره وویل، چې اوس فکر کوي د هغوی په فیصله، په تنظیمي جګړو کې د دوی ښکېلیدل او له پښتنو، ازبکو او هزاره وو سره جګړې یې د دوی په تاوان وې.

نوموړي د دې جګړوله امله له دوی څخه د ازبکستان او ایران خوابدۍ ته اشاره وکړه، چې په وینا یې د دوی ګوند ته یې تاوان کړی و.

عطا محمد نور د خپلو نورو تېروتنو د شمېرلو په ترڅ کې د طالبانو له لومړي ځل پرځیدو وروسته ډایاک پروګرام ته د خپلو وسلو سپارل، د یو شمېر وزیرانو په ګومارلو کې ونډه، له ځینو فاسدو رئیسانوملاتړ او په ۲۰۱۹ ټاکنو کې له حنیف اتمر سره د پاشل شوي ټاکنیز ټیم جوړول خپلې تېروتنې یادې کړې.

هغه، چې د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت د عالي شورا په نوم د طالبانو د یوه سیاسي جریان له مهمو غړو دی، په دغه جریان کې د ملي مقاومت جبهې د مشر احمد مسعود کمرنګه حضور، د طالبانو د رژیم کړنې او په ځانګړي ډول له خپلومخالفانو سره ناوړه چلند، له ده سره د پخواني مرستیال ولسمشر امرالله صالح ناندرۍ او ځينې نور مسایل هم یاد او توندې نیوکې ورباندې وکړې.

نوموړي طالبانو ته د جګړې ګواښونه وکړل او د امریکا د مخکیني استازي زلمي خلیلزاد هغه خبرې یې غیر مسوولانه وبللې، چې د طالبانو سیاسي مخالفان یې په دې اړه په لاپو تورن کړي او ویلي، چې له بې ځایه چېغو پرته دې افغانستان ته ستانه او هملته د ژوند له فرصته ګټه واخلي.

2 COMMENTS

  1. هغه چه یو وارې ناموس خرڅ کړ «شاهد د سویس د زیوریخ د تلویزیون غړي»، بیا یې خرڅوي!

  2. عطا ته یوه لاره پاتی چی هغه له پدرام سره واده کول دې او په اروپا کی له همجنس بازی نه خوند اخیستل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب