اتل سالار هاشمي
دا په اسلامي تاریخ کې خورا ډېره مخینه لري او د اسلامي تاریخ یو ډېر لرغونی بدعت دی، چې خلیفه ګانو او امیرانو به ویناوال او خطیبان اړ کول چې د جمعې او اختر په خطبو کې دې د خلکو په وړاندې د واکمن نوم یاد شي.
د اسلامي تاریخ لیکونکو له لورې دا اصطلاح ډېره کارېږي چې کله فلاني هغه ښار ونیو، نو خطبه يې په خپل نوم کړه، بیا له ده څخه په دومره کې بل زورواکي ونیو او هغه هم خطبه د خپل ځان په نوم جاري کړه، سیکه يې هم خپله جاري کړه.
دا یو پخوانی دود و، چې هر واکمن په یوه سیمه لاندې کړه، نو د هغې سیمې خطیبانو ته به يې امر وکړ چې د جمعې په خطبه کې د هغه نوم یاد کړي، بیا به د پخواني واکمن نوم وایستل شو، د ده نوم به په کې ځای پر ځای شو. د دې لپاره يې لار داسې جوړه کړې ده چې لومړی د څلور راشده خلفاؤ، بیا د ځینو اصحابو، ور پسې نبوي میرمنې، لور او لمسیان یاد کړي، تر دې را وروسته نو د واکمن نوم ته لار هواره شي، په دې تړاو د الفتاوی په نوم یوه عربي ویبسايټ کې د پخواني عالم عز بن عبد السلام یوه فتوا په (۱۶۹۸) شمېره نقل شوې وه، هلته پوښتنه او ځواب داسې دي:
«السؤال :
هل يستحب للخطيب ذكر الصحابة رضي الله عنهم في الخطبة على ما جرت به العادة في زماننا بألفاظ مسجعة، أم تركه أولى لموافقة السلف، وإذا صلى الإنسان على النبي صلى الله عليه وسلم يستحب له الصلاة على آله، وإذا صلى على آله يدخل أصحابه في ذلك أم لا، وأيما أولى: أن يقول المصلي: اللهم صل على محمد وعلى آل محمد وأصحابه، أو على أصحاب محمد وآله، فلو كان ذكر الصحب مستحبا فلم لم يذكره النبي والصحابة والخلفاء الراشدين بعدهم، ومن الآل المختار عندكم حماكم الله؟
الجواب :
ذكر الصحابة والخلفاء رضي الله عنهم والسلاطين بدعة غير محبوبة، ولا يذكر في الخطبة إلا ما يوافق مقاصدها من الثناء والدعاء، والترغيب والترهيب، وتلاوة القرآن، وإذا سئل الخطيب عن حكم شرعي فأجاب فلا بأس به ولا سيما إن تعلق بصلاة الجمعة، وكذا لو رأى من جلس ولم يحَيِّ المسجد فليأمره بتحية المسجد كما فعله صلى الله عليه وسلم.
والأولى أن يقتصر في الصلاة على الرسول صلى الله عليه وسلم على ما صح في الحديث، ولا يزيد عليه بذكر الصحابة رضي الله عنهم، ولا غيرهم.
وآل الرسول صلى الله عليه وسلم عند الشافعي: بنو هاشم وبنو المطلب، وصح أن الرسول صلى الله عليه وسلم نص على أزواجه وذريته في الصلاة عليه، والله أعلم.»
له دې څرګندېږي چې د هغه وخت علماؤ هم له دې څخه تنګ راغلي وو، عز بن عبد السلام په ۶۶۰ هـ کې وفات شوی دی.
دا لړۍ تر هغو روانه وه چې کله په ځینو هیوادونو کې د سیاست او دین پولې تر یوه بریده سره بېلې شوې، هغه وخت چې واکمنو نور د دین په چارو کې د لاسوهنې لېوالتیا نه در لوده، مذهبي کسان له سیاسته لرې په خپلو خانقاؤ، درسګاؤ، مساجدو، منابرو او محرابونو کې یوازې په دیني تعلیم بوخت شول، سیاستوال په سیات کې ښکېل شول، دغه مهال نور دې بدعت ته چا زړه نه ښکاوه، ورو ورو دا پخوانی دود دومره کلېشه شو چې بیا يې کوم واکمن او خطیب را ژوندي کولو ته زړه نه ښه کاوه.
خو دا چې زموږ په هیواد کې یوځل بیا مذهبي طبقه واک ته رسېدلې ده، نو دوی دغه دود بیا را ژوندی کړ، طالبان داسې فکر کوي چې دا یوه اسلامي طریقه ده او ایله کول يې نه دي په کار.
پخوا که د یو واکمن د نوم اخیستلو موارد کم وو، واکمن به غوښتل چې د هغه نوم یاد شي، نو ځکه به يې خطیب ته د نوم اخیستلو امر کاوه، اما اوس د شهرت او نوم اخیستو موراد او وسیلې زیاتې دي، دغه کار یوازې زاړه پالي او بې ابتکاره اسلام کاري کولای شي.
زما په نظر اساسي تېروتنه له هغه ځایه واکمنو ته پيدا شوه چې مسلمانو عالمانو د امیر لپاره د امامت کول، خطبې ویل، قوانین جاري کول د هغه مسوولیت وګاڼه، په دې معنا چې واکمن باید په دې ټولو کارونو کې فزیکي حضور ولري، د هغه په امر او اشاره دا کارونه وشي، لمونځ دی ور کړي او خطبه هم خپله بیان کړي.
دا چې امیر یو و، دغه چارې ډېرې، نو د هغه لپاره يې د ده تعیین شوی استازی هم کافي وباله، ورو ورو د امیرانو بوختیاوې زیاتې شوې، پاملرنه يې تر دې ومهمو کارونو ته واوښته او ګایه وخت امیر دومره علم نه در لود چې هغه د لمانځه امامت وکړي یا خطبه بیان کړي، له دې امله دا چاره نورو کسانو ته پاته شوه چې امام به ټاکلي وو، دا چې امام فزیکي حضور نه در لود، نو د خپل نوم او شهرت د ساتلو لپاره يې لازمه کړه چې د دوی ټاکل شوی کس باید د ده نوم په خطبه کې یاد کړي، څو خلکو ته د هغه نوم هم ورسېږي او دا هم ثابته شي چې نوموړی خطیب د امیر له لورې تعیین شوی دی.
پاته شوه اوس دا کیسه بیخي ډېره زړه او تر کلېشې لا کلېشه شوې ده. دا یو ډېر بد بدعت و، په ديني خطبه کې د سیاسي واکمن نوم یادول له مذهبي اړخه د غندلو وړ کار و.
رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل وخت کې د اړتیا له مخې هم د سیاسي او ټولنیزو چارو مشري کوله او هم يې دیني رهبري له غاړې وه، اما دا فکر کول چې یو امیر باید په خپل وخت کې دا ټولې چارې پر غاړه ولري، ناسم فکر دی. د قران کریم په کیسو دا خبره راغلې ده چې کله له یوه واکمن سره یو نبي یوازې د دې لپاره ملګری پاته شوی دی، چې دیني چارې يې اصلاح کړي،(بقره: ۲۴۶، ۲۴۷، ۲۴۸) نور يې د سیاست واګې سیاسي واکمن ته ور کړې دي، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا کړنه یوه تصادفي کړنه وه، نه دا چې له شرعي اړخه دا یو مسوولیت و، ځکه قران کریم په هيڅ ایت کې دې خبرې ته اشاره غوندې هم نه ده کړې.
تر ده را وروسته خلفاؤ همدا کار د نبي سنتو په اتباع او د د مجبوریت له مخې کاوه، ځکه دوی د سیاسي چارو لپاره همدا جومات مرکز کړی و، کله چې واکمنو له جومات ماسیوا بل ځای د سیاسي غونډو لپاره تعیین کړ، بیا دا حتمي دود هم ختم شو چې واکمن به خپله خطبه وايي، لمونځ به ور کوي او هر کار ته به خپله راځي.
له دې تفصیل څخه ښکاري چې طالبان د دې کار له شالید څخه ناخبره دي، دوی د یوه دیني کار په سترګه ورته ګوري او په عيني حال کې ضمنا نور اهداف هم په نښه کوي.
طالبانو په دې بدعت کې تشدید دا کړی دی چې د خپلو دوو مړو واکمنو نومونه يې هم په کې اضافه کړي دي، په داسې حال کې چې باید یوازې د برحاله واکمن نوم په کې راغلی وای.
که پخوا دا دود وای، نو خطبه به ټوله د خلفاؤ له نومونو ډکه وای، د عباسي خلفاؤ د لسګونو کسانو نومونه، مختاړي او وروستاړي که له دعاؤ او صفتونو سره په یوه خطبه کې ځای کړې، نو یو خو به خطبه نهایتا ډېره اوږده شي او بل ممکن اخیر په یوه خطبه کې ځای هم نه شي، نو هغوی دا کار یوازې د خپلو برحاله مشرانو سره کاوه، خو طالبان مړه هم په یادوي.
د نیوکې یو مهم مورد په کې دا هم دی چې دا کار نه رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل وخت کې کړی دی، نه اصحابو کړی دی، یعنې په اصحابو کې دا کار هیچا نه دی کړی، تر دې وروسته چې د ملوکیت زمانه شروع شوې ده، دغه بدعت هم سر را پورته کړی دی، نو طالبان ولې د هغې دورې بدعت لا پسې پالي چې په خپل وخت کې يې ګڼ غیر شرعي دودونه کول او له هغو څخه یو دغه غیر شرعي کار دی چې نه نبي علیه السلام کړی او نه اصحابو؟
لنډه دا چې خطبې ته د امیر نوم ور کول په مذهبي لحاظ یو بدعت دی، په سیاسي لحاظ یوه کرغېړنه تاریخي پدیده وه او اوس ډېره کلېشه شوې ده، یوازې د تاریخ په کتابونو کې يې ذکر کېدی چې طالبانو دا کلېشه ځکه بیا را ژوندۍ کړه چې دوی ابتکار نه لري، هغه څوک چې د خلاقیت وړتیا ونه لري، هغوی یوزاې د تاریخ پر کیسو باندې په شخوند وهلو غواړي نوم يې یاد شي او وخت په تېر کړي. د ټیکنالوجي او رسنیو په دې دور کې چې بیا هم څوک د خپل نوم د یادولو لپاره تر ټول مهم ځای د مسجد منبر او د خطیب خوله وګڼي، دا نو باید له نن څخه پنځه سوه کاله مخکې تېر شوی وای او نن باید نوي نسل ته د وروسته پاتې والو د مجسمو سیمولونو په توګه یوازې په موزیم کې ساتل شوي وای.
خطبه یو دیني رنګ لري، باید هماغسې دیني پاته شي، دغه سیاسي بدعت د هغې دیني رنګ او صبغې ته زیان رسوي، هر څوک چې دا کار کوي، په ديني لحاظ ګنهګار او په سیاسي لحاظ کمظرفه او بې درایته دي.
۲۰۲۳/۸/۱۲