شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان دیني مدرسې ۵ برابره زیاتې...

د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان دیني مدرسې ۵ برابره زیاتې شوي

تاند: (پنجشنبه، د زمري ۲۶ مه ) راپورونه ښيي، چې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره په افغانستان کې د دیني مدرسو شمېر پنځه برابره زیات شوی.

د بي بي سي د راپور له مخې، اوس په افغانستان کې د رسمي دیني مدرسو شمېر ۶۸۳۰ ته رسېدلی.

د مدرسو اړوند یوه طالب چارواکي عبدالرزاق صدیق ویلي، چې د جمهوري نظام پر مهال افغانسان ۱۲۱۲ ثبت شوې دیني مدرسې لرلې.

د طالبانو د معارف وزیر ویلي، چې په هره ولسوالۍ کې به لس نوې دیني مدرسې جوړې کړي.

د مدرسو بېساري زیاتوالي او پکې د افراطي نصاب تدریس یو شمېر خلک د افغانستان د نوي نسل په اړه اندېښمن کړي.

دوی باور لري، چې طالبان د افراطي باورونو له پراخولو سره نوی نسل له متشدوو افکارو سره روزي او د دوی او افغانستان راتلونکی ګواښي.

طالب چارواکي بیا دیني زده کړو ته زیاته پاملرنه خپله یوه لویه لاسته راوړنه بولي او د اسلامي شریعت د تطبیق لپاره یې مهم یادوي.

1 COMMENT

  1. بلی دا قدیانی خيټور کوشش کوی چی د ملت ټول کوچنیان قدیانی ملایان کړی او افغان ملت بی سواده او میرمنی او جلکۍ د غلامو په شان زندانی وساتی او پنجابی پاکستان او شیطان انګلیس تام کنترول تر لاسه کړی ددی هڅی غلیسه امریکا هم ملتیا کوی اما دا په لوړ جرأت سره ویل کیږی چی دا د افغان ملت قدیانی دوښمنان به خپلو ورکړ شوو خبیثو پلانو کښی بریالی نشی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب