جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمولوي کبیر: د اساسي قانون او فرعي قوانینو د جوړیدو چارې مو...

مولوي کبیر: د اساسي قانون او فرعي قوانینو د جوړیدو چارې مو پيل کړي

تاند: (پنجشنبه، د زمري ۲۶ مه )  د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وایي، چې د دوی رژیم د اساسي قانون او فرعي قوانینو د جوړولو چارې چټکې کړي او زر به په دې اړه پایلو ته ورسیږي.

نوموړي د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې په خپله لومړنۍ تلویزوني مرکه کې وویل، چې د دوی عمومي مشر ملا هبت الله د خپل قاضي القضات په مشرۍ په دې اړه یوه کمېټه ټاکلې ده.

دغه طالب مقام په دې تړاو نور جزیات ورنه کړل.

د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې، چې روانه اونۍ یې دوه کاله پوره شول، دوی تراوسه اساسي او نور فرعي قوانین نه لري.

د طالبانو چارواکي وایي، چې خپلې حکومتي چارې د شرعي قوانینو پر بنسټ مخته وړي.

د طالبانو د بیا واکمنۍ په لومړیو وختونو کې د دوی د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي ویلي وو، چې د اساسي قانون تر جوړیدو پورې به له ځینو تعدیلاتو سره د ۱۳۴۳ اساسي قانون عملي کوي، خو وروسته ولیدل شول، چې طالبانو پر دغه اعلان عمل ونه کړ.

د طالبانو منتقدان د دوی په واکمنۍ کې افغانستان د نړۍ یوازینی بې قانونه هېواد بولي او دوی په خپلسریو تورنوي.

1 COMMENT

  1. چې د لَوګري رضا نه لور په لوټه تیروي
    له دوو کلو وروسته یی ایله دا خبره کوي چې د قانون د جوړیدو چارې یې پیل کړي دي. یعنی په خپلو کې مو سره ویلي چې که قانون جوړ شي نو ښایی خلک به انتقاد نه کوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب