جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهله هیواده دباندې د پاسپورټ بیه د پام وړ ټیټه شوه

له هیواده دباندې د پاسپورټ بیه د پام وړ ټیټه شوه

تاند(پنجشنبه، د اسد ۲۶مه) د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت پرون (چهارشنبې) له هیواده دباندې د افغاني پاسپورټونو لپاره نوې بیې اعلان کړې.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د خلکو اقتصادي ستونزو ته په کتو د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او مالیې وزارتونو په وړاندیز او د ريیس الوزرا په حکم له هیواده دباندې د ۵ کلن پاسپورټ بیه ۱۲۰ او د ۱۰ کلن هغه ۲۲۰ امریکايي ډالره ټاکل شوې ده.

په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي چې د یو کال تمدید لپاره به ۲۰ ډالره اخیستل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سفارتونه د پنځو کلونو لپاره پاسپورټ د سټېکر په وسیله په ۲۰۰ یورو تمدیدوي.

تر دې څو ورځې مخکې د کورنیو چارو وزارت ړ پاسپورټ د وېش په بهیر کې د چټکتیا لپاره اعلان وکړ چې نور څوک اړتیا نه لري چې خپله تذکره د احصاییې او معلوماتو په ملي اداره کې تایید کړي.

دغه وزارت وویل، له دې وروسته د پاسپورټ د اخیستو لپاره د تذکرې تایید د پاسپورټ په ریاست کې دننه کېږي.

پخوا د تذکرې تایید د احصایي او معلوماتو ملي اداره کې کېده چې څو ورځې وخت یې نیوه او ګڼو خلکو یې په اړه شکایتونه درلودل.

د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته پر له پسې د پاسپورټ بیه لوړه شوې ده خو دا به لومړی وار وي چې د پاسپورټ د بیې د کمېدو پرېکړه کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب