جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد روسیې دفاع وزیر: لوېدیځ په افغانستان کې د غیرپښتنو جوړښتونه فعالوي

د روسیې دفاع وزیر: لوېدیځ په افغانستان کې د غیرپښتنو جوړښتونه فعالوي

تاند(چهارشنبه، د اسد۲۵مه) د روسیې دفاع وزیر سرګی شویګو نن د مسکو په یوولسمه نړیواله امنیتي غونډه کې وویل، لوېدیځ غواړي چې په افغانستان کې له غیرپښتنو جوړښتونو (ډلو) سره کار فعاله کړي.

شویګو په دې اړه ډیر وضاخت ورنه کړ چې منظور یې کوم جوړښتونه یا ډلې دي.

د ده په وینا، لوېدیځ دا کار په دې خاطر کوي چې له یوې خوا د روسیې د متحدو هیوادونو په سرحدي سیمو کې نارامۍ جوړې کړي او له بلې خوا د دغه مرکز د شنډولو لپاره د پوځي مرستې وړاندیز وکړي خو په دې منځ کې د عامو خلکو ګټې او د دولت ثبات په پام کې نه نیول کېږي.

شویګو د مسکو نړیوالې امنیتي غونډې ته د وینا په ترڅ کې د خپلو څرګندونو د نتیجې په توګه وویل چې حاضردمه د منځنۍ اسیا د هیوادونو خلاف اساسي ګواښونه د افغانستان په خاوره کې رامنځته کېږي؛ هغه ځای چې د امریکا د لسګونو کلونو له حمایوي سیاستونو وروسته د نړیوالو تروریستي تنظیمونو نفوذ زیاتیږي.

2 COMMENTS

  1. امریکا او نوره نړۍ فکر کوی چی افغانستان غیر پښتانه قومونه اباد او د ترقی لرونکی کولای شی، پښتون هم دین هم دنیا له لاسه ورکړل. د طالب له امله ټول پښټون دعلم او بشریت ضد مخلوق معرفی شو، حال داچی همدا طالب اول د پښتون دشمن دی، پښتون یی قتل عام کړ، مکتب، سرک، برق، شفاخانه، کارو تجارت، هویت او نیک نوم او هرڅه یی تری واخیستل. پښتون خو په دنیا کی هرڅه بایلودل، خو د اسلام مبارک دین یی هم دیو متحجر، ترقی ضد، غیر انسانی، وینی بهوونکی، دښځو د حق مخالف، تنګ نظر او تمدن ضد دین معرفی او دا دین یی په دنیا کی بد نام کړ. طالب د پښتون او اسلام څیره بده معرفی او دواړه یی خراب کړل. اوس نړۍ له مجبوریت مخ نورو قومونو ته اړوی

  2. دا دغربیانو ډېر پخوانی نظر دی چه پښتانه له مینځه یوړل شي، شاهد یو سویسی جنرال شتاهل چه ماته یې په ۱۹۹۰ کال کې وویل!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب