جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهملا یعقوب: هېڅ هېواد دې د خپلې امنیتي ناکامۍ پړه پر موږ...

ملا یعقوب: هېڅ هېواد دې د خپلې امنیتي ناکامۍ پړه پر موږ نه اچوي

تاند: (چار شنبه، د زمري ۲۵ مه ) د طالبانو د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد، د دوی پر رژیم د پاکستاني چارواکو پرله پسې نیوکو ته توند غبرګون ښودلی.

نوموړي ویلي، چې ځينې هڅه کوي نړۍته داسې پيغام ورکړي، چې ګواکې افغانستان نړۍ ته خطر دی

د هغه په وینا، حیران دي چې ولې ځينې هڅه کوي، افغانستان نړۍ ته د خطر وښيي او اوسنی وضعیت یې دوام ته پرې نه ږدي.

د ملا یعقوب په وینا، ا ځل به د افغانستان د جغرافیې دښمنان دغه ارمان ګور ته یوسي.

طالب وزیر په مشخص ډول د چا نوم وانخېست، خو اشاره یې پاکستان ته ده.

پاکستاني چارواکو په وروستیو کې په پرله پسې ډول ویلي، چې له افغان خاورې ورته ګواښ پېښ شوی.

 د ملا یعقوب په وینا، ځينې هېوادونه د خپلې امنیتي ناکامۍ پر دوی غواړي واچوي.

هغه له دې پرته، چې د کوم هېواد نوم واخلي، دا هم ویلي چې له ځينو هېوادونو خبر دي، چې د دوی مخالفان غواړي وروزي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب