جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاروپایي ټولنه: د افغانستان بشري ناورین بېساری دی

اروپایي ټولنه: د افغانستان بشري ناورین بېساری دی

تاند: (پنجشنبه، د زمري ۲۶ مه ) اروپايي ټولنې، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د دویمې کلیزې په مناسبت د افغانستان اوسنی بشري ناورین بېساری ګڼلی.

دغې ټولنې ویلي، چې د افغانستان نږدې ۲۹ میلیونه خلک د ژوند د دوام لپاره بشري مرستو ته اړمن دي.

اروپايي ټولنې همداراز په افغانستان کې ځینو نورو ناخوالو ته هم اشاره کړې چې له ډلې یې له عامه ژوند او کاره د ښځو بشپړ محرومیت هم دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو چارواکي د دغه ناورین ملامتي پر پرځول شوي جمهوري نظام اچوي.

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په خپله تازه تلویزوني مرکه کې ویلي، چې دوی د بشري ناورین د حل لپاره اقتصادي پروژې پيل کړي.

هغه او نور طالب چارواکي په دې برخه کې په پرله پسې ډول، د قوشتیپې کانال پروژه یادوي، خومنتقدان یې وایي چې طالب چارواکي په داسې ژمنو خلک تېر اېستل غواړي.

2 COMMENTS

  1. اروپایي بېشرمه او رذیله ټولنه ، دا تاسې نه یاست چه نړۍ مو په اور اچولی، دا تاسې نه وی چه ما سره هم غوښتل چه در سره ګډ شم، دا تاسې نه وی چه خپلو ګتو له خاطره زما وطن کې مو اور بل کړل، ومو وژل او غلاوې مو وکړل، ستاسو د آلمان چانسلر هورست کیولر ؤنه ویل چه خپلو ګټو له پاره په هندوکش کې ستاسو عسکر په جنګ کې دی! تاسو ته مې ۱۹۹۷ پ اکتوبر یا نومبر لوی کنفرانس کې ؤنه ویل چه دا تاسې یاست چه موږ ته عشق او نفرت استوئ، او ؤمې نه ویل چه ستاسو دیموکراسي، حقوق بشر او عدالت اجتماعي دروغ دي او نه یې منم. دا ورځ د اسنادو پر بڼسټ تاسو پر افغانستان تحمیل نه کړ؟ بېشرمه قاتل او پسته ټولنه! ما باندې مو ولې د تروریست ټاپه وهلې وه؟ ټیټ او مرداره ټولنه! زه او تاسې یوبل په ښه ډول پېنو!

  2. دا دوزخی صحنه په افغانستان کښی غلیسی امریکا او شیطان انګلیس له خوا رامینځ ته شوی دی او ددی لپاره ئی ملی خائین خلیلزاد د ۱۹۸۱ څخه قدیانی پنجابی پاکستان ته مسلسل لیږل کیده او هلته ئی د نفاق لپاره په قومی او ژبنی بنسټ باندی تنظیمونه رامینځ ته کړل او د مهاجرینو اولادونو لپاره قدیانی پنجابی مدرسی رامینځ ته کړۍ شوی او د امریکا له خوا په ملیاردونو ډالر پدی برخو کښی جریان درلود، د مونږ له خوا د تنظیمونو او داسی مدرسو جوړیدو پر ضد اعتراضونو وموند او باالخصوص د خلیلزاد له خوا په خندا سره اظهار کیده او ویل ئی چی د داسی افراطی تنظیمونو او مدرسو د افغانانو لپاره د شوروی مقابل کښی حتمی او ضروری دی او غربی نړۍ دی برخه کښی ځانونه خاموش ونیول او د غلیسی امریکا ملاتړ ئی وکړ ، دا کاملآ څرګنده دی چی غلیسه امریکا په ډیرو غربی ممالکو کښی نظامی اډی لری او غربی نړۍ ئی د دوهم عمومی جګړی راپدی خوا سیاسی محاصره کړۍ دی ،، څوک چی اصلی واقعیت پلانیز پ‍‍‍ټوی نو داسی کسان د افغان ملت سره ستر خیانت کوی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب