جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+اسلام او سیاسي ګوندونه | اتل سالار هاشمي

اسلام او سیاسي ګوندونه | اتل سالار هاشمي

پښتو بي بي سي د طالبانو د عدلیې د وزیر عبد الحکیم شرعي یوه ویډیو خپره کړې وه چې نوموړي پکې د سیاسي ګوندو د فعالیت او جوړېدو په اړه خبرې کړې دي.

هغه ویلي دي چې په هیواد کې ټول قوانین د شریعت په رڼا کې مرتب شوي دي، سیاسي احزاب په شریعت کې هيڅ حیثیت نه لري، د هیواد په ګټه هم نه دي او د هیواد موجوده بربادي هم د دوی له برکته ده.

دا خبرې په داسې حال کې را برسېره کېږي چې طالبانو نه یوازې سیاسي احزابو ته د فعالیت اجازه نه ده ور کړې، بلکې د تعلیم په برخه کې بندیزونه پر خپل ځای دي، د بیان ازادي ته اجازه نه شته، د کار او عمل په برخه کې، میرمنې مطلق منعه کول او د نرانو په برخه کې هغه کسان له دویتي دندو ایستل چې یا د تېر دولت مامورین دي یا هم د دوی په نظر عقیدي کې شرعي مشکل لري.

د طالبانو د وزیر دا خبرې څومره پر انصاف او حقیقت ولاړې دي؟ راځئ په اړه يې یو څو خبرې را وسپړو:

لومړی دا چې د سیاسي ګوندونو په اړه چې وزیر صاحب له کوم ایت څخه دلیل نیولی دی، هغه ایت يې بې مورده ویلی دی او هغه اصلا د بلې موضوع په اړه دی چې زه يې وروسته تفصیلي یادونه کوم.

دویم دا چې که تاسو د حزب الله تر نوم لاندې خپل ځان ته د فعالیت اجازه ور کوئ، یا ځانونه درته د رسول الله صلی الله علیه وسلمه د اصحابو په شان ښکاري، نو دا ادعا بیا له هغه چا سره تر تاسو ډېره ښه لګېږي چې په وجود او فعالیت کې تر تاسو سابقه لري، لکه د حکمتیار حزب اسلامي او د استاد رباني جمعیت اسلامي، دغو دواړو ګوندونو هغه وخت فعالیت کاوه چې د امارت په نوم یوه ډله موجوده نه وه، بیا تاسو څنګه د هغو دواړو په شتون کې خپله ډله حزب الله بولئ؟

درېيمه خبره دا ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ډلې ماسیوا خو نورې ټولې ډلې حزب الشیطان وې، نو ایا ستاسو له امارت ماسیوا د حکمتیار، رباني، داعش، القاعده، د لبنان حزب الله، د فلسطین حماس او داسې نورې ډلې ټپلې ټولې په حزب الشیطان کې داخلې دي؟ که داسې نه وي، نو بیا استدلال او قیاس بې مورده او غلط دي.

څلورم: که په اسلام کې یوه ډله د سیاسي فعالیت اجازه لري او نورې هيڅ شرعي هيڅ نه لري، بیا د شوروي اتحاد خلاف د جګړې پر مهال ولې همدې علماؤ د اوو تنظیمونو خلاف ږغ نه کاوه چې دا په اسلام کې نه شته؟ که دا خبره رښتیا وي، نو بیا هغه وخت چې کوم جهاد شوی دی، هغه تر سوال لاندې نه راځي؟ یو شرعي کار چې په غیر شرعي توګه وشي، هغه شرعي حیثیت لري که نه؟

پنځم: تر ټولو مهمه خبره دا ده چې له دې ایت څخه مراد دیني ډلې دي، قران کریم بل ځای ویلي دي: {إِنَّ الَّذِينَ فَرَّقُوا دِينَهُمْ وَكَانُوا شِيَعًا لَسْتَ مِنْهُمْ فِي شَيْءٍ} [الأنعام: 159]

یقینا هغه کسان چې دين يې ټوټې ټوټې کړی او ډلې يې په کې جوړې کړې دي، ستا له هغوی سره هيڅ اړیکه نه شته.

په دې ایت کې موږ وینو چې د حزبونو او ډلو و فرقو د ممانعت په اړه راغلي ایاتونه او احادیث، ديني فرقې او ډلې ښيي، د سیاست په اړه هيڅ ځای یادونه نه ده راغلې. دا اصل به تاسو اورېدلی وي چې د قران کریم ایاتونه یو بل سره تفسیروي، نو که داسې وي، بیا د هغه ایت چې تا لوستی، مطلب دا کېږي چې ديني فرقه یا ډله، هغه څوک چې د دین تفسیرونه بدلوي را بدلوي، هغه څوک چې د خپل سیاست لپاره دین کاروي، هغه څوک چې د زر او زور ګټه يې په دین پورې تړلې وي، نه هغه څوک چې یوازې دنیاوي چارې مخته وړي او د دین هيڅ ډول تفسیر د خپلو ګټو لپاره نه کوي.

پوښتنه دا پيدا کېږي چې که سیاسي ګوندونه د همدې ایاتونو له امله شرعي حیثیت بایلي، ستا مذهب او ستا طریقت به څنګه شي؟ تاسو خو هم په دین کې ډلې جوړې کړې دي، طالبان لومړی احناف دي، بیا يې لویه برخه کسان له دیوبندي فکري مکتب سره اړه لري، همدا شان په تصوف کې زیاتره يې له نقشبندیه طریقې سره تعلق ساتي، تاسو ته د دغه فرقو اجازه چا در کړې ده؟ که سیاسي ګوند په کې داخل وي، نو ستاسو مذهبي ډلې خو تر هر چا مخکې په کې داخلې دي، بیا تاسو په کوم دلیل خپل مذهب او طریقت جلا کوئ؟ د خپل مذهب لپاره چې تاسو د استثنا کوم دلیل لرئ، همدغه دلیل سیاسي ګوندونه يې د خپلو سیاسي ګوندونو لپاره لري، تاسو چې طریقت ته په شریعت کې لار پيدا کړې ده، دوی د خپل سیاسي فعالیت جواز هم له دې ځای څخه اخلي.

ستاسو د دیني ډلو ټپلو تاوان دین ته رسېږي، دیني تفسیرونه ور سره اړوئ را اړوئ، دین بدنامېږي، یو بل د دین په نامه سره وژنئ، سیاسي ګوندونه نه څوک وژني، نه پر چا د تکفیر او ګمراه ټاپې وهي، نه دین ورته اړوي را اړوي، نه دین ور سره بدناموي، بلکې له لومړي سره وایي چې زموږ فعالیت یوازې دنیوي بڼه لري، په هغو ځایونو کې چې دیني هدایات راغلي وي، سیاسي ګوندونه هر وخت په خپل کړنلاره کې دا وضاحت ور کوي چې دلته به د دین احکام منل کېږي او هيڅوک يې د بدلون او تغیر حق نه لري، اما تاسو دغه ډول نه یاست، اوس ستاسو مذهبي او صوفي ډلې تر دې ایت ښه لاندې کېږي که سیاسي ګوندونه؟ که په دې ایت سره د سیاسي ګوندونو حیثیت صفر کېږي، نو ستاسو د مذهب او طریقت حیثیت به څومره پاته شي؟

۲۰۲۳/۸/۱۸

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب