جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد نړیوالو مشرانو په نوم د لسګونه فعالانو او سازمانونو لیک؛ ویسا...

د نړیوالو مشرانو په نوم د لسګونه فعالانو او سازمانونو لیک؛ ویسا له طالبانو را خوشې کړئ

تاند: (چار شنبه، د وږي لومړۍ)  د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو لسګونو مدني فعالانو، بشرپالانو او د حقونو مدافع سازمانونو د ملګرو ملتونو د سرمنشي او یو شمېر هېوادونو د مشرانو په نوم په استولي پرانیستي لیک کې له دوی غوښتي، چې د طالبانو له بنده د تعلیم د حقونو د فعال او قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا د خوشې کولو هڅه وکړي.

مطیع الله ویسا د مارچ له ۲۷مې راهیسې د طالبانو په زندان کې دی.

د نوموړي د خلاصون لپاره د فعالانو په لیک کې راغلي، چې ویسا د نجونو او هلکانو د تعلیم لپاره په ډېره سوله ییزه توګه فعالیت او کمپاین کاوه خو طالبانو له څه باندې پنځو میاشتو راهیسې په بند کې ساتلی.

دغو فعالانو او بنسټونو ویلي، چې دوی ټول د ویسا د ناقانونه زندان د دوام او له هغه سره د طالبانو د ناسم چلند او ځورونې پر راپورونو سخت اندېښمن دي.

 طالبانو ویسا په خپلسرو فعالیتونو تورن کړی و، خو د ویسا کورنۍ دغه تور رد کړی.

د طالبانو چارواکو تراوسه د ادعا کړو خپلسرو تورونو او د ویسا خلاف د احتمالي اسنادو د لرلو جزییات نه دي په ډاګه کړي.

په وروستیو کې د طالبانو له لوري د خبریالانو نیول هم زیات شوي او ویل کیږي، چې تر لسو پورې خبریالان هم تازه طالبانو نیولي او بندیان کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب