همت عمرزوی
د وطن د ادب او تاریخ، ژورنالیزم او فرهنګ لایق او صادق نومیال او ایډیال ادیب علامه حبیبي، نه یوازي د تاریخ په زړه کې بلکې د ملت په زړه کې هم د ځای اومقام مستحقه او مسلمه حقدار دی، ويښ ولسونه د خپلو منورو اشخاصو د قدروني او یادوني په غوره دود کې نوري ژوندی محسوسي مادي او معنوي ګټي هم پلټي او ترلاسه کوي، هغه داسي چې: یو خو د ټولني د قدرشناسی او درناوي ټولنیز شعور لوړېږي او د خپلو معنوي ارزښتونو سره يې لاهم مینه او ژمنه پخېږي او زیاتېږي، بل د ټولني د فکري خلکو د هڅوني او خوځوني د انګېزې د ایجاد سبب هم ګرځي، له بله پلوه د الګو اخستني او اډیال جوړوني ګټوره روحیه هم په اوسنیو ژوندو انسانانو کې راټوکوي.
د لوی استاد د ګټور او منور ژوند د څېړلو او شنلو هراړخېزه هڅه او زیار له پخوا څخه ترسره سوی دی، یاد یې سوی، علمي او څېړنیز سمینارونه پرې دایر سوي دي، لوی لوی پوهان او عالمان پرې ږغېدلي دي، ولي کار لا پای ته نه دی رسېدلی، داسي وړ خلک د زمانې په هره مقطع کې د خپلو خلکو او ولسونو لپاره نوي او هم مهاله فکري او شعوري غنایې رغونکي پيغامونه او معنوي درسونه وړاندي کوي، د علامه حبیبي بیا بیا یاد زمونږ لپاره د وطن د تاریخ، ادب، ژورنالیزم، فرهنګ… سره د میني او ژمني د تعهد تار لا ټینګوي، د استاد د ژور علمي تحقیقي او تخلیقي کار هر اړخیزه شننه او پلټنه پردې جوت دلالت کوي چې د نوموړي (ملي نیت) څومره پاک او خالصانه دی، مونږ که نن دده د وطن د ادب تاریخ لولو، یايې د ژبنیو څېړنو او پلټنو محصول ګورو، او یا د وطن د جغرافیا او تاریخي اباداتو د موندنو او کشفولو لاسته راوړني مطالعه کوو نو دا د استاد د هیوادني عشق پرشتون د کره دلایلو پاخه ثبوتونه اوسندونه دي، مونږ که چېري خپل دا لوی ادبي اوفرهنګي مورخ وپېژنو زه فکر کوم چې افغانستان به لا ښه ترا وپېژنو د استاد او افغانستان پېژندل سره تړلي دي، ځکه د وطن د پېژندني په برخه کې چې زمونږ دې لوی عالم کوم کار او زیار ترسره کړی دی هغه ددې وطن د مادي او معنوي پېژند په باب کې زمونږ سره غوره مرسته کولای سي، اوبرعکس که مونږ د وطن معاصر تاریخ، ادب، فرهنګ، مطبوعاتو، لرغون پېژندني… په اړه هڅه او پلټنه کوو نو علامه حبیبي به زمونږ د هرفکري ګام سره ملګری، لارښود او مرستندوی وي، د پوهنتون په دوره کې یوه ورځ د تاریخ استاد د وطن پرادبي، فرهنګي او مطبوعاتي تاریخ بحث کوی، د خپلو توضیحاتو په لړکې يې دا خبره د یو تاریخي حسرت اوتشي په روحیه یاده کړه چې د وطن د هراړخیز تاریخ بې مادي امتیازه او بې سیاسي ناز او نوازه بې بدیله مورخ بل علامه حبیبي به خدای ج خبر چې پر دې خاوري بیا کله را څرګندېږي! نوموړي زیاته کړه چې استاد حبیبي د دې ټاټوبي د تاریخي معنوي پانګي ملا تړلی بې معاشه پاسدار وو، داسي ساتونکی چې خپل ټول غنیمت ژوند يې د دې لاري د مطلوب ملي مرام لپاره وقف کړی اوځانګړی کړی وو.
د استاد د شخصیت څخه زما انتباه دا ده چې د وطن لپاره يې (نیت) پاک، خالص او بې جوړې وو، هره علمي اوادبي کړنه يې ددې خاوري سره د زړه له کومي د محبت له عمقه را ولاړېدل، ځان يې هیر خو د هیواد عشق يې ډېر وو، تخلیق يې د تحقیق او تحقیق يې د تخلیق له خوږلنو خوند اورنګ اخستی دی، هم يې د خیال عروج لوړ وو او هم يې د حال حضور پوخ اوسنجیده وو، دده د حضوري څيړنیزي زحمتکښی وس او وړتیا لا اوس هم بې سیاله اوبې مثاله ده، ده د وطن په هره شګه اوهره ډبره کې د ملي هویت او تاریخي اصالت راز لیدلی او پلټلی دی، دده د هڅو اوهاند اسلوب ځانته جدا، بېل طرز او کیف لري.
زمونږ لپاره د لوی استاد ارواښاد علامه حبیبي صاحب روحي اومعنوي شتون بیا بیا غوره غنیمت او ښه فرصت دی، که مونږ غواړو چې په پاک نیت اوپرته له کوم غرضه د ځان نه بلکه د وطن د تعالی او پرمختګ په پار څه وکړو نو د دې مخلص او بې ریا لوی انسان د زرین ژوند حکمتي درسونه په دې لاره کې زمونږ لاسنیوی په ډاډ سره کولای سي.
د استاد په دروند او مغتنم شخصیت کې نوې او د ده د شان متناسبه خبره کول ډېره سخته او ناشونې ده، خو مونږته بویه چې د نوموړي د پرانستي لاري د (رسی سر) و مومو او د خپلو ويښو فکرونو په شعوري مزو يې لا ټينګ ونیسو.
پر سپېڅلي روح دې د نوراو رحمت سيوری خپور وي.
او زمونږ پر زړونو دې د یادونو شور وي.
په پېرزوینه اودرناوي.