جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ایران حکومت له طالبانو د خپل بندي خبریال د خوشې کیدو...

د ایران حکومت له طالبانو د خپل بندي خبریال د خوشې کیدو غوښتنه وکړه

تاند: (چار شنبه، د وږي لومړۍ)  په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست او د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي له طالبانو غوښتي، چې په کابل هوایي ډګر کې نیول شوی ایرانی خبریال محمد حسین ولایتي خوشې کړي.

د ایران امنیتي ادارو ته نږدې خبري اژانس( تسنیم) ویلي، چې ولایتي له دوی سره کار کاوه او په یوه غیر کاري سفر کابل ته تللی و.

ویل شوي، چې هغه ۱۰ ورځې په کابل کې و او بیرته د ستنیدو پر وخت له کابل هوایي ډګر څخه نیول شوی.

د ایران د سفارت سرپرست ویلي، چې د نوموړي د خوشې کیدو هڅې یې پيل کړي او د پایلې ورکولو په هیله دی.

طالبانو د حسین ولایتي د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې په یوه اونۍ کې د شاوخوا لسو افغان خبریالانو د نیول کیدو خبر هم ورکړل شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب