شنبه, مې 11, 2024
Homeخبرونهعباس زاده: د شمال سیاسي مشرانو د بلخ د دفاع ۱۲۰۰ میلیون...

عباس زاده: د شمال سیاسي مشرانو د بلخ د دفاع ۱۲۰۰ میلیون افغانۍ حیف و میل کړې

تاند: (چار شنبه، د وږي لومړۍ) د جمهوري نظام د ولسي جرګې دویم مرستیال او په دغه جرګه کې د بلخ یو استازی ابراهیم عباس زاده وایي چې ولسمشر غني د جمهوریت له سقوطه څو ورځې مخکې بلخ ته د سفر پر مهال د شمال یو شمېر سیاسي مشرانو ته ۱۲۰۰ میلیون افغانۍ د بلخ د دفاع لپاره ورکړې، خو هغوی دا پیسې په ډالرو بدل او له هېواده واېستې.

عباس زاده، چې خپله یې هم د بلخ د دفاع لپاره خپل پلویان مسلح کړي وو او بلخ ته د ولسمشر غني د وروستي سفر پر مهال له هغه او د شمال سیاسي مشرانو سره یو ځای و، په یوه تلویزوني مرکه کې ادعا وکړه چې مارشال عبدالرشید دوستم، عطا محمد نور او محمد محقق هر یوه له ولسمشر غني څخه ۴۰۰- ۴۰۰ میلیون افغانۍ د بلخ د دفاع په نوم واخیستې.

نوموړی زیاتوي، چې دغو سیاسي څېرو یوه هم نه پلویان او نه د بلخ د دفاع وړتیا لرله، خو ولسمشر غني نه یې پیسې واخیستې او په ډالرو له بدلولو وروسته یې بهرنیو هېوادونو ته وویستې.

عباس زاده د دغو سیاسي څېرو په ګډون د حزب وحدت ګوند مشر کریم خلیلي تورنوي، چې له جمهوري نظام څخه د پراخو امکاناتو له ترلاسه کولو سره- سره یې له طالبانو سره ارتباطي کسان لرل او وار له مخه یې دغې ډلې سره د افغانستان د راتلونکي سیاسي قدرت پر وېش خبرې او تماسونه لرل.

په یاد شوي تلویزوني بحث کې د افغانستان د ملي راډیو تلویزون مخکیني رئیس اسماعیل میاخېل د شمال د یوه بل سیاسي مشر یونس قانوني په اړه ادعا وکړه، چې د جمهوریت د سقوط په ورځو کې یې د ارګ د یوې غونډې پر مهال حکومتي مشران مخاطب او ورته وویل، چې دوی طالبانو سره په راتلونکي قدرت کې د ګډون تفاهم کړی او جمهوري نظام سره د تلو لېواله نه دي.

مارشال دوستم، عطامحمد نور، محقق او کریم خلیلي د دغو تورونو په اړه په مشخص ډول څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې داسې ادعاوې رد کړي او د جمهوریت د سقوط ملامتي پر ولسمشر غني او د هغه پر نږدې کسانو اچولې ده.

2 COMMENTS

  1. نه یوازی داپورته په تصویر کښی دری واړو داړمارانو ۱۲۰۰ ملیونه افغانی پخپلو مینځو کښی سره تقسیم کړی بلکه ددی دری واړو سره د نورو اجنبیو غلامانو قاتلو ، غلو ، چورکوونکیو ، داجنبیو تربیه شوو داړمارانو او د افغان ملت قاتلانو د غلام کرزی دوره کی دی قاتلو خوږګانو او همدارنګه د غلام اشرف غنی خائینو دورو کښی د امریکا او غربی ممالکو ملیاردو ډالرونه پخپلو مینځو کښی سره تقسیم کړل او هم ددوی هم مسلکه تربیه شوی آ مرانو کرزای او غنی خپلی برخی تری جداکړیدی ددوی دی خیانت کښی غلیسه امریکا کاملآ کومکی وه !!!!

  2. ددې کسانو په اړه باید دومره ووایم چې پخپله عطامحمد ویل چې بهرنیانو زموږ څخه د پیپسې بوتل په شکل کار واخیست او دوستم لومړی کمونست وو چې شورویانو د واګنر په شکل په افغانستان کې وکاروو بیا د مجددی ورته د مجاهد اکبر نوم ورکړ په اصل کې دا خبره د برتانیی، امریکا پاکستان په اشاره کیدل یعنی انګریزانو، پنجابیانو دومره قدرت ورکړ ځکه له هغه وخته چې ده د داکتر نجیب الله حکومت په ملاتړ جنګیده هم یې برتانیی، پاکستان، امریکا سره اړیکې لرلي هم یی له شورویانو سره چې دا قصه د واګنر په مشر شوی چې روسانو ژر په یوه الوتکه کې له مینځه یوړ
    محقق بیچاره هم د امریکا پرضد وو یعنی سوریه ته خپل هزاره ګان لیږل ترڅو امریکا او عربستان پرضد د ایران په پلوی وجنګیږی هم یی دلته له امریکا ډالر اخیستل ترڅو د طالبانو پر ضد جګړه وکړی افسوس د دوی په ویژدان باندې ځکه دوی به هم ځانته مسلمانان او افغانان وايي زما په نظر نه مسلمانان دې نه افغانان ځکه عام ولس یی وژل ترڅو امریکا ، برتانیه پاکستان او ایران خوشحال کړی ځکه کابل همدوی په کنډواله بدل او ولس په سرونو باندې میخونه ټکوهل خو خدای تعالی به ورسره حساب او کتاب کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب