یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمتحده ایالاتو د سولې د پروسې په لړ کې په ولسمشرغني باندې...

متحده ایالاتو د سولې د پروسې په لړ کې په ولسمشرغني باندې فشار زیات کړ

تاند (یکشنبه د حوت ۱۷) د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د سولې د پروسې د ګړندي کولو او د را روان کال د ثور تر ۱۱مې پورې د امریکایي ځواکونو د اېستلو د وعدې د پوره کولو په یادونې سره له ولسمشر غني څخه غوښتي چې د سولې د مذاکراتو په هکله خپل دریځ نرم کړي.

تر دې مخکې افغان ولسمشر غني ویلي وو چې نه غواړي د انتخاباتو له لارې د نوي ولسمشر تر ټاکل کېدلو پورې له واک څخه لاس په سر شي.

ویل کیږي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکېن د خپل هېواد په استازیتوب په یوه لیک کې ولسمشر غني ته وړاندیز کړی چې د سولې پروسه ګړندۍ کړي. نوموړي د ملګرو ملتونو له خوا د یوه کانفرانس د دایرېدلو ذکر کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان په مسئله کې ښکېل لوري به په دغه کانفرانس کې برخه واخلي.

د بلینکېن په لیک کې چې رسنیو ته یې درز کړی دی،‌ راغلي چې د جګړې دواړه غاړې؛ حکومت او طالبان به د مذاکراتو له لارې مسئله حلوي او اوربند به سره کوي،‌ او په ترکیه کې به سره کېني چې د سولې هوکړې ته وروستۍ بڼه ورکړي.

د ولسمشرغني په نامه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په لیک کې چې ویل کیږي یوه کاپي یې عبدالله ته هم لېږلې ده، یاده شوې چې د ۹۰ ورځو په مخه به په افغانستان کې روان تاوتریخوالی کمول کیږي.‌

له دغو وړاندیزونو سره سره وزیر بلینکېن لیکلي چې امریکا له افغانستان څخه د ثور په میاشت کې د خپلو ځواکونو د اېستلو انتخاب هم له پامه نه غورځوي او خبرداری ورکوي چې بیا که متحده ایالات له افغان ځواکونو سره خپلې مالي مرستې جاري هم وساتي طالبان به خپل بریدونه سخت کړي او سیمې به لاندې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب