یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهحسن روحاني: اتومي تړون ته ژمنتیا د بندیزونو په لیرې کېدو پورې...

حسن روحاني: اتومي تړون ته ژمنتیا د بندیزونو په لیرې کېدو پورې تړلې ده  

تاند (یکشنبه د حوت ۱۷) د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي، که اروپا او له ایران سره د اتومي تړون نور لوري په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالات غواړي چې ایران له هغوی سره کړي اتومي تړون ته ژمن پاتې شي، په ایران باندې لګولي بندیزونه دې لیرې کړي.

ایراني ولسمشر د امریکا د متحده ایالاتو له خوا په ایران باندې لګول شوي بندیزونه د ایران په ولس باندې لګېدلي بندیزونه وبلل.

د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، حسن روحاني نن یکشنبه /د کب ۱۷مه/ د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزیر سایمون کاووني سره په کتنه کې وویل چې ایران غواړي له اروپایي هېوادونو سره مذاکرات وکړي لاکن په کار دی چې په معامله کې متقابل احترام موجود وي.

تسنیم د روحاني له قوله لیکلي، «ایران چمتو دی چې د امریکا د غیرقانوني بندیزونو له پورته کېدلو او د ګواښ او فشار له سیاست څخه د دغه هېواد له لاس اخیستنې څخه وروسته، سمدلاسه د اتومي تړون په ګټه خپل جبرانوونکي اقدامات ترسره او خپلې ژمنې عملي کړي.»

ایران او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځو دایمي غړو (چین، فرانسې، برتانیې، روسیې متحده ایالاتو – جمع جرمني) او د هغوی تر څنګه اروپایي اتحادیې د ۲۰۱۵ د جولای په ۱۴مه /د ۱۳۹۴ د چنګاښ ۲۳مه/ د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د ایران د اتومي تړون چې ایرانیان یې برجام بولي، او هدف یې د اتومي وسلو نه خپرول وو، لاسلیک کړ.

ایران په داسې حال کې د نړۍ له هېوادونو څخه د متقابل احترام غوښتنه کوي چې ادعا کیږي دغه هېواد په سیمه او په ځانګړې توګه په افغانستان کې خپلو تخریبي سیاستونو او د جنګ د اور ګرم ساتلو ته دوام ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب