یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپکتیکا کې د پلتو بند د جوړولو چارې پیل شوې

پکتیکا کې د پلتو بند د جوړولو چارې پیل شوې

تاند ( یکشنبه، د کب ۱۷)  د پکتیکا ولایت چارواکي دې ولایت کې د پلتو بند د جوړولو د چارو د پیل کېدو خبر ورکوي.

چارواکي وایي، د دې بند رغنیزې چارې چې اوس پیل شوې، راتلونکو درې کالونو کې به بشپړې شي.

د دغه ولایت د والي ویاند غازي دانش وایي، د دې بند چارې د ملي پراختیا شرکت له لورې ترسره کیږي.

دانش وایي، په دې بند یو اعشاریه څلور دیرش مېلیارده افغانۍ لګښت راځي، چې له بشپړیدو وروسته به درې زره هکټاره ځمکه خړوبه کړي.

د یاد ولایت چارواکي دغه راز وایي، د دې بند د جوړېدو پر مهال به سلګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې ددې بند د چارو د بنسټ ډبره ایښودل شوې وه، خو د چارواکو په وینا د ژمي د سړې هوا له امله یې چارې له ځنډ سره مخ شوې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب