د فیوز نټ (د کاختۍ په اړه د خبراوی ادرې) د وروستي راپور په اساس به د ۲۰۲۱ کال په اوږد کې د هېواد ۹ ولایتونه په لومړني پړاو کې او۲۲ نور ولایتونه په دوهم پړاو کې د کاختۍ (قحطۍ) له جدي ګواښ سره مخ شي.
فیور نټ زیاتوي، د هېواد په اکثریت ولایتونو کې د کم اورښت لامله د غنمو حاصلات کم شوي. د کندهار او هلمند خلکو هم سږ کال د انارو کم حاصلات را ټول کړل او اټکل دا دی چې د سږ کال په اوږدو کې به اورښت کم او د کلیوالي خلکو په حاصلاتو کې د پام وړ کموالی راشي.
راپور زیاتوي، د ۲۰۲۰ کال په اولو پنځو میاشتو کې ۸۶،۰۰۰ زره خلک چې ډيری یې له جنوبي ولایتونو څخه دي، د جګړو له امله نورو سېمو ته کډه شوي او د دې ترڅنګ د ۲۰۲۰ په اولو پنځو میاشتو کې د کورونا اوبا د خپریدو له امله له ایران څخه ۳۰۰،۰۰۰ مهاجر چې اسناد یې نه درلودل هېواد ته راستانه شوي دي.
د دې ترڅنګ د هېواد د هوا پیژندنې ادارې وړاندوینه کړې چې سږکال به په افغانستان کې سخته وچکالي وي ځکه چې د ژمي په موسم کې دومره واوره ونه اوریده چې په پسرلي کې د اوبو کمښت پوره کړي، په راتلونکي کې هم د ډیرو لږو بارانونو وړاندوینه شوې ده.
د امریکا متحدو ایالتونو د یوې سروې له مخې له ۲۰۰۴ م کاله تر ۲۰۱۲م کاله پورې د افغانستان تر ځمکې لاندې اوبو کچه ۱.۴ متره ښکته شوې وه خو په دغه هیواد کې سپیره وچکالي او په نافني ډول د اوبو کارول د دې لامل شول چې دا کچه په ځينو سېمو کې ان تر ۲۰ مترو ښکته شي او په نتیجه کې یې د افغانستان د اوبه خور دودیز سیستمونه زیانمن شوي، ګڼې څاه ګانې، کاریزونه او چېنې وچې شوې.
د بي بي سي د یوه راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ اداره “اوچا” وايي په ۲۰۲۱ کال کې ۱۸ اعشاریه ۴ میلیون افغانان چې د ټول هېواد نژدې نیم وګړي جوړوي بېړنیو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.
څه باید وشي؟
د څښاک اوبو، روعتیایي خدمتونو، زدو کړو او د غربت کمول د تر ۲۰۳۰ کال پوري د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې د تلپاتې پرمختیا له مهمو موخو څخه دي او د هر انسان حق دی، چې دا طبیعي اړتیاوې یې پوره شي. د همدې ادارې د یو بل راپور په اساس ۲۰۱۹ کال د اقلیم د بدلون په برخه کې تر ټولو خراب کال و، خو د کرونا له خپریدو سره چې اقتصادي فعالیتونو په ټپه ولاړ ول، په هوا کې د مضرو ګازونو په خپریدو کې ۶ سلنه کموالی راغلی و چې دا موقتي و او د اقتصادي فعالیتونو په بیا پیلیدو سره به یاده سلنه لوړه شي. د اقلیم د بدلون منفي تاثیرات د دې خاورینې کرې په هر څه دي، التبه ایکو سیسټم ته جوت او نا جبراندونکي زیان رسوي.
د پاریس اقلیمي بدولون تړون او د ملګرو ملتونو سرمنشي د اقلیم د بدلون په اړه بیلابیل میانیزمونه وړاندیز کړي، چې په هوا کې د مضرو ګازو د خپریدو مخه نیسي، تلپاتې او شین چاپیریال د خاورینې کره خلکو ته برابروي.
زه د وچکالۍ او غذایي خوندیتوب په برخه کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په ونډې خبرې کوم.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت همدا اوس د هېواد ۳۴ ولایتونو، ۱۱۶ ولسوالیو، په نېږدې درې زره کلیو کې څه باندې ۴۲۳ زره کورنیو ته د ملي دسترخوان له لوري د خوراکي توکو کڅوړې چې بوره، لوبیا، وړه، غوړي، وریجې او صابون په کې شامل دي ووېشلې، دا پروسه به په ټول هېواد کې روانه وي او د هېواد د نفوس ۹۰ سلنه کورنۍ به له دې پروګرام څخه د ۲۰۲۱ کال په اوږدو کې برخمنې شي.
د کرنیزو ځمکو او د څښاک اوبود برابرلو په برخه کې همدا اوس په ټول هېواد کې د څه باندې دوه زره پرمختیایي پروژې چارې روانې دي، چې څه باندې ۳ میلیونه خلک به ترې ګټه واخلي.
د دې ترڅنګ د کندهار په ارغنداب ولسوالي کې د دهلي بند په پروژه کار رون دی، چې د ۵۸،۹۲ ميلیونه ډالرو په ارزښت به د ۱۱۹ کانالونو د جوړولو چارې پیل شي، چې ۸۶ زره هکتاره ځمکه به اباده او خړوبه کړي.
د کونړ سیند په دواړو غاړو کې د استنادي دیوال پروژه روانه ده چې ۳۶۰۰ هکتاره شاړه ځمکه به بیا اباده کړي او ۲۵۰ زره کسان به ترې ګټه اخلي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو سکتور په برخه کې د کړو کارونو نتجه ده، چې یونیسف په خپل وروستی راپور کې وویل، چې په ۲۰۱۷ کال کې په کلیوالي کچه ۲۷ سلنه خلکو د څښاک اوبو ته لاسرسی درلود او اوس په کلیو کې ۵۳،۵ سلنه خلکو د څښاک اوبو ته لاسرسی لري او وزارت هڅه کوي، چې یاده سلنه زیاته کړي.