شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهمحب: د سولې لپاره خبرو ته هر ځاى چمتو يو

محب: د سولې لپاره خبرو ته هر ځاى چمتو يو

تاند(یکشنبه، د حوت ۱۷) د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي چې افغان دولت په هېواد کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره اړین ګامونه پورته کړي دي خو په خبره یې طالبانو د دې لپاره چې سولې ته خپله ژمنتیا وښیي هیڅ راز ښه نیت نه دی څرګند کړی.

حمدالله محب نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې ویلي چې افغانستان طالبانو سره د هوکړې او مذاکراتو ترڅنګ بايد پاکستان سره هم يوې موافقې ته ورسېږي، ترڅو وکړى په هېواد کې روانه جګړه د تل لپاره پای ته ورسوي.

محب دغه راز د خلیلزاد له لوري د سولې نوې طرحې ته په اشارې زیاته کړې چې، دا د سولې پروسې چټکتیا لپاره یوازې یوه کړنلاره ده.

هغه ټینګار کړی دی چې حکومت تل د سولې لپاره چمتووالی ښودلی او د همدې لپاره په هر ځاى کې خبرو اترو ته تیار دی.

په همدې حال کې د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وایي چې د سولې له نوې طرحې وېره نه ده په کار بلکې باید بحثونه ورباندې وشي او د خبرو له لارې معقوله حل لاره پکې ولټول شي.

عبدالله: د جګړې له لارې واک ته رسېدل ناممکن دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب