جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهعبدالله: د جګړې له لارې واک ته رسېدل ناممکن دي

عبدالله: د جګړې له لارې واک ته رسېدل ناممکن دي

تاند ( یک شنبه، د حوت ۱۷) د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي د جګړې له لارې واک ته رسېدل ناممکن دي.

هغه زیاتوي ، د سولې لپاره ښه فرصت رامنځته شوی، خو د سولې خبرو کې څنګه چې تمه وه هغسې پرمختګ لاهم نه دی شوی.

نوموړی زیاتوي چې د افغان سیاسیونو تر منځ اختلاف د سولې پر روانه پروسه منفي اغېزه کوي.

عبدالله عبدالله داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تازه د حکومت مرکچي پلاوي غړي  نادر نادري ویلي چې، د سولې مذاکراتو په دویم پړاو کې تر اوسه پر اوربند بحث نه دی شوی.

هغه وايي، پاکستان، ایران او روسیې په ښکاره له افغان سولې څخه ملاتړ اعلان کړی خو په عمل کې یې تراوسه پام وړ څه نه دي ترسره کړي.

دغه راز د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم ویلي چې د سولې لپاره يو ښه فرصت برابر شوی دی.

محب ویلي رامنځته شوی فرصت کولی شي روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او یو نوي تشکیل ته لاره هواره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب