جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد امن او ثبات کنفرانس ګډونوالو له لوري د کرښې د دواړو...

د امن او ثبات کنفرانس ګډونوالو له لوري د کرښې د دواړو غاړو پر یووالي ټینګار

تاند ( یکشنبه، د کب ۱۷ ) نن په کابل کې د افغان سولې او اوربند په تړاو د امن او ثبات دوه ورځنی کنفرانس پیل شو.

د دغه کنفرانس ګډونوالو په خپلو خبرو کې د ډيورند کرښې دواړو غاړو ته پراته افغانانو لپاره سوله او ثبات اړینه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې پر دواړو خواوو دغه تپل شوې جګړه باید نوره ختمه شي.

په یاد کنفرانس کې د ګډون په موخه ۴۰ مېلمانه له پښتونخوا څخه کابل ته راغلي دي.

د کنفرانس په پیل کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محب الله صمیم وویل، د کرښې دواړو خواوو ته افغانان یو دي، دوی په اغزنو تارونو نه بېلېږي.

د هغه په خبره، جګړه پر افغانانو تپل شوې او باید داسې څه وکړي چې د کرښې دواړو خواوو ته د امن او ثبات لامل شي.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب هم په دغه کنفرانس کې ګډون کړی و.

هغه د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، د افغان حکومت هڅه دا ده، چې افغانستان او سیمې ثبات بنسټیز کړي، څو د اوسني افغانستان سربېره د ډېورند هاخوا افغانان هم سوله او ثبات ولري.

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د مالوماتو له مخې، د دې کنفرانس موخه په افغانستان کې دوامدره سوله او د تېرو ددو لسیزو لاسته راوړنو ساتنه ده، چې ګډونوال به پرې بحث او خبرې وکړي.

له پښتونخوا راغلی د عوامي نشل ګوند مشر، غلام احمد بلور وایي، د افغانستان حکومت باید له ګاونډیانو پاکستان، ایران، روس او نور هېوادونو وغواړي، چې د افغانستان له ورانولو لاس واخلي، که دا جګړه له کنټرول ووځي، نو یاد هېوادونه به هم په‌کې وسوځيږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي، ملک عبدالمجید کاکړ هم په یاد کنفرانس کې د کرښې دواړو خواوو پر یووالي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې پښتانه مشران باید په خپلو ماشومانو تعلیم وکړي او افغانانو ته یې د خدمت جوګه وګرځوي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې دغه کنفرانس سبا هم دوام ومومي او د دوی له لوري چمتو شوی پرېکړه لیک به د افغان حکومت له مشرانو سره شریک کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب