جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeداسې هم شتهد ډېرو او قوي زلزلو لروونکی هېواد

د ډېرو او قوي زلزلو لروونکی هېواد

تاند ( یکشنبه، د کب ۱۷)  راپورونه وایي، ایسلېنډ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې تر ټولو ډېرې او قوي زلزلې پکې کیږي او ځینو څېړونکو خو ان د زلزلې د مرکز نوم هم ورکړی دی.

دا هېواد په بې ساري توګه د زلزلې ټکانونه امتحانوي او د خلکو ژوند یې نا ارامه کړی دی.

د معلوماتو له مخې، یاد هېواد کې شاوخوا ۱۷ زره ځلې د زلزلې ټکانونه محسوس شوي او څو اوونۍ وړاندې یې پرلپسې زلزلو د دې هېواد ټوله ځمکه خوځولې ده، چې وروستۍ هغه یې په څه باندې پنځه درجو کې ثبت شوې ده.

هلته تر ټولو قوي زلزله د فبروري په ۲۴ نېټه شوې چې په پلازمېنه رېکیجک کې یې ودانۍ ولړزولې او شدت یې هم تر پنځو پورته و.

د یاد هېواد د ګانډوک نومي ښار خلکو رسنیو ته ویلي چې وروستۍ زلزلې ته ورته زلزلې یو کال وړاندې دا ښار برباد کړی و، مګر دا ځل د زلزلې شدت او شمېر تر هغو څو چنده زیات دی، چې پر خلکو یې د شپې خوب حرام کړی دی.

د معلوماتو له مخې، په جیولوژیکي ډول آیسلېنډ هېواد د دوه “ټیکټونکیک پلیټونو” په څنډه کې موقعیت لري.

دا پلیټونه ورو ورو د شمالي امریکا او یوریشیا څخه تېرېږي او د دوی ترمنځ منځنۍ کرښه د “اټلانټیک ریج” په نوم یادیږي.

که څه هم دلته جیولوژیک فعالیت یوازې د حساسو وسایلو پر مټ شونی دی، خو پوهان یې د ژوند لپاره پر اسانتیاوو درلودلو پلټنې کوي.

په آیسلېنډ پوهنتون کې ماهر ډاکټر “پوروالدر پردرسن” وایي چې په سیمه کې ډېر آتش فشان دی.

ویل کېږي چې “لاوا”او “مګما” کولی شي په هر وخت کې د ځمکې “کورې” ته ننوځي او د آتش فشان لړۍ پیل شي.

د پوهنتون دا استاد وایي؛ دلته دوه غرونه دي چې لاندې یې د آتش فشان سرچینه شتون لري.

د معلوماتو له مخې، د آتش فشان فعالیت هم دلته په دوولسمه پېړۍ کې پېښ شوی دی.

د راپورونو پر بنسټ، د دې دوه غرونو لاندې د اور یوه زخیره شتون لري چې د ځمکې د زیات ګرموالي له امله ترې اور بهېږي.

په آیسلېنډ پوهنتون کې ماهر ډاکټر “پوروالدر پردرسن” دغه راز زیاتوي چې دا حالت د دې باعث ګرځېدلی، څو دې غرونو ته نږدې ایسلېنډ سیمه د زلزلې سخت ټکانونه تجربه کړي.

ساینسپوهانو هم په دې اړه بار بار په دې اړه له رسنیو او خلکو سره خپلې اندېښنې شریکې کړي؛ خو د خدای ج په کارونو کې هېڅوک څه نه شي ویلای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب