جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهنادري: د امریکا نوي وړاندیزونه تر څېړنو لاندې دي

نادري: د امریکا نوي وړاندیزونه تر څېړنو لاندې دي

تاند(یکشنبه، د حوت ۱۷) افغان مذاکراتي پلاوی وایي د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث او څېړنو لاندې دي.

د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري تازه په خپلو څرګندونو کې دا تایید کړې چې خلیلزاد ورسره د نوي حکومت طرحه شریکه کړې ده خو وایي چې دغه طرحه تر دې دمه تر څېړنې او بحث لاندې ده.

نوموړي دا هم ویلي چې تر دې دمه له طالبانو سره پر اوربند بحث نه دی شوی.

هغه وایي چې د مذاکراتو په دې پړاو کې د پرمختګونو تمه لري خو تر دې دمه د پام وړ پرمختګ نه دی رامنځ ته شوی.

په ورته وخت کې خلیلزاد له طالبانو غوښتي چې تر اویا سلنې پورې د تاوتریخوالي کچه راټيټه کړي.

د رویټرز د راپور له مخې سره له دې چې خلیلزاد د افغانستان لپاره خپله نوې طرحه وړاندې کړې ده خو دا طرحه د افغان حکومت او ځينو سیاسیونو له غبرګون سره مخ شوې ده.

رویټرز په یوه راپور کې د طالب سرچینو له خولې هم لیکلي چې د بن کنفرانس ته ورته د یوې غونډې د جوړولو خبره له طالب مشرانو سره شوې ده او دغه راز له دوی غوښتل شوي چې د تاوتریخوالي کچه تر اویا سلنې پورې راټيټه کړي.

طالب سرچینې ویلي امکان لري چې له مقابل لوري سره د تاوتریخوالي پر کمولو توافق ته ورسېږي، خو پر اوربند خبرې کول به ډېر وخت وغواړي.

رویټرز داسې مهال دغه راپور خپروي چې خلیلزاد کابل ته راغلی و او دمګړی په دوحه کې دی.

هلته یې له طالب او د افغان حکومت له پلاوو سره پر بېلو مسایلو خبرې کړې دي.

نړیوالې رسنۍ هم په دې اړه ګڼ تحلیلونه خپروي او په دې باور دي چې امریکا غواړي د ملګرو ملتونو پر مټ افغان جګړه د تل لپاره ختمه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب