نن مې له خپل وراره احمد شاه وزیري څخه پوښتنه وکړه چې د هېواد کشاله څنګه شوه او کوم ځای ته ورسېده؟
ده ډېر په زړه پورې او ښه ځواب راکړ، ويې ویل:
«څلورو زده کوونکو د سبا ورځې له پاره ازموینه درلوده، خو دوی د ازموینې ورکولو له پاره چمتو نه وو. په خپلو منځو کې يې پرېکړه وکړه چې استاد ته به ووايي چې په لاره کې د موټر د ټایر د چاودېدو له امله خدای له مرګه بچ کړل، نو په دې خاطر له تاسو هیله کوو چې زموږ ازموينه څو ورځې وروسته کړئ. له دې سره به موږ روحا ازموینې ته چمتو شو.»
استاد ورته وویل سمه ده څلور ورځې وروسته راشئ ازموینه به ورکړئ.
دوی څلورمه ورځ په ازموینه کې ګډون وکړ او استاد ورته دوه پوښتنې ورکړې.
لومړي پوښتنه دا وه چې نوم مو څه دی او یوه نومره يې لرله؟
دويمه پوښتنه دا وه چې د موټر کوم ټایر وچاودېده او دې پوښتنې ۹۹ نمرې لرلې.
زده کوونکي چې په بېله، بېله کوټه کې ناست وو، یوه لیکلي وه چې مخکې ښې خواته ټایر.
دویم کس لیکلي وو، چې شاته ښې خواته ټایر.
درېیم کس لیکلي وو، چې مخکې کیڼ خواته ټایر.
او څلورم تن ليکلي وو، چې شا ته کيڼې خوا ته ټایر.
د دې څلور واړو یوازې یوه خبره سمه وه او هغه دا چې موټر خراب شوی و، خو د خراب ټایر په هکله د څلور واړو ځوابونه ناسم وو، نو ځکه څلور واړه ناکام هم شول.
وراره مې وویل:
«اوس راځو د افغانستان کشالې ته، دلته هم یوه خبره سمه ده او هغه دا چې سخته او ناپایه جګړه ده. دا چی ولې جګړه ده، د څه له پاره جګړه ده، تر کومه به جګړه وي او د چا تر منځ جګړه ده؟ ځوابونه يې د موټر د ټایر په څېر ناسم دي.»
ويې ویل: هیله ده ځواب مو اخیستی وي.
ما ورته وویل، آفرین دې په پلار او په ظابط دادا شه په دې ځواب.
« مننه، اوس مې سر پرې خلاص شو »