Homeخبرونههرات کې ناپېژاندو وسله والو یو قومي مشر له خپل زوی او...

هرات کې ناپېژاندو وسله والو یو قومي مشر له خپل زوی او وراره سره وژلي

تاند ( یک شنبه، د حوت ۱۷) ناپېژانده وسله والو تېره شپه د هرات په غوریان ولسوالۍ کې یو قومي مشر د هغه زوی او وراره په ډزو وژلي دي.

 ځایي امنیتي سرچینې وایي چې دا پېښه د غوریان ولسوالۍ په غزه کلي کې رامنځته شوې ده.

د سرچینې په وینا وژل شوي قومي مشر هېڅ حکومتي دنده نه لرله .

په ورته مهال د هرات والي سید وحید قتالي هم یاده پېښه مني او زیاتوي چې دغه کسان وسله والو طالبانو وژلي دي.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل وایي چې تېره شپه طالبانو د نهر شاهي ولسوالۍ په ترکمنیه کلي کې د پولیسو پر یوې قرارګاه بریدکړی دی چې پایله کې یې اته پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

د عادل په خبره دغه جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېر یې په ډاګه نه کړه.

بل لورته طالبانو تر اوسه د یادو دواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...