جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهحکومت د ناټو غړیو هېوادونو سره د هدفي وژنو مالومات شریک کړي

حکومت د ناټو غړیو هېوادونو سره د هدفي وژنو مالومات شریک کړي

تاند ( یکشنبه، د کب ۱۷)  افغان حکومت وایي، د وروستیو هدفي وژنو په اړه یې د ناټو له غړیو هېوادونو سره مالومات شریک کړي دي.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، له دوحې تړون وروسته په هدفي وژنو او ملکي مرګ ژوبله کې د طالبانو لاس لرلو په تړاو د ناټو غړو هېوادنو سفیرانو په غوښته، دوی ته مالومات ورکړل شوي دي.

هغه د شپږ نیمو بجو راپور کې وایي چې د ناټو غړیو هېوادونو سره شریک شوي هغه مالومات دي چې په وینا یې له نیول شویو طالبانو تر لاسه شوي دي.

لومړی مرستیال وايي، د طالب زندانیانو خوشې کول یو له هغه لاملونو دي، چې د هدفي وژنو او ملکي مرګ ژوبلې ګراف یې لوړ کړی او په دې تړاو د را ټولو شویو مالوماتو یوه کاپي د ناټو غړو هېوادنو سفیرانو سره شریکه شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، د دوحې تړون وروسته طالبانو پر امریکايي او ناټو ځواکونو له بریدونو ډډه کړې، خو پر افغان ځواکونو یې بریدونو ته دوام ورکړی، چې له کلک ځواب سره مخ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې پر افغان ځواکونو د بریدونو د ډېرېدو سربېره ګڼ شمېر خبریالان، دیني عالمان، مدني فعالان او ګڼ نور عام وګړي په هدفي بریدونو کې په نښه او وژل شوي دي.

حکومت یې مسوول وسلوال طالبان ګڼي؛ خو طالبان بیا دا ادعاوې ردوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب