یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهبلینکن ولسمشر غني ته په لېږلي لیک کې د ځواکونو له ایستلو...

بلینکن ولسمشر غني ته په لېږلي لیک کې د ځواکونو له ایستلو سره مخالفت کړی

تاند(یکشنبه، د حوت۱۷) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د افغانستان ولسمشر ته په یوه لیک کې ویلي چې که امریکا خپل ټول پوځیان وباسي د افغانستان امنیتي وضعیت به کړکچن شي او طالبان به فرصت پیدا کړي چې سیمې لاندې کړي.

بلینکن په دې لیک کې، چې بېلابېلو افغاني رسنیو ته په لاس ورغلی، ویلي چې حاضردمه پر یو شمېر وړاندیزونو غور روان دی خو که امریکا خپل پوځیان وباسي د افغان امنیتي ځواکونو د مالي ملاتړ له دوام سره سره اندېښنه شته چې امنیتي وضعیت خراب شي او طالبان ممکن په سرعت سیمې ونیسي.

بلینکن دا هم لیکلي چې واشنګټن په پام کې لري له ملګروملتو وغواړي چې د افغانستان د سولې د ملاتړ لپاره د همږغۍ د رامنځته کولو په خاطر د روسیې، چین، پاکستان، ایران، هند او د امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو او استازو غونډه راوبولي.

«زه باور لرم چې دا هیوادونه په باثباته افغانستان کې ګډې ګټې لري او د بریالیتوب لپاره باید په ګډه هلې ځلې وکړي.»

ده دا هم ویلي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ته یې دنده سپارلې چې د افغانستان د جګړې د سوله ییز حل او د اوربند لپاره ولسمشر غني او طالبانو ته لیکلي وړاندیزونه ورکړي.

راپورونه وايي چې خلیلزاد د افغانستان حکومت او طالبانو ته د مشارکتي یا انتقالي حکومت او په ترکیه یا یو بل هیواد کې د بون د کنفرانس په شان د یوې د غونډې جوړېدا وړاندیزونه کړي دي.

ولسمشر غني ته د بلینکن په لیک کې رغلي چې دی به له ترکیې وغواړي چې د افغانانو د غونډې کوربه توب وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي چې واشنګټن تراوسه پورې د امریکا او طالبانو د تېر کال د فبرورۍ د ۲۹ نېټې د موافقې بیا کتنه بشپړه کړې نه ده.

1 COMMENT

  1. امریکا که تړون مات کړي، دا باقي پاتي حیثیت به یې هم تر خاورو لاندي شي.
    هسي په مفته کونه نه شي خلاصولای. دا ځای دي نخښه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب