چهارشنبه, مې 8, 2024
Home+د محمد نادرشاه د مهال کورنۍ او بهرنۍ ستونزې

د محمد نادرشاه د مهال کورنۍ او بهرنۍ ستونزې

افغانستان په یوه پېړۍ کې

(۱۳۰۰—۱۴۰۰)

۳څپرکی

۳برخه

استاد شهسوارسنګروال

د کابل ښار او د هېواد نورو ښارونو د سقاو د زوی حبيب الله په نه (۹) مياشتنی سلطنت کې دومره زيان ليدلی وه چې ان د محمد نادر خان لپار د استوګنې ځای نه وه او په يوه شخصي کور کې دولتي چارې پر مخ وړلې.

په ياد پېر کې ډېرې ښوونيزې، روزنيزې، سودا ګريزې چارې په ټپه ودرېدلې، اقتصادي کړکېچ مينځته راغی، د ماليې چارې له مينځه لاړې. يوازې کرهڼيزې چارې وې چې په دوديزه بڼه تر سره کېدې. کومې ستونزې چې په فرهنګي او اقتصادي برخو کې موجودې وې دا رنګه په سياسي او نظامي چارو کې هم بلا ستونزو شتون در لود چې محمد نادرشاه او د ده دولت ورسره لاس او ګرېوان وو.

افغانستان نه يوازې په ملي کچه له اقتصادي کمزورۍ سره مخ وه بلکې له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته متحدين او متفقين، ان ټوله نړۍ، د افغانستان په شمول اقتصادي کړکېچ سره مخامخ وه.

د افغانستان خزانه څو وارې لوټ شوه او د سياسي موخو لپاره پرته له ملي ګټو و کارول شوه. د سقاو زوی حبيب الله او د ده نږدې چارواکو د افغانستان له ملي ګټو، شتمنيو او خزانو سره ناوړه چلن وکړ. حبيب الله د خزانې شتمنۍ له ځان سره يووړه، سردار عنايت الله خان هم لوټ کړه.

او ان امان الله هم چې کندهار ته روان شو له خزانې نه يې ډېر څه له ځان سره يو وړل.

د نادرشاه د واک په مهال د اقتصاد بېلابېلو اړخونو ته ځانګړې پاملرنه وشوه. د کرهڼې چارې ورغول شوې، يوڅه دښتې او للمي تر اوبو لاندې راوستل شوې، له غنمو، جوارو او وريځو سربېره د پنبې، لبلبو، کونجدو او نورو حبوباتو ودې ته هم پاملرنه وشوه. ان دا چې پنبه په سوداګريزو چارو کې د يوه مهم توکي په توګه وکارول شوه چې بهرنيو هېوادو ته لېږدول کېده.

په ۱۹۳۱ ز کال يو سهامي شرکت مينځته راغی چې وروسته يې د يوه ملي بانک بڼه خپله کړه. يوشمېر ملي سوداګر مينځته راغلل په دې لړ کې د عبدالمجيد زابلي يادونه کوو چې په ډېرو هلوځلو يې د افغانستان په اقتصاد کې يو ډېر مهم رول ولوبوه.

که څه هم زابلي د امان الله خان له نږدې خوا خوږو څخه ګڼل کېده او نادر خان ته ډېر نږدې نه وه. ولې هغه مهال چې محد هاشم خان دامان الله د واک په مهال په مسکو کې سفير او د هېواد استازی وو له نوموړي سره يې اړيکې تودې او دوستانه وې.

عبدالمجيد زابلي د امان الله خان په درناوي په مسکو کې يوه مېلمستيا جوړه کړې وه چې ستيوارت د نيويارک ټايمز د ورځپاڼې له قوله داسې کښلي دي:

«د تزاريانو له سکوت نه وروسته داسې پرتمينه مېلمستيا په شوروي اتحاد کې نده جوړه شوې.»(۱

ولې کله چې محمد هاشم خان صدراعظم شو د زابلي له اقتصادي نوښتونو نه يې مننه وکړه او ترې وې غوښتل چې خپلې اقتصادي مرستې، په افغانستان کې لا پراخې کړي.

د محمد نادرشاه د واک په مهال مالداری او لاسي صنايعو ته هم پاملرنه وشوه چې د هېواد په صادراتو کې د وچې او تازه مېوې په ګډون ښه رول درلود چې موږ په لاسي صنايعو کې قالين، ګيلم، پوست، قره قل، وړۍ، پنبه او نور يادولی شو.

په دغه پېر کې د افغانستان دولت بهرنۍ ستونزې هم لرلې ان دا چې د اړدوړ په مهال په کابل کې ټول سفارتونه وتړل شول او ډېر دپلوماتان يا خو خپلو هېوادونو ته لاړل او يا په پېښور کې ځا ې پرځای شول.

 نادرشاه غوښتل چې لومړی خپلې اړيکې له برېتانوي هند او په ټوله کې له برتانيا سره له سره ورغوي.

کومه اندېښنه چې انګرېزانو د پاچا امان الله او شوروي اتحاد د دوستۍ په تړاو لرله بايد نادرشاه هغوی ته ډاډ ورکړی وی چې نور به هغسې نه کېږي. انګرېزانو هم د نوامبر ۱۴ مه (۱۹۲۹) د نادرشاه حکومت په رسميت وپېژند. بيا يې د همدې باور له مخې د ۱۹۲۱، ۱۹۲۳ موافقت نامې د مې په مياشت (۱۹۳۰ ز کال) کې يوځل بيا تجديد کړې.

همدا راز د افغانستان بل ګاونډی شوروي اتحاد وو. محمد نادر خان د دې لپاره چې دې دواړو سترو هېوادونو تر مينځ يې انډول ساتلی وي په ۱۹۳۱ ز کال د جون په ۲۴ نېټې يې د دوستۍ پنوم يو تړون لاسليک کړ چې د دواړو هېوادونو مصالح او ګټې به په پام کې نيول کېږي. د ګريګوريان په اند:

«دغه تړون ښيي چې نه يوازې دواړو هېوادونو ته ګټورو وو، بلکې دريم لوري ته هم کوم زيان نه درلود.»(۲

شوروي اتحاد کوښښ کاوه چې افغانستان د يوې حايلې سيمې په څېر د برېتانوي ښکېلاک په وړاندې وساتي.

نادرشاه هم ډېر زر خپل ورور محمد عزيز خان د وزير مختار په توګه مسکو ته ولېږه.

دا چې ويل کېدل چې شوروي غوښتل امان الله خان بيآ واک ته ورسوي، دا ځکه چې له شوروي سره يې اړيکې دوستانه وې.

دا يوه پلمه وه چې په لومړي سر کې نادرشاه غوښتل د انګرېزانو ملاتړ ترلاسه کړي.

دويم دا چې شوروي اتحاد ته ډاډ ورکړي چې دی نه غواړي د يوه هېواد په دوستۍ د بل هېواد دوستي او سياسي باور ته زيان ورسېږي.

له شوروي اتحاد او برېتانيې نه سربېره نادرشاه له ايران او ترکيې سره هم خپلې سياسي اړيکې له سره ورغولې او ورورو يې د ديپلوماتيکو اړيکو لمن ټولې نړی ته وغوځوله.

يوشمېر روڼ اندي پدې خواشيني ول چې انګرېزانو واک ته د رسېدو لپاره له محمد نادر خان سره مرسته وکړه. دا ځکه چې نادرشاه يوازې د سقاو زوی حبيب الله ته ماته ور نه کړه بلکې د پاچا امان الله واک ته يې هم د پای ټکی کېښود.

په برلين کې مختار وزير عبدالهادي خان داوي د اد احتجاج په توګه له دندې خپل ځان ګوښه کړ او کله چې کابل ته بېرته را ستون شو د محمد نادر خان لخوا بندي شو.

په افغانستان کې دننه او د ډيورنډ د کرښې پورې غاړې ته پراته وګړي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې په برېتانوي هند کې د انګرېزانو له شتون سره مخالف ول نه يوازې خواشيني ول بلکې ډېرې مقالې په ډله ييزو رسنيو کې خپرې کړې چې د امان الله خان ملاتړ او د نادرشاه غندنه پکې شوې وه.

کله چې برېتانيا په ۱۹۳۰ ز کال يوځل بيا د خپلو ښکېلاکګرانه موخو لپاره مټې را بډ وهلې چې قبايلي سيمې ښکېل کړي، د ولس کرکه لا ډېره شوه.

څومره چې انګرېزانو له پوځي ځواک نه استفاده کوله په هماغه اندازه د خلکو غوسه زياتېده او د پښتونخواپه ډېرو سيمو کې د برېتانوي هند په وړاندې پاڅونونه پيل شول.

د پاڅونونو دغه لړۍ د هند سيمو ته هم وغوځېده د هند په نيمه وچه کې هغسې هم د ملي غورځنګونو هڅې لا د مخه را روانې وې او غبرګونونه يو د بل پسې زياتېدل.

ولې نادرشاه نه يوازې د هند د ملي ازادي بښونکو ملاتړ ونکړ (لکه امان الله خان چې کاوه) بلکې د پښتونخوا له خلکو هم «چې د افغانستان اوسېدونکي او د سرحد افغانان د اسلام او ملت پر بنسټ يو واحد و ولس دی.»(۳) کومه پلوي ونکړه.

پدې سره د ډيورنډ دواړو غاړوته پراته قومونه له محمد نادر خان نه زړه بدي شول نو ځکه انګرېزانو «په ۱۹۳۱ ز کال لس زره ټوپک او يوسلو اتيا زره پونډه له نادرشاه سره مرسته وکړه چې دا لومړنۍ بهرنۍ مرسته ګڼل کېږي.»۴)

محمد نادر خان نه يوازې د هند دنيمې وچې له لوري له راز راز ستونزو سره لاس او ګرېوان وه او انګرېزانو پخپلو بريدون افغانان ګواښل، بلکې د افغانستان شمالي سيمې هم شوروي اتحاد له ګواښ سره مخ وې.

په ۱۹۳۰ ز کال د جون په مياشت کې د شوروي وسلوال پوځ له امو سين نه را پرې ووت چې «ابراهيم بېګ» ونيسي. که څه هم بريالي نشول خو د افغانانو کرکه يې را وپاروله. که له نادرشاه نه له يوې خوا د ډيورنډ د کرښې دواړو غاړو ته پرتو افغانانو ګيله لرله خو بلې خوا د شوروي اتحاد په بريد سره د هېواد شمالي سيمې هم نارامه شوې.

1 COMMENT

  1. د ښاغلی سنګروال لیکنه یوه ګډه وډه سلاته ده.دافغانستان دشلمی پیړۍ دپیل لیبرال ډیمکراټیک سیاسی ، فرهنګی او صنعتی انقلاب (امانی نهضت) هیڅ ورته مطرح ندۍ، یوازی دغدار او دسره توطه ګری یحی دکورنۍ(په رأس کې نادر) دګویا مشکلاتو او ستونزو په هکله ږغیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب