دوشنبه, مې 20, 2024
Home+د زمبابوې پر وړاندې ځلېدونکو لوبغاړو سره مرسته کېږي

د زمبابوې پر وړاندې ځلېدونکو لوبغاړو سره مرسته کېږي

تاند (دوشنبه، د حوت ۱۸) د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي متحده عربي اماراتو کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې له لوبغاړو سره د آنلاین خبرو پرمهال ویلي هغه لوبغاړي چې د زمبابوې پر وړاندې ښه وځلېږي، له هغوى سره به معنوي او مادي مرستې وشي.

کرکټ بورډ په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې نوموړي په خپلو خبرو کې ملي لوبغاړي هڅولي او ورته یې د هر اړخیزه ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

نوموړي ويلي: « د لوبو ګټل او بايلل د لوبو برخه ده او نورې لوبډلې هم له ورته حالتونو سره مخ شوي دي خو هغه په دې خوشحالي ښکاره کړې ده، چې په لوبغاړو کې اتفاق او يووالى دى.»

نوموړی داسې مهال د کرکټ له ملي لوبغاړو سره په آنلاین بڼه خبرې کوي چې له دې وړاندې افغان لوبډلې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې  له زمبابوې څخه ستره ماتې وخوړه.

د یادولو ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهمه ټېسټ لوبه د مارچ په ١٠مه نېټه پيل شي.

ویل کېږي چې په دوهمه ټېسټ لوبه کې به افغان لوبغاړی راشدخان هم ولوبېږي.

د معلوماتو له مخې نوموړی اوس روغ شوی او تمه شته چې د زمبابوې پر وړاندې په دوهمه لوبه کې ولوبېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب