Homeخبرونهد ننګرهار د عمومي محبس بندیان په بندخونه کې مالیه ورکوي

د ننګرهار د عمومي محبس بندیان په بندخونه کې مالیه ورکوي

تاند ( دوشنبه، د حوت ۱۸) د ننګرهار په محبس کې سلګونه بنديان د خياطۍ، ګلدوزۍ، نجارۍ، فلزکارۍ او نورو برخو کې توليدي کار کوي.

مسوولان وایي، دوی د دغو بندیانو په لاس له جوړو شویو توکولاسته راغلې ګټې څخه حکومت ته ټاکلې اندازه ماليه ورکوي.

د ننګرهار د رسنیو دفتر د دې ولايت د زندانانو د چارو د رئیس شاکر احمد له قوله لیکلي چې، په تېرو دوو میاشتو کې بنديانو د خپلو توليداتو لاسته راغلې ګټې څخه ۱۶۰ زره افغانۍ ماليه افغانستان بانک ته سپارلې.

نوموړي هيله ښودلې چې په زندان کې به دا چارې لا ښې شي.

سرچینه زیاتوي چې د ننګرهار په عمومي زندان کې جوړ شوي توکي د ملاقات په ورځ د خلکو مخې ته د پلورولو په موخه ايښودل کيږي او د هر توليد څلويښت سلنه ګټه د زندان صنعت امريت ته ورکول کيږي.

په زندان کې د کسبونو ښوونکي وايې چې د حکومت له لوري د دغه ډول اسانتیاوو برابرولو ورته نه یواځې د بند په موده کې د پام غلطولو زمینه برابره کړې؛ بلکې دوی له همدې ځایه خپلې اړتیاوې پوره کوي او کورنۍ سره هم مرسته کوي.

د یادونې ده، چې  د ننګرهار په زندان کې پر کسبونو سربېره د ليک لوست زده کړې، انګلیسي او کمپیوټر درسونه هم ورکول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...