جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+نغمه: زما د هېواد غم ځپلې ښځې له ننګ او غېرت نه...

نغمه: زما د هېواد غم ځپلې ښځې له ننګ او غېرت نه ډکې دي

تاند ( دوشنبه، د حوت ۱۸)  د هېواد مشهورې سندرغاړې ښاپېرۍ نغمې د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت په ټولنيزو رسنيو کې په یوه خپور کړي ويډيويي پېغام افغان مېرمنو ته د ښځو د نړیوالې ورځې مبارکي ویلې ده.

ښاپېرۍ نغمې زیاته کړې: «يو ځل بيا د زړه له تله د ښځو نړيواله ورځ یا د مارچ ٨ مه د نړۍ ټولو ښځو په ځانګړي توګه د افغانستان قهرمان او شجاع ښځو ته مبارک باد وايمه».

نوموړې په خپلو خبرو کې د مېوند د ملالۍ او د بلخ د رابعې مثالونه هم ورکړي او وايي چې د جنګ، سياست، تعليم، تربيه، شعر، طب، تخنيک او هره برخه کې افغان ښځو نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.

نغمه زیاتوي: «د ښځو په هکله چې څومره هم خبرې وکړو، لا به هم بسنه ونه کړي. زما د هېواد غمځپلې، کونډې، بورې او بې وزلې ښځې خو بيا هم اتلې قهرمانې دي. د ننګ او غېرت نه ډکې ښځې لکه د غر غوندې کلکې پښتنې ميندې او خويندې لرو چې تاريخ په وياړي».

د یادولو ده چې دوشنبه د مارچ اتمه د ښځو نړیوال ورځ ده او دا ورځ هرکال په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي.

د دې ورځې په مناسبت په ټول افغانستان کې هم ځانګړی مراسم ترسره کېږي.

خو بل لورته افغان مېرمنې هیله لري چې دوی به نورې نه ځورېږي او روانې جګړې ته به د پای ټکی اېښودل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب