پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Home+څنګه کولای شو ښه کیسه ولیکو؟ | فضل الحق نوری وردک

څنګه کولای شو ښه کیسه ولیکو؟ | فضل الحق نوری وردک

کیسه لیکل: د کیسې لیکلو په وخت کې باید لیکوال لاندې شیانو ته فکر وکړي، تر څو وکولای شي، چې ښه کیسه ولیکي.

۱- موضوع: موضوع په مغز کې لومړۍ جرقه ده، باید داسې یو څه ولرو، چې کیسه پرې ولیکو. که چېرته داسې یوه موضوع یا پيښه نه وي نو کیسه هم نشته. لیکوال باید یوه نوې موضوع پيدا کړي، چې کیسه پرې ولیکي. د کیسې لپاره باید زړو موضوعاتو ته یو نوی لید لوری پيدا کړو. له لویې موضوع څخه باید ځان وساتو او یوه لنډه موضوع پيدا مړو، ځکه چې لنډه موضوع له لیکوال سره د کیسې په لیکلو کې زیاته مرسته کوي.

۲- هدف: وروسته له موضوع څخه باید د خپلې کیسې هدف وټاکو، هدف د کیسه لیکونکي فکر راټولوي او د فکر فوکس یې یوازې د خپلې کیسې  په موضوع څرخي. هدف د کیسې په تصویر کې زیات مهم رول لوبوي، مخکې مو هم یادونه وکړه، چې باید د کیسې لپاره کوچنی هدف وټاکو. په کیسه کې معلوم هدف لیکوال له اضافي خبرو څخه ساتي.

۳- د کیسې نوم: دا مهمه نه ده، چې باید کیسې ته په اول کې نوم وټاکو. موږ کولای شو، چې کیسې ته یا په لومړي سر او یا هم په آخر کې نوم وټاکو. موږ باید هیڅ وخت کیسې ته داسې نوم ونه لیکو، چې د کیسې محتوا څرګنده کړي او د نامه څخه لوستونکی پوه شي. کیسه باندې باید داسې نوم کښې نږدو، چې د کیسې له موضوع سره سر نه خوري.

۴- تلوسه: تلوسه په کیسه کې هغه څه دي، چې لوستونکی دې ته هڅوي، چې کیسه تر پایه وګوري. لیکوال کولای شي، چې  کیسه په یوه لنډ ډيالوک شروع، له یوې پوښتنې، په دوو متضادو نظرونو او یا هم له تصویر نه شروع کړي. داسې باید ونه کړو، چې په دوو جملو کې د کیسې ټوله موضوع څرګنده کړو. تر پایه باید تلوسه وساتو او په پای کې ورته ټولې پوښتنې ځواب کړو.

۵- کرکټرونه: کیسه، فلم، ډرامه همېشه کرکټرونه لري، بدون له کرکټره کیسه نه لیکل کیږي. موږ کولای شو کیسې ته هر ډول کرکټر انسان، حیوان، او یا هم کوم غیر ژوند شی وټاکو. کیسه همېشه یو یا دوه مرکزي کرکټرونه لري. لیکوال باید د خپلې کیسې د کرکټر په اړه پوره معلومات ولري، چې څنګه انسان دی، خان دی، غریب دی، شپون دی، سوال ګر دی، تور دی، سور رنګ لري او داسې نور…

۶- د کیسې ژبه: د کیسې ژبه مو باید روانه او ساده وي. که غواړو چې ماشومانو ته کیسه ولیکو نو باید د ماشومانو ژبه پکې وکاروو او که لویانو ته یې لیکو نو باید د لویانو ژبه پکې وکاروو. د کیسې ژبه مو باید ساده او راونه وي، په لنډه فاصله کې باید له یو ډول کلمو څخه ډډه وکړو،

۷- ډیالوګ: ډيالوک د کیسې د کرکټر خبرو ته ویل کیږي، هغه که د ځان سره غږیږي او یا د بل چا سره. ډيالوک کیسه ژوندۍ کوي، په حرکت یې راولي او له یو رنګه والي څخه یې ساتي. کیسه لیکونکی باید په ډيالوک کې له دوو ورته کلمو څخه باید ځان وساتي. ډيالوک مو باید لنډ وي، هیڅ کله باید د ډيرو کرکټرونو خبرې يوځای رانه وړو.

۸- تصویر:  کیسه مو باید تصویر لري، ځکه چې هر لوستونکی له خپله لیدلوري څخه کیسې ته تصویر جوړوي. مثلاً: که چېرته په کیسه کې غواړو، چې یوه کوټه تشریح کړو، نو لیکو چې اوږده کوټه، سپين دیوالونه، په لرګیو پټ چت، او داسې نور..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب